پنځه هغه لوبغاړي، چې د راتلونکي IPL مزه به ونه څکي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د سپورټس کيډا په نامه وېب پاڼې د شپږو هغو لوبغاړو نومونه ذکر کړي، چې راتلونکي دیارلسم پړاو آې پي ایل کې به ریلیز کېږي او نه به اخېستل کېږي.
یوسف پټان
یوسف پټان چې د حېدراباد لوبډلې سره د یو هېټر، فېنېشر او لوبې په بریا تماموونکي لوبغاړي په توګه اخېستل شوی، تر اوسه په روان ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې هیڅ مسئولانه رول نه دی ادا کړی او په منځنۍ برخه کې یې د توپ وهنې اړوند حېدراباد ته ستونزې جوړې کړي دي.
یوسف پټان په روان آې پي ایل کې په اته لوبو کې ۴۰ منډې کړي او لوړې منډې یې ۱۶ دي.
نوموړی له راشدخان څخه ۶ منډې مخکې دی، راشدخان بیا ۳۴ منډې کړي دي.

یوسف پټان د آر سي بي خلاف ۵۱ مه لوبه کې د شېمرن هېټمېر کېچ هم ډراپ کړ او علت یې دا شو، چې بنګلور حېدراباد ته ماته ورکړه.
یوسف پټان حېدراباد ته ستر تاوان واړاوه
نوموړي ځکه حېدراباد ته تاوان رسولی، چې د هېټر توپ وهونکي ځای یې نیولی، که د ده پر ځای بل ځواکمن هېټر اخېستل شوی وای، نو حېدراباد سږ کال دوهمه اتلولي هم ګټلی شوای، که راروان آې پي ایل کې حېدراباد؛ مکسویل او یا هم جاس بټلر واخلي کولای شي، چې ډېرې لوبډلې ماتې کړي.
نو د سپورټس کیډا وېب پاڼه وایي، ۲۰۲۰ کال آې پي ایل کې به یوسف پټان وانخېستل شي.
 روبېن اوتاپا

روبېن اوتاپا د کلکتې لوبډلې وېکټ ساتونکی، ځېنې وخت ون ډاون او ځېنې وخت اوپننګ ته راته؛ خو سږ کال یې په آې پي ایل کې چندانې خونده نشته، په ۱۲ لوبو کې یې د یو غوره لوبغاړي په توګه ذمه وارانه لوبه نه ده کړې، ده په ۱۲ لوبو کې ۲۸۲ منډې کړي، چې تېره ورځ د ده او رسل د ناسمې لوبې له امله کلکتې د ممبيي خلاف ماته وخوړه او له سیالیو بهر شوه.
وېب پاڼه وایي ۲۰۲۰ کال بولي کې به روبېن اوتاپا وانخېستل شي.
کارلوس برېتوېټ

کارلوس برېتوېټ چې ویسټ انډیزی الراونډر دی، بازار یې په آې پي ایل کې سوړ دی، مخکې حېدراباد سره لوبېده، خو حېدراباد سره هم ۲۰۱۸ کال کې اغېزناک نه و او ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې نوموړی ریلیز یا وانخېستل شو، په ده باندې کلکتې باور وکړ او وې یې پېره؛ خو هغوی سره یې هم چندانې ښه لوبه ونه کړه.
برېتوېټ دوه لوبو کې ۱۱ منډې کړي او کومه وېکټ یې نه ده اخېستې.
کیډا وېب پاڼه وایي راتلونکي کال ته به دا لوبغاړی هم نه اخېستل کېږي.
پېئش چاولا

پيئش چاولا هندوستانی لېګ برېک توپ اچوونکی دی، نوموړی د کلکتې لپاره لوبېږي، هغه په ۱۳ لوبو کې ۱۰ وېکټې اخېستي او ایکانومي ۴ کم ۹ ده.
دا به هم د ۲۰۲۰ کال آې پي ایل مزه ونه څکي.
پراسېد کرېشنا

پراسېد کرېشنا د هندوستان چټک ښي لاسی توپ اچوونکی دی، په ۱۱ لوبو کې یې ۴ وېکټې اخېستي او ایکانومي یې ۹ اعشاریه ۳۴ ده.
دی هم ناکام شو او ونه توانېده چې د کلکتې د مشرانو زوړونه وګټي.