مارچ 4, 2021

د آی پي اېل کرکټ لیګ مهالوېش رامخکې کېدل او په افغان شپږیزه لیګ یې اغېز

یاران سپورټ

د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې، چې تر اوسه د ترسره کېدلو دقیقه نېټه نه وه معلومه، د جمعې پر ورځ یې ټاکلې نېټه په ډاګه شوه.
روان کال به د آی پي اېل دیارلسم پړاو د سپټمبر په ۱۹ مه نېټه پېل شي او د نومبر په ۸ مه نېټه به پای ته ورسېږي.
د هندوستان د سوداګریزو کرکټ لوبو مشر برېجېش پټېل د جمعې په ورځ وویل، چې د لوبو پرانیسته به د سپټمبر په ۱۹ مه نېټه وشي او پای به یې د نومبر ۸ مه وي.
پټېل په خبره لوبې په عربي متحده اماراتو کې ترسره شي.
د تېرې اونۍ په سر کې د هندوستان کرکټ بورډ مسولینو هم ویلي وو، چې د دیارلسم پړاو آی پي اېل لوبو کوربتوب دوبۍ کوي.
د نړیوال او اسیا شل اوریزو جامونو ځنډېدلو آی پي اېل ته لاره خلاصه کړه.
د هندوستان کرکټ بورډ ویلي وو، که سږ کال آی پي اېل ترسره نشي، نو ۴ سوه کروړه روپۍ دوی ته تاوان رسېږي.
اصلا د آی پي اېل لپاره د مارچ میاشت ۲۹ مه ټاکل شوې وه؛ خو دا چې د کرونا ویروس پراخه شو؛ نو د آې پي اېل لوبې یې د اپرېل ۱۵ مې ته وځنډولې له هغې وروسته بیا تر نامعلومې نېټې وځنډول شوې او بالاخره وروستیو کې د سپټمبر میاشت وروستی انتخاب و.
تېر کې د هندوستان کرکټ بورډ وویل، چې د هندوستان لیګ د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه پېلېږي؛ خو اوس یې بېرته ۱۹ مه نېټه وټاکله.
آی پي اېل کرکټ لیګ او په افغان شپږیزه لیګ یې اغېز
د افغانستان کرکټ بورډ په تېره اوونۍ کې اعلان وکړ، چې اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ به په کابل کې د سپټمبر په دیارلسمه نېټه پیل کړي او د سپټمبر تر ۲۵ مې نېټې به دوام وکړي.
خو اوس د آی پي اېل لوبو اووه ورځې رامخکې شوې او دا چاره د افغانستان په شپږیزه کرکټ لیګ پوره منفي اغېز غورځوي.
له یوې خوا د لوبو ننداره کوونکي کمېږي او خلک بیا نشي کولای چې د تلویزیون له لارې عېن وخت کې آی پي اېل او شپږیزه وګوري.
بل آی پي اېل خورا مشهورې لوبې دي او ډېری خلک یې ګوري.
د افغانستان درې تکړه لوبغاړي په آی پي اېل کې اخېستل شوي دي، دوی مجبور دي، چې شپږیزه پرېږدي او هندوستان ته د هندوستان سوداګریز لیګ لوبو لپاره لاړ شي.
محمد نبي د مِس عېنک لوبډلمشر دی، راشدخان د بند امیر لوبډلمشر دی او مجیب الرحمن هم غوره لوبغاړی دی، چې د دوی درې واړو په تګ سره به یې لوبډلې په شپږیزه کې کمزورې شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ