هغه ۳۰ افغان لوبغاړي، چې د IPL بولي ته یې نوملیکنه کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په چینای ښار کې ترسره شي.
دې لیګ په یوې خبرپاڼه کې ویلې، چې بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې، چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي دي.
خبرپاڼه کې راغلې، چې د یادو ۱۰۹۷ لوبغاړو له ډلې اته ګډونوالې لوبډلې یوازې ۶۱ لوبغاړي اخیستلای شي.

د IPL په بولي کې افغان لوبغاړي

ددې لیګ بولي ته ۳۰ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې.
محمد شهزاد، ګلبدين نايب، حشمت الله شهيدي، حميد حسن، اصغر افغان، عظمت الله عمرزى، جاوېد احمدي، حضرت الله ځاځى، عبدالواسع نوري، يمين احمدزى، صديق الله اتل، سميع الله شينوارى، وقار سلامخېل، مجيب الرحمان، کريم جنت، دولت ځدراڼ، ضيا الرحمان، شفيق الله غفاري، عبدالرحمان رحماني، نور احمد لکڼوال، سيد احمد شېرزاد، شاپور ځدراڼ، حمزه هوتک، ظاهر خان پکتين، شرف الدين اشرف، رحمان الله ګربز، قېس احمد، نوين الحق، فضل حق فاروقي او نجيب الله ځدراڼ هغه دېرش افغان لوبغاړي دي، چې بولي ته به وړاندې شي.

د هغه بهرنيو لوبغاړو شمېر، چې د آی پي ایل لیګ بولي ته یې نوملیکنه کړې

۱- افغانستان، ۳۰ لوبغاړي.
۲- اسټرالیا، ۴۲ لوبغاړي.
۳- بنګله دېش، ۵ لوبغاړي.
۴- انګلستان، ۲۱ لوبغاړي.
۵- ایرلنډ، ۲ لوبغاړي.
۶- نیپال، ۸ لوبغاړي.
۷- ندرلینډ، ۱ لوبغاړی.
۸- نیوزیلنډ، ۲۹ لوبغاړي.
۹- سکاټلینډ، ۷ لوبغاړي.
۱۰- سویلي افریقا، ۳۸ لوبغاړي.
۱۱- سریلانکا، ۳۱ لوبغاړي.
۱۲- متحده عربي امارات، ۹ لوبغاړي.
۱۳- امریکا، ۲ لوبغاړي.
۱۴- ویسټ انډیز، ۵۶ لوبغاړي.
۱۵- زیمبابې، ۲ لوبغاړي.
دېرش افغان لوبغاړي به په داسي مهال بولي ته وړاندې شي، چې دوه افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان د تېر کال په څېر یوځلې بیا خپلې لوبډلې سنرایزر حیدراباد له ځان سره ساتلي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.