د هند کرکټ بورډ: د انګلستان په کوربتوب د IPL سیالیو پر ترسره کېدو خبرې روانې دي

هندۍ ویبپاڼې«کرکیټ اډیکټور» راپور ورکړی، چې د هندوستان کرکټ بورډ غړي اوس د آی پي ایل لیګ د پاتې لوبو پر ترسره کېدو د انګلستان په کوربتوب بحث او خبري کوي.

له کله چې د هند لیګ د کورونا وبا له امله وځنډېد د نورو هیوادونو ترڅنګ انګلستان او سریلانکا هغه هیوادونه دي، چې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته یې ټټر وهلی.

کرکټ اډیکټور په خپل راپور کې د هند کرکټ بورډ د یوه چارواکي ارون دومال په حواله ویلې، د آی پي ایل لیګ خورا لوړ لیګ دی، چې په همدې موخه یې زیات شمېر هیوادونو د کوربتوب لپاره زړه ښه کړی.

ارون دومال زیاته کړه:

«موږ ټول اړخونه ګورو او وبه ګورو چي کومه نېټه او کوم ځای د هند آی پي ایل سیالیو د ترسره کېدو لپاره مناسب دي. موږ اوس د شل اوریزه نړیوال جام ترسره کېدو ته لومړیتوب ورکوو، تر څو یې د کال په وروستیو کې خامخا ترسره کړو. آی پي ایل لیګ خورا لوړ لیګ دی، نو په همدې موخه یې زیات شمېر هیوادونو د کوربتوب لپاره زړه ښه کړی. آی پي ایل لیګ ډېر مینوال لري او حتا د هند څخه بهر یې زیات شمېر خلګ لوبې ګوري.»

 

د هند IPL سیالیو څوارلسم پړاو

 

د هندوستان آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د هند په کوربتوب روان و، چې ۲۹ سیالۍ یې ترسره شوې او د مې میاشتې په دویمه نېټه کله چې د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور لوبه وه، د کلکتې دوه لوبغاړي په کورونا اختل شول، وروسته یاده لوبه وځنډول شوه.

تر یادي پيښي وروسته د یو شمېر نورو لوبډلو لوبغاړي او مالکان په کورونا اخته شول او ورسره جوخت د هند کرکټ بورډ د ټول ټورنمنټ د ځنډېدو پرېکړه وکړه.

د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سوراو کنګولي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، که چیري د هند آی پي ایل پاتې سیالۍ مو نکړې ترسره، نو د ۲۵۰۰ کروړه تاوان سره به مخ شو.

اوس ددې لیګ د پاتې لوبو پر ترسره کېدو خبرې روانې دي، چې هند، اماراتو او که یا هم سریلانکا کې ترسره شي.