Advertisements
ساینس او ټیکنالوژي له نړۍ

د کورونا وایرس له امله د ایفون په خرڅلاو کې بې ساری کمی راغلی

لیکنه: مهر تاج

د کورونا وایرس له امله د “ایپل ایفونز” په خرڅلاو کې هم بې ساری کمښت راغلی دی.

د “رایټر ” راپور له مخې ایپل کمپنۍ د فیبرورۍ په میاشت کې خپل تر ټولو لوی مارکیټ یوازې په چین کې ۴ لکه ۹۴ زره ایفونز موبایلونه پلورلي، چې د تیر کال په پرتله ۶۱ سلنه کم دي.

دا مارکیټ هغه مهال ډېر بدتر شو کله چې د چین د معلوماتو ارتباطي ټکنالوژۍ اکاډيمۍ په وینا ایپل کمپنی په ۲۰۲۰ کې له ۲۰لکه څخه ډېر سمارټ موبایلونه په چین کې وپلورل.

د کورونا وایرس له امله د ” اینډرائیډ” موبایلونو په خرڅلاو کې هم کمښت راغلی دی؛  د ۲۰۲۰ فیبروری په میاشت کې یې شمېر یوازې تر ۵۸ لکه و، چې په ۲۰۱۹ کال یې یو کروړ ۲۷ لکه څخه ډېر موبایلونه پلورلي وو.

په مجموعي ډول چین کې د فیبروري په میاشت کې د ۶۳لکه څخه ډېر موبایلونه پلورل شوي ؤ، چې تیر کال په همدې میاشت کې د پلورل شویو موبایلونو شمېر یو کروړ۴۰ لکه و، په حقیقت کې د فیبروری میاشتي د سمارټ موبایلونو د پلور شمېر د  ۲۰۱۲ کال وروسته په لومړي ځل کم شوی دی، چې د چین د معلوماتو او ارتباطي ټکنالوژۍ اکاډيمي د خرڅلاو  شمېر هم روان و.

په پایله کې د سمارټ موبایلونو د پلور دا بې ساری کمښت د کورونا وایرس له وبا سره مستقیماً اړیکه لري، د فیبرورۍ په میاشت کې د “ایپل ” کمپنۍ تر څنګ د نورو بیلابیلو کمپنیو پلورنځي هم بند و، چې په پيېرونکو کې یې هم کمښت راغلی دی.

په فیبروري کې “ایپل ” کمپني پخپله دا اوازه خپره کړه چې د کورونا وایرس له امله په تولید او پلور کې راغلی کمښت، امکان لري چې زمونږ عاید باندې  په راتلونکي دریو میاشتو کې منفي اغیز ولري.

له دې څرګنده شوه چې د ايپل کمپنی تر ډېره ایفون موبایلونه په چین کې تولیدېږي، چې ډېر پیرودونکي هم هماغلته لري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: