ساینس او ټیکنالوژي

ایفون، له الوتکې تر را غورځېدو وروسته هم روغ پاتې شو

ژباړه: عایشه حیدري

يو ایفون ۶اس موبایل په داسې حال کې چې د الوتکې له کړکۍ څخه بهر وغورځید په حیرانونکې بڼې روغ پاتې شو او کمرې یې له الوتکې څخه تر ځمکې پورې له ټول بهیر څخه فلم اخیستی دی.

د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د کابو فريو په ساحل کې چې د برازیل په ریوډي جنېرو کې واقع دی، یو ایفون ۶اس هغه مهال د خپل څښتن له لاسه وغورځید چې الوتکه د الوت په حال کې وه.

دغه پېښه هغه مهال وشوه چې د ګاليوتو په نامه یوه مستند جوړونکي غوښتل، د کابو فريو له ساحل څخه چې ریوډي جنېرو ته نږدې پروت دی، یو مستند جوړ کړي. نوموړي د الوتکې له کړکۍ بهر په خپل یوه لاس کې ایفون ۶اس نیولی و او غوښتل یې چې د شاوخوا چاپېريال عکسونه واخلي، د باد یوه تېزه څپه راغله او موبایل یې له لاسه وغورځېد.

دغه مستند جوړونکی وايي چې هغه ګومان کاوه چې خپل ایفون یې د تل لپاره له لاسه ورکړ؛ خو کله یې چې Find My Phone اپلیکیشن ته ولاړ نو دې ته یې پام شو چې موبایل یې لا تراوسه روښانه دی او د ساحل منځ کې په يوه ګوښه ځای کې غورځېدلی دی. وروسته بیا هغه ځای ته ولاړ چې اپلیکیشن ورته ښوده او هلته یې خپل ایفون سم او روغ وموند.

که څه هم د ګاليوتو ۶اس ایفون له ډېرې لوړې ارتفاع څخه راولیدلی و خو ډېر لږ ګرېدلی وو او د موبایل د نورو برخو ساتونکی یواځې د دستګاه د سلیکان پوښ او د موبایل د سکرین ساتونکی و. د نوموړي مستند جوړونکي په وينا، دا داسې يوه پېښه ده که چاته یې کیسه وکړې باور به ونه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ایفون موبایل له الوتکې څخه بهر غورځېږي او وروسته له لوېدو روغ پاتې کېږي. کلونه وړاندې هم راپور ورکړل شوی و چې د یوه انځور اخیستونکي له لاسه چې د ایسلنډ د سويل په لوړه کې د پرواز په حال کې وو، ایفون موبایل وغورځېد. چې هغه هم ایفون ۶اس وو. د یاد موبایل څښتن هم وروسته له ۱۳ورځو په دې بريالی شو چې خپل موبایل بېرته ترلاسه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ