سپورټ کرکټ

د کريکټ مينوال: آی پي اېل د شپږیزې په پرتله بې خونده دی

سپورټ یاران

د افغانستان شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو د ۳۰ سلنه ننداره‌کوونکو په شتون کې د سپټمبر په ۱۶ مه د کابل بازان په اتلولۍ پای ته ورسېد.

په دې لیګ کې دېرش سلنه ځوانانو، انجونو، ماشومانو او سپینږیرو افغانانو لوبې له نږدې ننداره کړې او زرګونه نورو افغانانو بیا د تلویزیون له لارې ولیدې او د راډیو له لارې یې تبصرې واورېدې.

د کرکټ ځینې مبصرین وایي، که څه هم لوبې کورونا ویروس اغېزمنې کړې وې، خو بیا هم د لوبو جوش او جذبه زیاته وه.

لنډه دا چې دا لوبې په لیدلو ارزېدلې.

د له شپږیزې درې ورځې وروسته په دوبۍ کې د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې یا آی پي اېل لیګ دیارلسم پړاو پیل شو.

په دغه لیګ کې هیڅ ننداره کوونکي نه لیدل کېږي، یوازې د لوبډلو لوبغاړي او د رهبري غړي یې په نندار ځای یا پاویلین کې لیدل کېږي.

د لوبو د جذابیت لپاره د آی پي اېل د تخنیکي برخې غړو میوزیک او شور په مصنوعي ډول نشروي؛ خو د ننداره کوونکو اصلي چکچکې، شپیلې، احساسات بیل اغېز لري.

که څه هم د یادو لوبو لومړۍ لوبه د مخکښو لوبډلو ممبيي اینډيیئنز او چینای ترمنځ ترسره شوه، خو لوبه کې د ننداره کوونکو نشتون له امله زیات تغییرات وو.

لوبه کې خوند نه و او جذبې پکې نه حس کېدې.

د کرکټ افغان لیدونکي او د آی پي اېل لوبو مینه‌وال څه وایي؟

دلته په جلال اباد کې د کرکټ ډېری لیدونکي او کرکټ مبصرین وایي، چې د آی پي اېل له دې لومړیو لوبو د شپږیزې کرکټ لیګ لوبې ګرمې وې او لوبې یې په لیدلو ارزېدلې.

واحدالله وایي:

د آی پي اېل دا روانې لوبې د ننداره کوونکو د نشتون او ځای بدلون له امله بې خونده دي، زما په اند له دې  د شپږیزې لوبې ډېرې ګرمې وې.

دوست  محمد نظري چې د کرکټ مینه‌وال او مبصر دی، وايي:

که رښتیا ووایم له دې لوبو د شپږیزې کرکټ لوبې ډېرې خوندورې وې.

نیازمحمد او ودان مینه‌وال هم په همدې اند دي او د لوبو په جذابیت کې د ننداره‌کوونکو رول مهم بولي.

تېر آی پي اېل او روانو لوبو ترمنځ توپیر

دوه ستر توپیرونه خو دا دي، چې تېر آی پي اېل په هندوستان کې ترسره شو، نسبت نورو هېوادونو ته په هندوستان کې د لوبو خوند په دې زیات وي، چې هندوستانیان کرکټ خپل مذهب بولي او له کوچنیو نیولې تر لویانو او ښځینه پورې ټول ورسره مینه لري او نندارې ته یې له لېرو ځایونو راځي.

خو سږ کال لوبې په دوبۍ کې دي او دوبۍ کې د هندوستان په پرتله لوبو کې ډېر سهولتونه نه وي.

دویم توپیر؛ د کورونا له امله د ننداره کوونکو نشتون هغه څه دي، چې لوبې یې بې خونده کړي دي.

سږ کال د آی پي اېل پرانیست مراسم هم ترسره نشول.

12.jpg

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ