د IPL لیګ د پاتې سیالیو ځای او نېټه!

د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدې.

ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی، چې له هر ډول ستونزو پرته به د ټولو سیالیو کوربتوب وکړي.

د راپورونو له مخې هند کرکټ بورډ د راتلونکې شنبې په ورځ خپلو کې ناسته کوي، تر څو ددې سیالیو د رسمي کوربتوب او نېټې په اړه پرېکړه وکړي.

خو د هند په کرکټ بورډ کې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلې، چې ددې سیالیو کوربتوب متحده عربي اماراتو ته د سیپټمبر میاشتې له ۱۵مې بیا د اکتوبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې ورکړل شوی، چې په دې تړاو یې رسمې پرېکړه هم د راتلونکې شنبې په ورځ کیږي.

 

تر ۲۹ سیالیو کولو وروسته د IPL جدول

 

۱ـ ډهلي کپیټلز؛ ۸ سیالۍ، ۶ یې ګټلې، ۱۲ نمرې لري.

۲ـ چینای سوپرکینګز؛ ۷ سیالۍ، ۵ یې ګټلې، ۱۰ نمرې لري.

۳ـ رویال چلینجرز بنګلور؛ ۷ سیالۍ، ۵ یې ګټلې، ۱۰ نمرې لري.

۴ـ ممبي انډینز؛ ۷ سیالۍ، ۴ یې ګټلې، ۸ نمرې لري.

۵ـ راجستان رویالز؛ ۷ سیالۍ، ۳ یې ګټلې، ۶ نمرې لري.

۶ـ پنجاب کینګز؛ ۸ سیالۍ، ۳ یې ګټلې، ۶ نمرې لري.

۷ـ کلکته نایټ رایډرز؛ ۷ سیالۍ، ۲ یې ګټلې، ۴ نمرې لري.

۸ـ سنرایزر حیدراباد؛ ۷ سیالۍ، ۱ یې ګټلې، ۲ نمرې لري.

 




وروستي مطالب