خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان پرېمرليګ مسولين وايي ددې ليګ په ترسره کېدو کې هيڅ شک نسته.
د هندوستان پرېمرليګ د حکومتي شورا مشر برجېش پټېل کريک انفو ته تائيد کړې چې سږکال IPL به ترسره کېږي.
پټيل ويلي چې موږ د اسياکپ او نړيوال جام په اړه د ترسره کېدو يا نه ترسره کېدو په اړه پرېکړو ته انتظار وو،دده په خبره دواړه جامونه سږکال نه ترسره کېږي نو ځکه د هندوستان پرېمرليګ د ترسره کېدلو په اړه کوم شک ندی پاته سوی.
نوموړي ويلي په هندوستان کې د کرونا وېروس مخ په زېاتېدو دی نو ځکه مو عربي امارات ددې ليګ د ترسره کولو لپاره ټاکلی دی.
دی وايي تر اوسه لا دقيق تاريخ ندی په ډاګه سوی چې کله به دا ليګ پيل سي خو د اګست د ۲۶ څخه بيا د نومبر تر ۷مې شايد دا ليګ ترسره سي،چې شپېته لوبي کېږي.
پټيل وايي دوبۍ،ابوظبۍ او شارجه لوبغالي ددې ليګ د ترسره کېدو کوربتوب کوي ،پداسې حال کې چي مينوال به يوازي لوبې د تلويزيون له لارې وګوري.
دا به دويم ځل وي چې IPL په عربي اماراتو کې ترسره کېږي،په ۲۰۱۴ز کې کله چې د هندوستان عمومي ټاکني ترسره کېدلې ددې ليګ لومړنۍ شل لوبې په دوبۍ،ابوظبي او شارجه کې ترسره سوې.