فبروري 28, 2021

ممکن راتلونکي IPL کې دوه نورې لوبډلې شاملې شي

لیکنه: بهار سمسور
د هند کریکټ کنټرول اداره (BCCI) پر دې غور کوي، چې راتلونکی ۲۰۲۰ کال هند غوره لیګ ای پي اېل د لوبډلو شمېر له ۸ څخه ۱۰ ته پورته کړي.
دا خبر وروسته له هغې مخ ته راځي چې تر دې مهاله هندي تجارتي کریکټ لیګ په نړیوالو لیګونو کې مخکښ یادیږي او کال تر بله د غوړیدو په حال کې دی.
تر دې وخته هند غوره لیګ ای پي اېل کې د اتو ښارونو لوبډلې، ډیلي کپیټل، ممبۍ انډینز،چنای سوپر کېنګز، رایل چیلېنجرز بنګلور، کلکته نایټ رایډرز، پنجاب ایلیون، راجستان رایلز او سنرایزرز حیدراباد لوبډلې لوبیږي.

هندي کریکټ بورډ خبر ورکړی، پوني وریرز انډیا او کاچي ټاسکر کیرالا نومي لوبډلې ممکن د دې پړاو نهمه او لسمه لوبډله ثبت شي.
د نړیوال جام پر ننداره بوخت، د کریکټ نړیوالې شورا د ناستې لپاره لندن ته تللی، د هندي بورډ اجرایه ریس راهل جاهري تائید کړې، چې د دوه نورو لوبډلو پر زیاتیدو فکر روان دی.
ویل کیږي، چې اداني ګروپ د احمداباد او ار پي جي سانجو جونکا ګروپ د پوني لپاره د سپانسر ټټر ډبولی او د ګډون کولو حق یې غوښتی.
د راپورونو له مخې ځینې نور لوی شرکتونه او کمپنۍ په دې هلو ځلو بوختي دي، تر څو له هندي بورډ سره هوکړې ته ورسیږي او نهمه، لسمه لوبډله واخلي.

اجرایه ریس جاهري ویلي”غوښتنې زیاتې دي،خو د دوی هدف دا دی؛چې څنګه کولی شي هند غوره لیګ تر دې لا قوي او منظم مخکې یوسي.
دوی یوازې د لوبډلو زیاتول نه غواړي،بلکې هڅه یې دا ده چې هم ښه ټورنمېنټ ولري او هم اقتصادي ګټه تر لاسه کړي.
وروسته له هغې چې د هند غوره لیګ دوه لوبډلو چنای سوپر کېنګز او راجستان رایلز په ۲۰۱۶ کال کې د ای پي اېل ادارې ته د ګډون پیسې اصول نه کړې او ځینو لوبغاړو باندې یې د مېچ فېکسېنګ پوري کړل شوي تورونه تر پلټنو وروسته ریښتیا ثابت شول، هندي بورډ پر دغه دواړو لوبډلو دوه کلن بندیز ولګاو، چې په ۲۰۱۶/۱۷ کلونو کې د چنای سوپر کېنګز او راجستان رایلز پر ځای ریسېنګ پوني او ګجرات لاینز لوبډلو په دغه دوه پړاونو کې ګډون وکړ.

اوس د دې امکان زیات دی چې ۲۰۲۰ کال کې ممکن د پوني او احمد اباد ښارونه په هند غوره لیګ کې د ګډون حق تر لاسه کړي،اما د لوبډلو لوبیدل یې ممکن په ۲۰۲۱ کال کې یقیني شي.

که هندی کریکټ بور ـــ هند غوره لیګ اداره د هندي تجارتي لیګ له لېنک سپانسر ټاټا ګروپ کمپنۍ سره تفاهم ته ورسیږي نو راتلونکي پړاو هند غوره لیګ کې به د اته لوبډلو پر ځای لس لوبډلې شاملې شي،چې لوبې به یې د اته کوربه لوبډلو د ښارونو پر ځای د لس واړه لوبډلو په کوربه توب تر سره شي، خو هند کریکټ بورډ تر اوسه د اړوند موضوع په اړه یوازې دومره ویلي چې د لوبډلو په زیاتولو باندې یوازې بحث شوی.

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ