ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

ژوند؛ په افغانستان کې ارواپوهنې ته نوې کتنه – د کتاب له لیکوال سره مرکه

ارواپوهنه هغه علم دی، چې نن سبا یې په نړۍ کې خورا بدلونونه راوستلي دي، د ډېرو انسانانو پوهه، فکر او ژوند یې ور بدل کړی او د بېلابېلو ټولنو وګړو ته یې د ژوند تګلاره ښودلې ده، خو په افغانستان کې ارواپوهنه په کوم لور روانه ده؟

له بده مرغه باید وویل شي، چې په افغانستان کې ارواپوهان نشته او هغوی چې شته ویده دي او یا په دې برخه کې کار نه کوي.

همدارنګه هغه کسان چې په بهرنیو هېوادونو کې روزل شوي د افغانستان له کلتور او خلکو سره بلد نه دي یا په بله ژبه ارواپوهنه یې دلته نه چلیږي.

څو کاله کېده چې بېلابېلې پوښتنې مې په ذهن کې را ګرځېدې له همدې امله ورته ځورېدم چې له نیکه مرغه مې په یوه کتاب سترګې ولګېدې، هو ملګرو په (ژوند) مې سترګې ولګېدې.

ژوند د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې د څانګې استاد پوهنمل شرف الدین عظیمي لیکلی، د دې کتاب په لیدلو مې استاد عظیمي ته ورپام شو دقیقاْ هغه څوک چې په افغانستان کې ارواپوهنې ته کار کوي او خدای شته چې خورا زیار یې اېستلی ما یې په یوه ورکشاپ کې ګډون کړی وو چې د ارواپوهنې برخه کې د استاد ۱۱۳۷ ورکشاپ وو چې په تېره یوه لسیزه کې یې کابل او ولایتونو کې جوړ کړي وو.

استاد دا هر څه په یوازې ځان او پرته له دې، چې کومه موسسه یا خپله دولت یې مرسته وکړي، تر سره کړي هغه جومات ته ځي، ښونځي ته ځي، پوهنتون ته ځي، کله د برچي د معرفت په مکتب کې سمینار لري او کله هم د پل چرخي د کوچیانو لیسه کې.

ښاغلی استاد په ریښتیا پوهېږي چې افغانان څنګه سره وتړي او څنګه د وروڼو په څېر اوسېدل او خپله شپه او ورځ تېرول ورته وښیي دا هغه څه دی چې د افغانستان یوه مشر او عالم هم نه دي کړي او ښکاره خبره ده چې اوسمهال داسې هڅو ته سخته اړتیا لیدل کیږي.

خپلې خبرې په دې رالنډوم چې څه موده وړاندې د استاد د ارواپوهنې هغه مشورتي مرکز ته ورغلې وم چې استاد یې خپل تمویلوي او هره ورځ پکې لسګونه خویندې او وروڼه اروایي مشورې تر لاسه کوي کوم چې له کورنيو ربړو او اروایي ستونزو کړيږي. دلته مو له استاد سره د (ژوند) په اړوند خبرې اترې کړي هغه کتاب چې په یوه اونۍ کې ۲۰۰۰ ټوکه وپلورل شو او اوس یې د دویم چاپ چارې روانې دي.

پوپلزۍ: استاد ویل کیږي، چې ۱۰۰۰ ټوکه کتابونه مو په یوه اونۍ کې تمام شول د ښار په کتابتونونو کې هم ځای ځای پاتي دي او نور له تاسو سره هم نشته؟
استاد عظیمي: نه دوه ټوکه پاته وو چې یو مو تاسو او یو مو هم د آزادۍ راډیو خبریال ته ډالۍ کړ خو نور په ریښتیا هم شتون نلري.

پوپلزۍ: استاد په کتاب کې مو څه وو، چې د خلکو دومره خوښ شو؟

استاد عظیمي: زه به نو د خپل کتاب په اړوند څه لافې ووهم، خو فکر کوم چې ډېرې خبرې یې نوې، افغانۍ(وطني)، د کلتور اړوند، ساده، رڼې، علمي، عملي، تندې، بربڼډې، عمومي، په بېلابېلو بڼو او داسې خبرې وې چې خلکو ډېره مینه ورسره وښوده او موږ اړ یو چې دا کتاب بیاځلي چاپ او نشر کړو همدارنګه په دویم ټوک یې هم فکر کوو او نورې ټولنیزې ستونزې هم په کې رانغاړو.

پوپلزۍ: استاد تاسو ولې په یوازې ځان دا ټول کارونه کوئ، نور اروپوهان چیرته دي؟

استاد عظیمي: زه اوس یوازې نه یم، تر یوه وخته یوازې وم خو اوس په دفتر کې ډېری خویندې او وروڼه په کار راسره بوخت دي، چې ډېر ژر به یې ښې او اغېزمنې چارې او فعالیتونه ووینئ او د ویاړ تر څنګ به یې خیر زما په پرتله ډېر خپلو هېوادوالو ته ورسېږي زه په دې هڅه کې یم چې د اروايي ناروغیو په بېلابېلو برخو کې ځانګړي کسان وروزم تر څو د افغانستان ارواپوهنه تخصصي او لا اغېزمنه شي.

پوپلزۍ: استاد تاسو کتاب هم لیکئ، درملنه هم کوئ او تدریس هم؟

استاد عظیمي: هو دا کار د نړۍ ټول ارواپوهان کوي او له ارواپوه باید همدا تمه ولرو، خو اصله خبره دا ده چې ارواپوهنه له یوې ټولنې تر بلې ټولنې توپیر کوي او موږ یې اړ کړي یو، چې، ډېر او له افغاني کلتور سره سم کارونه وکړو.

پوپلزۍ: استاد آیا دا کتاب په دوو ژبو لیکل شوی دی؟

استاد عظیمي: هو ما وړاندې هم دا خبره وکړه چې ستونزه افغانۍ ده، زه یو افغان ارواپوه یم او د ټول هېواد وروڼو قومونو او قبیلو ته کار کوم زه په دې باور یم، چې زما د هیواد د وګړي لپاره انګلیسي، روسي او ایراني ارواپوهنه په درد نه خوري او اجازه راکړئ داسې ووایم چې ډېره په درد نه خوري، نو اړ شوم، چې په دواړو ژبو خلک افغاني ژوند ته راوبولم او د دې ستوزې په شتون کې دا ساده نه وه چې زه دې په یوه ژبه کتاب ولیکم له همدې امله مې په دوه ژبو چاپ او خپور کړ.

پوپلزۍ: استاد د کتاب په چاپولو کې چا مرسته درسره وکړه، پيسې مو له کومه کړې؟

استاد عظیمي: کتاب APC ، یانې زما د اروايي خدمتونو مرکز چاپ کړ، APC هغه مرکز دی چې هره اونۍ سمینارونه پکې جوړیږي او همدارنګه د اروایي کډوډیو د درملنې برخه کې کار کوي، کومې پيسې چې په څو میاشتو کې د دفتر له اداري چارو، کرایې، مالیې او بريښنا لګښتونو راپاتې وې، د پښتو کتاب لپاره مو ځانګړې کړې خو د دري کتاب لپاره ۸۰٪ سلنه پیسې کمې شوې چې له نېکه مرغه په امریکا کې یوې مېشتې افغان خور مرسته راسره وکړه او دواړه کتابونه مو چاپ کړل.

پوپلزۍ: استاد دواړه کتابونه په دوو ژبو له زرو ډېر مخونه، دا د یوه بوخت استاد لپاره آسانه ندي، نور چا مرسته درسره وکړه؟

استاد عظیمي: د کتاب لیکل څه چې لوستل یې هم په اوسنیو شرایطو کې سخت شوي، خو یوه خبره باید له تاسو سره شریکه کړم، چې دا کتاب په یوه شپه او څو شپو کې نه دی لیکل شوی، دا کتاب د تېرو لسو کلونو خواري ده او دا دومره وخت د کتاب په لیکلو کې ما سره زما خویندو، ورور او همکارانو خورا مرسته وکړه چې زه به یې تل منندوی یم او دوی ته د ژوند په چارو کې د لا بریالیتوبونو او نیکمرغۍ غوښتونکی یم.

پوپلزۍ: استاد په کتاب کې دننه په کومو موضوعګانو ډېر بحث شوی.

استاد عظیمي: ژوند د پینځو بېلو خو یو بل سره اړوندو موضوعګانو لرونکی دی چې په پینځو څپرکو کې ځای پرځای شوی دی کوم څه چې په دې کتاب کې یې لولئ په ارواپوهنه کې زموږ د یوې لسیزې څېړنو، تجروبو، لوستنو، کار او فعالیت څخه استازیتوب کوي لومړی څپرکی کوژدې او واده، دویم څپرکی مو ګډ ژوند، درېیم څپرکی مو د جنسي اړیکو په اړوند پوهاوي، څلورم څپرکی مو کورني ژوند او پاتې وروستی او پينځم څپرکی مو د ماشومانو د سالمې روزنې او ودې لارو چارو ته ځانګړی کړی دی.

پوپلزۍ: په لومړي څپرکي کې مو د واده او کوژدې په اړوند کومو مواردو ته اشاره کړې؟

استاد عظیمي: په لومړي څپرکي کې په داسې موضوعاګانو بحث شوی چې زموږ هېواد کې ډېر لږ تمرکز پرې کیږي او زرګونه ودونه له پېژندنې، خبر او د واده معیارونو ته له پاملرنې پرته کیږي موږ پر واده او عمر، بلوغ، همږیو، کورنۍپيژندلو، مینې او وابستګۍ، اروايي او جسمي روغتیا، په واده کې پر شخصیت پيژندنې، کلتوري ارزښتونو او ورته نور ګټورو او اغېزمنو مسایلو باندې بحث کړی او زه په دې باور یم چې که موږ لومړی څپرکی په غور سره ولولو او عملي یې کړو د یوې بریالۍ کوژدې سره سره به د یوه سالم کورني ژوند څيښتن هم شو.

پوپلزۍ: تاسې وویل چې په دویم څپرکي کې مو د ګډ ژوند په اړوند بحثونه کړي له ګډ ژوند څخه مو موخه څه دی؟

استاد عظیمي: له ګډ ژوند څخه مې موخه د مېرمنې او خاوند شخصي ژوند او اړیکې دي او پر دې څپرکي کې په ډېر غور سره ګډ ژوند کې په مینه، مسوولیتونو، غوږ نیونه، زړه خواله، درک کولو، بښلو، پيژندلو، مرستې، ونډې، کار، رازونو، مهارتونو او ورته نورو مسایلو بحث شوی زه باور لرم چې دا څپرکی به موږ ته یو انساني، خوږ او مینه ناک ژوند وښایي، نور به له یوې ځورېدلې ټولنې په امن شو، په کورنیو کې به خوشحاله او بریالي یو او له ډېرو ستونزو او ناخوالو به مو هم مخنیوی کړی وي، ځکه ډېری جوړې ددې مسلې لۀ اصلي مانا سره بلدې نه دي او همدا ناپوهۍ د جوړو تر مینځ د بېلابېلو ستونزو لامل ګرځېدلي دي.

پوپلزۍ: تاسې په درېیم څپرکي کې د جنسي ژوند په اړوند بحث کړی، دا چاره لږ سخته نه وه او بل دا چې دا خو یو علمي او اړین بحث دی، ولې لیکل او خبرې کول پرې دومره بد ګڼل کېږي؟

استاد عظیمي: د دې ستونزې په اړوند ما په کتاب کې هم اشاره کړې او باید ووایم چې، په پښتو ادبیاتو کې دا خبرې یوازې خوشحال بابا لږ په زړورتوب کړي، یا به ښایي زما مطالعه کمه وي. خو زه فکر کوم چې څو ځانګړي لاملونه لري، دا چې تر دې وړاندې د جنسي کړنو په اړه څه نه دي لیکل شوي، په ماشومتوب کې مو د جنسیت مسئله جدي نیولې، خلکو ته په دې اړه خبرې کول شرم ښکاري، د ناخبرۍ پر منفي او ناوړه اغېزو ډېر نه یو خبر، خلک په دې اړه له خبرو کولو وېریږي او یو ډول ډار لري، آن د ښونځي او پوهنتون په نصاب کې هم ځای نه لري، پټ مسایل معمولاً د خلکو تر منفي قضاوت لاندې راځي او یوه خبره هم دا ده چې، موږ د جنسي پوهې پر ارزښت سم نه پوهېږو، له همدې امله دا خبرې وخت ناوخت له مخالفتونو سره مخ کیږي، زه فکر کوم چې دا یو منفي ذهنیت ګرځېدلی چې تر دې مهاله عام شوی ندی او باید عام شي تر څو ستونزې حل او مخنیوی یې وکړي.
ډېری کسان جنسي مسایلو ته د جنسي ژوند په سترګه نه ګوري، زه فکر کوم خلک له دې وېریږي چې بد اخلاق ورته ونه ویل شي چې دا خبره بیخي ناسمه او باید د علم او کلتور تر سیوري لاندې خبرې او بحث پرې وشي.

پوپلزۍ: تاسو وویل چې د ښونځي او پوهنتون نصاب کې ځای نه لري، نو بیا تاسې څنګه ورته پام شو او ولې مو په دې کار لاس پورې کړ؟

استاد عظیمي: ما تاسې ته وړاندې ېویل چې یوه لسیزه مو په دې کتاب کار کړی په دې یوه لسیزه کیږي چې له کومو ستونزو سره مخ شوم دلیل یې یوازې او یوازې په جنسی ناخبرۍ، ناپوهۍ او جهالت کې راته مالوم شو او کله چې موږ له خپلو مراجعانو سره په دې برخه کې مرستې او مشورې وکړې د ډېرو هغو اړیکې، جسمي ستونزې، خپګانونه، ناهیلۍ او داسې ډېرې نورې ستونزې حل شوې هغه مهال مې وپتیله چې یوه ورځ به هرومرو په دې برخه کې د خلکو مرستې ته رادانګم دا دی نن مې دا ریسک په ځان ومانه، زه په دې باور یم چې دا چاره به د ډېرو، بد اخلاقیو، فحشاوو، جنسي بېلاریو، خیانتونو، ناوړه اړیکو، جنسي ناروغیو او داسې نورو ستونزو مخه ونیسي او دې ټولنې به ما همدا حق درلود او لري یې.

پوپلزۍ: استاد پښتانه به ستاسو هلې ځلې هېرې نه کړي، خدای مو تل راته ژوندي لره زه فکر کوم، چې دا کتاب باید لا ډېر چاپ شي او د دولت او موسسو په کچه تر لرې کلیو او سیمو ورورسیږي. اوس به راشو دې ته چې څلورم څپرکي کې تمرکز په څه دی؟

استاد عظیمي: کورنۍ، د انسان روزنې او انساني ژوند لومړنۍ زانګو ده او دا چې څنګه کولی شو یوه روغه کورنۍ ولرو، هغه مسله ده چې په نننۍ نړۍ کې په یوه کړکېچ اووښتې ده چې په دې څپرکي کې یې په اړوند ټینګ او بنسټیز بحث شوی دی او تاسې خپله هم پوهېږئ چې نن سبا د تاوتریخوالي خبرې ډېرې کیږي، زه فکر کوم کومه د حل لار چې دولت او موسسې ورته لټوي ډېره ګټوره نه ده زما په اند دا کتاب په دې اړوند ډېر بسټیز او ژور کار دی او زه هیله لرم، چې د دې ستونزې لپاره یوه د حل لاره شي او د افغان کورنیو دننه ژوند خوږ او شرین کړي.

پوپلزۍ: تاسو په سر کې د ماشومانو د روزنې په اړوند هم اشاره کړې وه اول خو اجازه راکړی، چې له یاران سره د ماشومانو په اړوند ستاسو له مرکو کولو مننه وکړم او دویم راته ووایست چې د ماشومانو په روزنه کې مو کوم مسایل راخیستي او هغه مسایل به له خلکو سره څه مرسته وکړي؟

استاد عظیمي: ماشوم د افغان ولس هغه محرومه او معصومه څېره ده، چې له بده مرغه د هیچا هم پام ورته نشته، زه فکر کوم چې دا بې غوري به مو په داسې ټغر کېنوي چې بیا به یې راټولول او کنټرولول راته آسانه نه وي، زه د افغان غمیزې لویه جرړه د ماشومانو په ناسمه روزنه کې وینم، په دې برخه کې باید ژورې څېړنې پوره پام او غور وشي او په دې اړوند علمي ګامونه واخیستل شي، ځکه چې را روانه پيړۍ او نوې نړۍ له موږ څخه اوسني انسانان نه غواړي او موږ مجبور یو، چې ځان ورسره سم کړو کنه بیا بیاځلي به مو تر پښو لاندې کړي او باج به یې بیا بیا ځلي ورکوو. ما په دې څپرکي کې تر خپله حده کوښښ کړی تر څو ټولو هغو پوښتنو ته چې افغان کورنۍ ورسره مخامخ دي ځواب ووایم او تر خپلې وسې کار وکړم په دې هیله چې دا څپرکی په غور ولوستل شي او عمل پرې وشي.

پوپلزۍ: استاد په کتاب کې ډېرې خبرې وي چې زما هم پام نه وو ورته شوی تاسو په دې اړوند څه وایی؟

استاد عظیمي: که ریښتیا راباندې وایې له بده مرغه چې دا کتاب زما دی او ډېر څه نشم پرې ویلی، خو که دا کتاب د کوم بل ارواپوه او په همدې بڼه لیکل شوی وای ما به یې ډېر صفت کړی وو او ډېرې خبرې او ښېګڼې به مې ترې راویستلې وې زه فکر کوم دا خبره لا تر اوسه په افغاني کلتور کې نه ده ځای شوې چې سړی د خپل کار صفت وکړي او دا خپله یوه اروایي او ټولنیزه ستونزه ده، چې زما لاسونه یې هم راتړلي.

پوپلزۍ: زه تاسې سره همغږې یم، استاد باید یادونه وکړم چې کتاب مې ډېر خوښ شو اوس که دا راته ووایئ چې په کوم بل کتاب هم فکر یا کار کوئ؟

استاد عظیمي: بلې موږ په افغانستان کې ارواپوهنې ته خورا اړتیا لرو، زه فکر کوم چې په دې کتاب به بسیا مناسبه نه وي او باید ووایم چې د کتاب دویم ټوک باندې کار کوو تر څو د ژوند نورې ډېرې تتې خواوې هم په کې راواخلو او روښانه یې کړو.

پوپلزۍ: استاد له خلکو مو غوښتنه څه ده او یا ووایم چې کوم پيغام لرئ؟

استاد عظیمي: له خلکو مې هیله دا ده، چې په ټوله کې کتاب ولولي او خلکو سره یې هم شریک کړي، که کوم چا په (ژوند) کتاب کومه تبصره یا نیوکه لرله له موږ سره دې شریکه کړي موږ به یې په راتلکونکو چاپونو کې په پام کې ونیسو.

پوپلزۍ: استاد یوه نړۍ مننه په ریښتیا چې ډېر وخت مو راکړ، خدای مو تل بریالی لره.

استاد عظیمي: هیله کوم له زحمتونو او کړنو مو مننه په دې هیله یم چې تل بریالي اوسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.