اپریل 14, 2021

ایفون ۱۳ به د انډرايډ مبایلونو ته ورته ځانګړنې ولري

Advertisements

د اپل ځیرک موبایلونو نوی تولید به د ۲۰۲۱ کال په مني کې بازار ته وړاندې شي.

د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، ایفون ۱۳ به يو نوی ماډل ولري. دغه نوی ماډل به یې د منځنۍ حافظې ترابایټ سره بازار ته وړاندې شي.

د ایفون ۱۲ لپاره تر ټولو لویه حافظه ۵۱۲ ګیګابایټ ده، خو داسې ښکاري چې دا موضوع په ایفون ۱۳ کې توپیر کوي او د مبایلونو دغه ماډل به یوازې يو ترابایټ (زر ګیګابایټ) حافظه ولري. د يادونې وړ ده چې د موبایلونو دغه ماډل به د حافظې له پلوه ځينو نورو مبایلونو ته ورته وي.

اپل ISO 13 تیاره Theme او ځينې نورې نوې ځانګړنې د بېلګې په ډول غوره فعالیت، نوی کیبورډ، په Reminder کې ځينې توپیرونه، د اپل مېل (برېښنالیک)، یادښت، د سفاري پرمختللې بڼه، او د ایپېډ لپاره د موس او کیبورډ اسانتیا او په ځانګړي ډول د خوندیتوب په برخه کې به بدلونونه او نوي پرمختګونه ولري.

په ISO کې يوه نوې ځانګړنه زیاته شوې، چې د موبایل کاروونکي له لوري د موبایل د چارجولو وختونه حافظې ته سپاري، دغه چاره د ایفون عمر ډېروي. د اپل يوه بله ځانګړنه چې کاروونکي یې له ډېرې مودې د بدلون غوښتنه کوي د غږ د کچې د بدلون نښه ده، ځکه وړاندې تر دې به کله چې د اپل کاروونکي د ويډيو د ليدلو په حال کې وو او د غږ په کچه کې به یې توپیر راوسته، دغه غږ نښه به په ځورونکې بڼه د موبایل پر پرده راتله.

خو په ISO 13 کې د غږ د کچې نښه کوچنۍ شوې ده او د غږ د کچې له بدلون وروسته د یوې وړې کرښې په ډول د سکرین په يوه ګوښه ځای کې لیدل کېږي.

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ