مارچ 3, 2021

انضمام الحق وایي، ټېنډولکر باید استعفا نه وای کړې

د پاکستان پخواني کرکټ لوبغاړي او د سترې حوصلې خاوند توپ‌وهونکي انضمام الحق په نړۍ کې د غوره هندي کرکټ لوبغاړي ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې نړۍ د داسې کرکټ لوبغاړي انتظار باسي چې د سچېن ټېنډولکر د غره په څېر منډو ریکارډ مات کړي.
سچېن ټېنډولکر په ۱۹۸۹م کې د هندوستان لپاره کرکټ پیل کړ او تر ۲۰۱۳م پورې ولوبېد.
نوموړي ۲۴ کاله کرکټ وکړ او په دغه عمر کې یې خورا ښه کرکټ وکړ، چې د سلو سلیزو پاچا لقب یې خپل کړ.
د انضمام الحق په خبره چې سچېن ټېنډولکر له ماشومتوبه تر ځوانۍ او ان تر تقاعده یې زبردست کرکټ وکړ.
ټېنډولکر په ۲۴ کلن کرکټ کې ۳۴ زره ۳۵۷ منډې کړي، چې ۶۶۴ لوبې یې کړې، هغه ۲ سوه ټېسټ لوبې کړې او ۴۶۳ یې یو ورځنۍ لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي.
له ده وروسته سېنګاکارا ۲۸ زره او ۱۶ منډ‌ې کړې دي.
انضمام الحق وایي، “ټېنډولکر د کرکټ لپاره زېږېدلی و، هغه تل په کرکټ باور درلود، ټېنډولکر د کرکټ او کرکټ د ټېنډولکر لپاره جوړ و، انضمام وویل زه په بشپړه توګه د ټېنډولکر په اړه خبره کوم.”
انضمام زیاته کړې، چې زه ټېنډولکر ته له هغه وخته حیران یم، کله چې هغه ۱۶ یا ۱۷ کلن و.
د پاکستاني پخواني لوبغاړي په وینا، ټېنډولکر په اړه به ډېری خلک اندېښمن وو، چې خامخا به زیاتې منډې کوي او څنګه به سوځېږي.
انضمام الحق هم د سچېن ټېنډولکر د وخت غوره لوبغاړی و، چې د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشري یې هم کړې ده او د خپل وخت یو له غوره توپ‌وهونکو بلل کېږي.
انظمام الحق او د هغه ورور مصباح الحق دواړه د نړۍ په کچه د کرکټ په لوبغاړو کې د سترې حوصلې لوبغاړي بلل کېدل او په خورا حوصله یې لوبه کوله.
انضمام د ټېنډولکر په هکله زیاته کړې ده، چې هغه باید د عمر تر پایه کرکټ نه وای پرېښی او اوس هم غوره توپ‌وهنه کولای او نړۍ په خپله لوبه حیرانولای شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي