سپورټ کرکټ مخکښان

رحمن الله ګربز: دا ارمان لرم چې زما په شتون کې افغان لوبډله نړيوال جام وګټي!

خبريال: صابر حميدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز د یاران ویبپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلې، کرکټ کې یې ټول ارمانونه پوره شوي، خو یو ارمان یې دا پاتې، چې ملې لوبډله یې په شتون کې اسیا جام او یا هم نړیوال جام وګټي.

رحمن الله ګربز زموږ سره په یاده مرکه کې جالیبې څرګندونې کړې:

یاران: پخیر راسئ ګربز صیب! لومړی د شخصي ژوند په اړه معلومات راکړئ، چیري پيدا شوي یاست او اوس څو کلن یاست؟

ګربز: زه د خوست ولایت په ګربز ولسوالۍ کې پيدای شوی یم او ۱۸ کلن یم.

یاران: زده کړې مو څومره کړې دي؟

ګربز: زده کړې مې تر ۱۲م صنف پورې کړې دې او که وخت پيدا شو هڅه کوم لوړې زده کړې هم وکړم.

یاران: تاسو ټول وختونه په تمرینونو او لوبو بوخت یاست، نو څنګه به لوړو زده کړو ته وخت پيداکړی؟

ګربز: ډېره هڅه کوم، ځکه دا زما یو ارمان دی، چې د کرکټ ترڅنګ لوړې زده کړې هم وکړم، که څه هم موږ ټول وختونه په تمرینونو او لوبو بوخت یو، خو که وخت پيدا شو نو هتمن د کرکټ ترڅنګ پوهنتون وایم.

یاران: دلې دننه افغانستان کې لوړې زده کړې کوې او که یا هم بهر کې پلان لرې؟

ګربز: نه نه ان شاءالله پلان لرم، چې دلې کابل کې پوهنتون ووایم.

یاران: څه وخت مو په نا رسمي ډول کرکټ ته مخه کړه؟

ګربز: زه ډېر ماشوم وم د فوټبال لوبه مې کوله او په دې لوبه کې ګولکیپر وم. په ۲۰۱۴م کې مو د افغان کرکټ ملې لوبډلې لوبې پر ټلویزیون ولیدلې، نو له همغه وخته یې مینوال شوم. له هغه وروسته موږ په کلي او کوڅو کې ټینس پيل کړ. زه په همدې ټینس کې ډېر تکړه وم او خپلو دوو وروڼو زیات هڅولم، چې ته ډېر تکړه یې او کولای یې شي. بلاخره په ۲۰۱۴م کې د ۱۶ کلنو ملې لوبډلې سره قطر ته ولاړم او له هغه وروسته مې رسمې کرکټ پيل شو.

یاران: تاسو یادونه وکړه، چې زه مخکې فوټبالر وم او فوټبال مې کاوه، نو څه وجه وه، چې کرکټ ته دې مخه کړه؟

ګربز: زه فوټبال کې ګولکیپر وم او په ډېر شوق سره به مې ګولکيپري کوله، بیا چې کله ما د افغانستان لوبې پر ټلویزیون ولیدلې او کله به مو بیا په راډیو کې اورېدلې، نو زه د ملې لوبډلې د څو لوبغاړو څخه ډېر زیات متاثره شومه لکه: نوروز منګل، حمیدحسن، اصغر افغان، کریم صادق او نورو لوبغاړو څخه.

زه هغه وخت ماشوم وم او وروسته زما سره دا یو خواهش پیدا شو، چې زه هم باید په راتلونکې کې یو لوبغاړی شم او د افغانستان لپاره په کرکټ کې خدمت وکړم، نو هغه ورځ وه، چې ما فوټبال پرېښود او کرکټ ته مې مخه کړه او الحمد الله هغه مقام ته اوس ورسېدلم.

یاران: څومره خوشحاله یاست، چې دا هیله مو پوره شوه؟

ګربز: کله چې یو انسان خپل ارمان ته ورسیږي، نو ډېر خوشحاله وي، نو زه هم ډېر خوشحاله یم او الحمدالله افتخار کوم، چي د افغانستان لپاره د کرکټ له لاري خدمت کوم.

یاران: رسمي کرکټ ته څه واخت راغلې؟

ګربز: ما داخلې کرکټ یعني په کلو کې دومره ندی کړی او زه له دوو دریو میاشتو وروسته سم دستي رسمي کرکټ راغلی یم. لومړنی رسمي سفر مې ۱۶ کلنو سره قطر ته وو او هلته هغه سیالیو کې، چې ۶ ټیمونه وه زه پکې غوره ویکیټ ساتونکی راغلم. تر ۱۹ کلنو مخکې الف لوبډلې ته راغلم، نو رسمې کرکټ مې د ۲۰۱۴م څخه پيل شو.

یاران: د بریا راز دي څه دی، چا وهڅولې او څنګه دې ملې لوبډلې ته په دې کم عمر کې لاره پيداکړه؟

ګربز: بلکل د یو چا له هڅولو پرته د یو چا پرمختګ ناشونی دی، نو زه مشر ورور افسر ولي او له هغه وروسته مې بل ورور محمد قدیر ډېر هڅولې یم. خو اصلن خبره دا ده، چې د بریالیتوب راز مې په دې کي دی، چې زه خپله شخصن ډېره خواري کاږمه.

یاران: په ملې لوبډله کې اوس تاسو ځوان لوبغاړي یاست،

درته ډېر لاره لا پاتې ده راتلونکې کې به څنګه ولوبیږی؟

ګربز: الحمد الله تر اوسه خو ښه روان یم، هر لوبغاړی په پیل کې ډېر تر پریشر لاندي وي، ځکه لوبه یې په میلیونونه کسان ګوري، خو زه هغسې نه یم او په پوره لوړ مراسم سره لوبه کوم. په همدې خاطر به زه راتلوکې کې هم ان شاءالله له پریشره پرته ښه ولوبیږم، پوره هڅه به کوم او د هیوادوالو د دعاګانو په برکت سره به د هیواد لپاره نور هم زیات خدمت کوم او ښې لوبې به کومه.

یاران: دا چې تاسو د ډیویلرز مینوال یاست او کټ مټ د هغه په ډول توپوهنه کوي، آیا د ډیویلرز ځای ته به ځان ورسوي؟

ګربز: ډیویلرز یوازي ما له کوچنیوالي کتو او د هغه کوم انداز چې ده هغه مې خوښیده، خو نور کرکټ ټول یو ډول دی او هڅه کوم د زیاتو تمرینونو په مټ له ډیویلرز څخه هم ځان ښه کړم. زه داسې نه شم ویلای چې ځان د اي بي ډیویلرز په ډول جوړ کړم، خو زه باید په خپل نوم کرکټ وکړم او زه باید داسې کرکټ وکړم، چې وروسته زما نه څوک متاثره شي، لکه زه چې د ډیویلرز نه متاثره یم.

یاران: رابه سو افغان لوبډلې او افغان لوبغاړو ته؛ په افغان لوبغاړو کې د چا مینوال یاست؟

ګربز: په شروع کې چې زه کله په کرکټ پوه شوم د نوروز منګل ډېر مینوال وم، د نوروز منګل بیټینګ او د نوروز منګل اخلاق مې ډېر خوښېده. خو اوس مې ټول لوبغاړي خوښيږي او ټول لوبغاړي مې انډیوالان دي، نبي مې خوښيږي او راباندي ګران هم دی او همداسې راشد مي هم خوښيږي او هم راباندي ګران دی، ځکه دوی کرکټ ته ډېر خدمت کړی او خدمت ته په کتو یې له دوی څخه ډېر متاثره یم.

یاران: په افغان لوبډله کې د چا له توپ اچونې وېرېږې؟

ګربز: نه نه زه د هیچا له توپ اچونې څخه نه بیریږم که څه هم دا یوه لویه خبره ده، خو یو وخت مې د تیز توپ اچونکې فرید ملک سره لږ ستونزه لرله خو اوس هغه هم لرې شوې. اوس شکر له هیڅ توپ اچونکې سره ستونزه نلرمه، خو په کرکټ کې اوټ کېدل شته او هر توپ اچونکی اوټ کېدل کوي. زه داسي معلومه وېره له چا څخه نلرمه چې ایا دا پلانی بالر دی او دا پلانی بالر دی، چې ما به اوټ کړي. نه شکر دا ویره مې زړه کې نشته او نه به هم ان شاء الله راشي.

یاران: دا چې افغان لوبډله اسیا کپ او نړیوال جام په مخکې لري، نو افغان لوبډله څنګه پکې ارزوی او ستاسو په اند څنګه به ولوبیږي؟

ګربز: تاسو ته بهتره معلومه ده، چې زموږ ټیم ان شاء الله ښه دی، بس ستاسو د تشویق او دعاګانو په برکت به زموږ ټیم ډېرې ښې لوبې وکړې، پوره توقع او پوره هیله شته چې تر پاینل ولاړ شو.

یاران: ایا د اسیا کپ او نړیوال جام د ګټلو هیله لرې؟

ګربز: هر څوک چې ټورنمنټ ته ځې نو د هغه د ګټلو هیله لري، زه هم دا هیله لرم، چې اسیا جام او یا هم نړیوال جام وګټو.

یاران: د بهرنیو لیګونو په اړه معلومات راکړی، چې تر اوسه کومو بهرنیو لیګونو کې لوبېدلې یاست؟

ګربز: زما اته یا نهه میاشت کیږي، چې ملې لوبډلې ته راغلی یم، شکر الحمد الله په دې کې دننه ما د بنګله دېش لیګ هم وکړ، خپل افغانی لیګ اې پي ایل مي هم وکړ او سي پي ایل ته هم اوس اخیستل شوی یم د هیوادوالو د دعاګانو له برکته. ان شاء الله امید شته، چې د افغانستان ترڅنګ په نورو لیګونو کې هم ولوبیږم او د افغانستان بیرغ په هر ځای کې ورپوم.

یاران: دا چې تاسو آی پي ایل کې تراوسه نه یاست اخیستل شوي، څومره دې لیګ ته لیواله یاست؟

ګربز: بلې تاسو ته بهتره معلومه ده، چې آی پي ایل لیګ ډېر یو لوی لیګ دی، خو ما دا پرېشر په ځان ندی منلی، چې زه دي په آی پي ایل کې ضرور واخیستل شم او یا هم ولې وانه خیستل شوم، خو زه خپله ښې لوبې کوم او ان شاء الله هرڅوک به مې لیواله شي، چې ټیم ته مې واخلې. هر څوک دا هیله لري، چي په لویو لیګونو کې واخیستل شي، تر څو د لویو لویو لوبغاړو سره څنګ په څنګ لوبې وکړې، خو وخت ته به ګورو او زموږ لومړی کوښښ به دا وې چې د افغانستان لپاره ښې لوبې وکړو او وروسته به بیا لیګونو سره ګورو.

یاران: آی پي ایل لیګ کې مو کومه لوبډله خوښه ده، چې تاسو واخلي؟

ګربز: ما مخکې هم وویل، چې زه ډېره لیوالتیا دومره نلرمه، خو که داسې خبره وي، نو د ایم ایس ډوني سره په یوه ټیم کې شم نو ښه خبره به وي.

یاران: په لوبغالو کې د نندارچیانو نه شتون، ایا کرکیټ به د پخوا په ډول خوند ولري؟

ګربز: هاهاها نه نه کرکټ به هیڅ د پخوا په ډول خوند ونلري، ځکه چي مینوال نه یې، تشویق نه یې، نو کرکټ به هیڅ مزه ونلري. کرکټ په مینوالو ښایسته ښکاري، خو الله ج دي وکړې، چې دا ناروغې ختمه شي او کرکټ بیرته د پخوا حالت ته راشي.

یاران: ښاغلی ګربز په کرکټ کې دي لا څه ارمانونه پاتې دي؟

ګربز: د الله ج نه ډېر راضي یم، الحمد الله دا یوه ارمان مې وو، چې د خپل ځورېدلی ولس لپاره ولوبېږمه او د کرکټ له لاري ځورېدلې ولس ته خدمت وکړم، نور داسي خاص ارمان نلرم، خو یو دا ارمان می پاتې دی، چې ملې لوبډله زما په شتون کې اسیا جام او نړیوال جام وګټي.

یاران: کرکټ کې ډیرې لوړې او ژورې راځې ستاسو ترخې او خوږې شېبې په کښي کومې دي؟

ګربز: په کرکټ کې خو ډېري خوږې او ترخې راځې، کرکټ ډېر یو سخت کار دی، خوشحالۍ پکې زیاتې کمې دي او خفګانونه بیا پکې زیات دي. کله چې ۲۰۱۸م کې زموږ نړیوال جام وو د ۱۹ کلنو، موږ چې سیمي پاینل اسټرالیا ته وبایله نو خدای شته موږ ډېر زیات مایوسه وو او ډېر زیات خفه وو، نو هغه ورځ زما لپاره په کرکټ کې ډېره ترخه خاطره وه، ځکه چې موږ یو ارمان وو، یو نړیوال جام د افغانستان لپاره وګټو.

یاران: ژړلې خو به مو نه وې؟

ګربز: هاهاها احساسات دي نه کنټرولیږي، انسان دی خاماخا به ژاړي، ځکه د یوه هیواد نمایندګې چې کوې او دومره خلګ تاته انتظار وي، نو خاماخا هلته احساسات نه کنټرولیږي، کیدای شي ژړلې مو وي.

یاران: واده مو کړی؟

ګربز: نه نه واده مې ندی کړی.

یاران: کوزده مو کړې؟

ګربز: هاهاها بلې هو شکر کوزده مو کړې ده.

یاران: خپل په خوښه مو کوزده کړې؟

ګربز: کوزده خو داسې کیږي، چې هم د کورنۍ خوښه وي او هم زما خوښه وي، نو هغوی زموږ خپلوان دي، ښه او عزت داره خلګ دي، نو زما او د کورنۍ دواړو خوښه وه.

یاران: واده څه وخت کوې؟

ګربز: هاهاها داسې ژر خو واده نه کوم، یوه دوه درې کاله وروسته واده کوم.

یاران: وروستیو کې څه پيغام لرې؟

ګربز: دا پيغام لرم، چې کرکټ کې ګټل او بایلل راځې، نو تاسي دواړو حالتونو کې راسره ودریږئ او بد رد موږ ته مه وایاست، زموږ سره ترڅنګ ودرېږئ تر څو موږ لا ښه پرمختګ وکړو او بل دا چې ټول هیوادوال دي په خپلو ماشومانو زده کړې وکړي، تر څو دې زورېدلې ولس ته خدمت وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ