یاران سپورټس
که څه هم د آی پي اېل کرکټ لیګ لپاره د مارچ میاشت ۲۹مه د پیل وخت ټاکل شوی و، خو دغه نېټه د اپرېل میاشت ته وروسته کړل شوه او وجه یې هم د کرونا نړیواله وژونکې وبا ده.
لا هم د آی پي اېل د ترسراوي په موخه شرطیه خبرې کېږي او دوې ورځې وړاندې د آی پي اېل د لوبډلو سپانسرانو او د هندوستان د کرکټ بورډ غړو ګډه ناسته کړې او د آی پي اېل لوبو د ترسراوي په تړاو یې غونډه کړې او نظرونه یې شریک کړي دي.
د دې غونډې په اوږدو کې خبرې شوي دي، چې آې پي ایل به ترسره کېږي او نندارهکوونکي کولای شي، چې لوبې ننداره کړي.
خو دا ټولې خبرې د یو شرط پر بنسټ شوي دي، د پنجاب لوبډلې مالک یا مالي ملاتړي نېس وادیا ویلي، چې د هندوستان حکومت، د کرکټ بورډ اداره او د آی پي اېل د بورډ غړي باید د یو صحتمند چاپېریال ډاډ ورکړي او بیا لوبې وشي.
سږ کال آی پي اېل کرکټ لیګ کې اته لوبډلې شاملې دي او تمه ده، چې د کرونا ویروس د تهدید د ختمېدلو په صورت کې یې دیارلسم پړاو ترسره شي.
آی پي اېل سیالۍ د نړۍ په کچه سترې سوداګریزې کرکټ لوبې بلل کېږي، چې د پیسو د لګښت، د نندارهکوونکو د جوش، د ټیکنالوژۍ او نورو برخو په لرلو سره یې له نورو کرکټ لیګونو میدان وړی دی.
خو دا لیګ هم د کرونا د وایروس ښکار شو او که تهدید لوړ وي، بیا ښایي ترسره هم نشي، خو د هندوستان د کرکټ بورډ غړو او د آی آپي اېل لیګ مالکانو هیله ښودلې، چې دا نړیواله وبا محوه شي او خلک لوبې وکړي.
د آې پي ایل مسوولین وایي د یوه ښه روغتیایي چاپېریال رامنځته کولو په خاطر یو مثبت او پرځای انتظار ته اړتیا ده.
که غواړئ چې پیاوړې حافظه ولرئ، له دې کړنو ځان وژغورئ
ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یوازې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، حال دا چې دا ستونزه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې نه لیدل کېږي؛ بلکې ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي