فبروري 27, 2021

په IPL کې د کوم بهرني هیواد لوبغاړي زیات اخیستل شوي؟ دلته پرې خبر شئ

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د هند آی پي ایل راتلونکې پړاو ته د لوبغاړو رانیولو بولي تېره پنجشنبه په چینای ښار کې ترسره شوه، چې د هندي لوبغاړو ترڅنګ پکې لسګونه بهرني لوبغاړي هم ګډونوالو اته لوبډلو ځانته واخیستل.

 

موږ په دې لیکنه کې له هند پرته د هغه هیوادونو په اړه معلومات درکوو، چې د آی پي ایل لیګ راتلونکې پړاو ته یې لوبغاړي اخیستل شوي.

 

۱- اسټرالیا، ۱۹ لوبغاړي.
۲- انګلستان، ۱۳ لوبغاړي.
۳- سویلي افریقا، ۱۰ لوبغاړي.
۴- ویسټ انډیز، ۹ لوبغاړي.
۵- نیوزیلنډ، ۸ لوبغاړي.
۶- افغانستان، ۳ لوبغاړي.
۷- بنګله دېش، ۲ لوبغاړي.

 

 

 

 

 

د نړۍ په دې لیګ کې به ټول ټال ۶۴ بهرني لوبغاړي له اته واړه لوبډلو سره ولوبیږي.

 

د IPL څوارلسم پړاو

 

ټاکل شوې د هند څوارلسم پړاو سیالۍ راتلونکې اپرېل میاشت کې د هند په کوربتوب ترسره شي.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب