آې پي ایل کې ټول ۱۸۹ لوبغاړي اخېستل شوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د ۲۰۲۰ م کال د مارچ په ۲۳ مه نېټه د دیارلسم پړاو آې پي ایل سیالۍ د اته لوبډلو په شتون کې پېلېږي، چې درې افغان لوبغاړي هم پکې د خپلو پخوانیو لوبډلو له خوا اخېستل شوي دي.
د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د هندوستان په کلکته ښارکې د راروان کال آې پي ایل سیالیو لپاره بولي ترسره شوه، چې پکې هندي او باندني لوبغاړي واخېستل شول.
د دې بولي پرمهال ځېنې لوبغاړي په لوړو قېمتونو وپلورل شول او ځېنې بیا بیخي وانخېستل شول.
راروان آې پي ایل لپاره ۹۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، چې ۳۳۲ لوبغاړي ترې شارټ لېسټ شول، چې ډېری پکې هندي لوبغاړي وو.
خو له ۳۳۲ شارټ لېسټ لوبغاړو څخه یواځې ۱۸۹ لوبغاړي د آې پي ایل د لوبډلو برخه شول او ځېنې به یې د یوولس کسیزو لوبډلو په لړ کې ولوبېږي.
د آې پي ایل د وېب پاڼې د راپور پر بنسټ د راروان آې پي ایل لیګ لپاره ۱۸۹ لوبغاړي اخېستل شوي، چې د یوې لوبډلې لپاره پکې تر ۸ بهرنیو لوبغاړو اخېستلو اجازه وه.
یوه لوبډله کولای شي، چې ۲۵ لوبغاړي له ځان سره ولري او که له دې شمېر کم هم وي پروا نه کوي.
لوبډلې او د اخېستل شویو لوبغاړو شمېر یې
چینای لوبډلې د راروان آې پي ایل لیګ لپاره ۲۴ لوبغاړي پېرلي دي، چې ایم ایس ډوني یې لوبډلمشر دی.
ډیلي کپېټلز لوبډلې ټول ۲۲ لوبغاړي پېرلي او لوبډلمشر یې ځوان هندی لوبغاړی شېریاس ايئر دی.
IPL 2019 TV channel What channel is the IPL on in the UK 1103771 آې پي ایل کې ټول ۱۸۹ لوبغاړي اخېستل شوي
پنجاب لوبډلې ټولټال ۲۵ لوبغاړي اخېستي او لوبډلمشر یې ښایي کی ایل راهول شي.
کلکتې لوبډلې ټول ۲۳ لوبغاړي اخېستي دي، چې لوبډلمشر یې دېنېش کارتېک دی.
ممبيي انډیئنز لوبډلې ۲۴ لوبغاړي پېرلي دي او لوبډلمشر یې روهېت شرما ټاکل شوی دی.
راجستان رویالز لوبډلې په مجموعي ډول ۲۵ لوبغاړي رانیولي او لوبډلمشر یې اجېنکیا رهانی ټاکل شوی دی.
رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې ۲۴ لوبغاړي اخېستي، چې ویرات کولي یې لوبډلمشر دی او حېدراباد لوبډلې هم د دوو افغانانو په ګډون ۲۵ لوبغاړي اخېستي او لوبډلمشر یې کېن ویلیمسن دی.