اپریل 19, 2021

له راشدخانه ۲۵ پوښتنې، او ځوابونه یې

د کرېک اېنفو وېب پاڼې له راشدخان سره ویډیویي مرکه کړې ده، چې په دې مرکه کې له هغه څخه پوښتنې شوي دي او نوموړي یې ځوابونه ورکړي دي.

د کرېک اېنفو پوښتنې

لومړۍ پوښتنه؛ که چېري ته وغواړې چې له کرکټ پرته د یوې بلې لوبې له لوبغاړي سره ملاقات یا لیده وکړې؛ هغه به څوک وي؟

راشدخان؛ هغه به د فوټبال مخکښ ستوری کرېسټیانو رونالډو وي.

یعنې کرېسټیانو رونالډو د راشدخان د خوښې لوبغاړی.

دویمه پوښتنه؛ هغه کوم غوره توپ اچوونکی دی، چې ته ورسره مخ شوی یې؟

ځواب؛ سونېل نرېن

درېیمه پوښتنه، کله چې لوبه نه کوې؛ نو خپل وخت په څه تېروې؟

ځواب؛ هیڅ هم نه کوم او خپله خونه یا کوټه کې استراحت کوم.

څلورمه پوښتنه؛ د ډګر ساتنې لپاره ستاسې خوښې موقیعت کوم یو دی؟

ځواب؛ مېډ ان او مېډ اف برخه کې هم ښه ډګر ساتنه کوم.

پنځمه پوښتنه؛ که چېري ته یو لوبغاړی نه وای، ته به څه وای؟

ځواب؛ زه به یو ډاکټر وای.

شپږمه پوښتنه؛ که چېري ته له کرکټ پرته بله لوبه کې جایزه ترلاسه کولای هغه به کومه لوبه وای؟

ځواب؛ فوټبال، یعنې له کرکټ وروسته یې د فوټبال لوبه ډېره خوښېږي.

اوومه پوښتنه؛ کوم یو ریکارډ جوړولو سره ډېره مینه لرې؟

ځواب؛ چټکې نیمه سلیزې سره.

اتمه پوښتنه؛ کوم هېواد کې غواړئ، چې د رخصتۍ وخت تېر کړئ؟

ځواب؛ که چېري زه غواړم چې د رخصتۍ وخت په یو بل هېواد کې تېر کړم، هغه به د مالدیف هېواد وي.

نهمه پوښتنه؛ د کرکټ په تاریخ کې مو کوم لوبغاړي ته توپ اچونه خوښېږي؟

ځواب؛ سچین ټېنډولکر ته.

لسمه پوښتنه؛ مخکې له دې چې ډګر ساتنې ته ښکته شې، ذهن کې دې ګډوډي یا مخشوشوالی وي؟

ځواب؛ نه

یوولسمه پوښتنه؛ د کرکټ په تاریخ کې مو له کومې لوبې ډېر خوند اخیستی؟

ځواب؛ په ۲۰۰۶ کې د افریقا او اسټرالیا ترمنځ لوبه چې افریقا د اسټرالیا ۴۳۴ منډې هدف پوره کړی و.

دولسمه پوښتنه؛ هغه کوم لوبډلمشر دی، چې ته ورسره لوبېدل غواړې؟

ځواب؛ اصغر افغان

دیارلسمه پوښتنه؛ هغه کومه لوبه وي، چې نړیوال جام کې ستا لپاره یوه خاطره وي؟

ځواب؛ د پاکستان او هند لوبه هر وخت لپاره یوه خاطره وي.

څوارلسمه پوښتنه؛ که چېري ته یو فلم جوړوي؛ نو د دغه فلم عمده لوبغاړی به څوک وي؟

ځواب؛ امیرخان به د فلم هیرو وي.

پنځلسمه پوښتنه؛ هغه کومه سندره چې ستا ذهن کې وي؟

ځواب؛ بې پناه پیار هی اجا.

شپاړسمه پوښتنه؛ کوم یو اپ زیات کاروې؟

ځواب؛ واټس اپ.

اوولسمه پوښتنه؛ هغه کوم خوراک دی، چې ته به یې په پاتې ژوند کې ډېر خورې؟

ځواب؛ وریته کړې غوښه.

اتلسمه پوښتنه؛ د یو ورځنیو لوبو غوره کارکرده ګي دې کومه یوه ده؟

ځواب؛ د ۱۸ منډو ورکولو سره د ویسټ انډیز اووه وېکټې غورځول.

نولسمه پوښتنه؛ د کوم یو کرکټر پر وړاندې غواړې، چې توپ وهنه کړې؟

ځواب؛ د هر لوبغاړي پر وړاندې کولای شم، لوبه وکړم.

شلمه پوښتنه؛ ستاسو په لوبډله کې ډېر ټوکمار څوک دی؟

ځواب؛ شهزاد محمدي.

یوویشتمه پوښتنه؛ په نړۍ کې درې خطرناک بالران څوک دي؟

ځواب؛ رباډا، مجیب الرحمن، جسپرېت بومرا او بونېشور کومار.

دوه ویشتمه پوښتنه؛ کومه فلمي لوبغاړې دې، د خوښې وړ ده؟

ځواب؛ انوشکا شرما.

درویشتمه پوښتنه؛ د افغان لوبډلې له کوم لوبغاړي سره نه غواړې، چې په طیاره کې کېنې یا ورسره سفر وکړې؟

ځواب؛ هر یو سره تګ کوم او مینه ورسره لرم.

څلورویشتمه پوښتنه؛ کوم یو توپ وهونکي ته له توپ اچونې خوند اخلې؟

ځواب؛ هر یو لوبغاړي ته له توپ اچونې خوند اخلم.

پنځه ویشتمه پوښتنه؛ که چېري یو بل هېواد درته د لوبېدو دعوت درکړي، وبه لوبېږې؟

ځواب، نه هېڅکله نه، زه افغانستان سره مینه لرم او د دې هېواد لپاره لوبېږم.