تر دې دمه د IPL غوره یوولس کسیزه لوبډله؛ یو افغان هم پکې شته

د هندوستان آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د هند په کوربتوب د اتو لوبډلو ترمنځ روان و، چې تر ۲۹ لوبو کولو وروسته یې نورې پاتې ۳۱ سیالۍ د کورونا له امله وځنډول شوې.

ایسفاین کریک انفو تر یادو ۲۹ سیالیو کولو وروسته د آی پي ایل غوره یوولس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې پکښي افغان لوبغاړی راشدخان ارمان هم شتون لري.

 

د ایسفاین کریک انفو له نظره تر دې دمه د IPL غوره یوولس کسیزه لوبډله

 

شکر دوان، پریتیشوا، معین علي، سنجې سېمسون، اي بي ډیویلرز، کیرون پولارډ، رویندرا جدیجا، راشدخان، جسپریت بومرا، راهول چهار او اُوېش خان.

 

 

د یادو یوولس لوبغاړو کارګردګي

 

۱ـ شکرداوان؛ ۳۸۰ منډې.

۲ـ پریتیشوا؛ ۳۰۸ منډې.

۳ـ ۲۰۶ منډې او ۵ ویکټې.

۴ـ ۲۷۷ منډې، چې پکې یوه سلیزه شامله ده.

۵ـ اي بي ډیویلرز ۲۰۷ منډې.

۶ـ کیرون پولارډ؛ ۱۶۸ منډې او ۳ ویکټې.

۷ـ رویندرا جدیجا ۱۳۱ منډې او ۶ ویکټې.

۸ـ راشدخان؛ ۱۰ ویکټې.

۹ـ راهول چاهار ۱۱ ویکټې.

۱۰ـ اُوېش خان ۱۴ ویکټې.

 




وروستي مطالب