Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

ولې ماشومان جنگ خوښوي – له یوه ارواپوه سره د صدیقې پوپلزۍ مرکه

ماشومان ډېر ځله جنګ خوښوي، ځکه خو د آرمۍ پر ځای پخپلو کې سره جګړه کوي یا نور ماشومان بې علته وهي. دا او دېته ورته ستونزې نن له استاد شرف الدین عظیمي سره په مرکه کې راسپړو، هیله ده تر پایه یې راسره ولولئ.

پوپلزۍ: استاد په سر کې که د ماشومانو د جنګ خوښونې په اړه معلومات راکړئ؟

استاد عظیمي: موږ هغه وخت یوه ماشوم ته «جنګیرک» ویلی شو چې له کچې ډېر په نورو ماشومانو پورې ونښلي یا په ورځ کې دوه یا درې ځلې جنګ وکړي. دا چې ماشوم په اونۍ یا میاشت کې یو ځل جنګ کوي، عادي مسئله او ستونزه نه بلل کېږي، ځکه ماشومان کله ناکله د جنګ د مانا نه درک کولو له امله په جګړه لاس پورې کوي.

پوپلزۍ: استاد که راته ووایئ چې ولې تر لویانو ماشومان جګړې کولو ته ډېر لېواله وي؟

استاد عظیمي: دا چې ماشومتوب د انساني ژوند یو حساس پړاو دی، نو په دې پړاو کې د ماشوم د درک او پېژندنې وړتیا هم تر لویو کسانو ډېره کمه وي، د ماشومتوب ډېری جګړې د ناپوهۍ او لږ درک له امله دي، ماشوم د جګړې پر معنا نه پوهېږي، ځکه جګړه کوي، هغه ته نه دي ویل شوي چې جګړه بدې پایلې لري ماشومان د خپلو عملونو پر پایلو د نه پوهېدلو له امله جګړې ته مخه کوي.

دویم لامل یې دا دی چې مور و پلار خپله جنګ کوي او ماشومان چې څه ګوري هغه له کوره بهر پلي کوي، که په کور کې جنګ وي، جنګ زده کوي او که خوښي او خندا وي، آرامي او هوساینه.

درېیم لامل یې په ناوړه او چټل چاپېریال کې اوسېدل دي. په هغو ټولنو کې، چې د جرم او جنایت کچه لوړه وي، ماشومان یې هم هماغسې کړنې زده کوي او جګړو ته مخ اړوي.

پوپلزۍ: ښه، ډېر ښه. خو پوښتنه دلته ده چې آیا دا چارې دوی ته زیان اړوي که نه؟

استاد عظیمي: له جنګ سره لېوالتیا یا جګړه خوښول په راتلونکي کې د جګړې کولو پیلامه ده، ځکه که ماشوم همداسې عادت شي په راتلونکي کې یې دا عادت په روږدتیا اوړي او بیا یې مخه نیول هم اسانه نه دي، ځکه هرڅومره چې د ماشوم عمر لوړېږي، هغومره یې کړنې او تمې هم ورسره لوړېږي، ماشوم له وړو جګړو پیل کوي او د لویو شخړو په لور پرمختګ کوي او لویو لویو جګړو ته لاس اچوي. بل زیان یې دا دی چې هر ماشوم له جنګه وروسته د پېښمانۍ او ګناه احساس کوي دا احساسات راټولېږي او پر یوه وخت پر ژور خپګان او نورو اروایي ستونزو اوړي.

پوپلزۍ: استاد آیا د دوی دا عادت به په لویوالي کې هم پاتې شي؟

استاد عظیمي: لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره وکړه، ماشومان چې کوم شیان زده کوي هغه یې د شخصیت برخه ګرځي، نو هرکله چې ماشوم له کوچنیوالي څخه جنګ زده کړي، پرې عادت کېږي، ورسته روږدتیا رامنځته کېږي او په وروستیو کې چې کله ماشوم د بدلون د اغېز کولو له پړاو څخه تېر شي، دا یې د شخصیت د یوې برخې په توګه پر کرکټر کې ځای پرځای کېږي او بیا وروسته کوم څه پرې اغېز نه شي کولی. ماشومان له ۰ – ۷ کلنۍ بدلون کوي له ۷ – ۱۲ لږ بدلون او ډېر اغېر مني، له ۱۲ – ۱۸ کلنۍ اغېز مني او له دې وروسته نه بدلون او نه اغېز منلی شي.

پوپلزۍ: ښاغلی استاد په دوی کې د دې عادت نښې هم شته او که نه؟

استاد عظیمي: هغه ماشومان چې جنګ کوي یا ورته له کچې ډېر لېواله وي، ډېر ځله په ناحقه او وړو مسایلو په نورو پسې نښلي او جګړه پیلوي؛ تل لومړی دوی جګړه پیلوي؛ تل په غوسه وي؛ په ورځ کې دوه یا درې جنګه کوي؛ د جنګ ملامتیا هېڅ نه مني؛ تل دروغ وایي او کوښښ کوي په خپلو دروغو نورو ته خپله بېګناهي ثابته کړي او تل په نورو ماشومان نیوکې کوي.

پوپلزۍ: استاد که دا راته ووایئ چې ټول ماشومان همداسې دي که دا ځانګړنې په ځینو ماشومانو کې شته؟

استاد عظیمي: له وړاندې مو دې ته اشاره وکړه چې ډېری ماشومان په عادي ډول له جنګ سره لېوالتیا لري، خو که دا لېوالتیا یې له کچۍ ډېره شي، پر ګډوډۍ اوړي او د ماشوم پر ورځنیو چارو او ټولنیز ژوند منفي اغېزه کوي، مثلاً ښایي ماشوم له ډېری ماشومانو سره اړیکې له لاسه ورکړي او په وروستیو کې ګوښه‌والی غوره کړي.

پوپلزۍ: استاد دا چې ماشومان له جګړې سره لېوالتیا لري، لامل به یې څه وي؟

استاد عظیمي: دا چې ولې ماشومان جګړه خوښوي، ګڼ لاملونه شته. لومړی لامل یې بې مینې او په جګړو کې ښکېلې کورنۍ دي. ماشومان په کور کې له جنګ جګړو سره لېوالتیا پیدا کوي. دویم لامل یې پر اروایي – مغزي ګډ وډیو د ماشوم اخته کېدل دي. هغه ماشومان چې ADHD یا ډېر فعالیت او لږې پاملرنې ناروغي لري، د جګړې کولو لپاره ښه چمتوالی لري. درېیم لامل یې په کور او ښوونځیو کې د مسوولو کسانو ناوړه چلند او وهل ډبول دي. او څلوم لامل یې ماشوم داسې ناروغه کړنو ته هڅول دي.

پوپلزۍ: ښه استاد که دا وپوښتم چې دا چاره به کومې بدې پایلې ولري؟

استاد عظیمي: بدبختانه په ټولنه کې د ډېری ناوړه چارو لامل همدا دی، لکه غلا، وېره اچونه، لوټماري، روږدتیا، چاقو وهل، ډله‌ییزې وژنې، تښتونې او نورې ناوړه چارې د همدې ستونزې احتمالي پایلې ګڼل کېږي.

پوپلزۍ: استاد د دې ستونزې حللاره څه ده؟

استاد عظیمي: که چېرې ماشوم په ناعادي ډول داسې لېوالتیا ولري، نو په لومړیو کې باید ورسره په دې اړوند خبرې وکړو؛ غوښتنې یې پوره کړو؛ له نورو سره یې اړیکې بیا ورغوو؛ د بښنې مهارت ور زده کړو؛ ویې هڅوو چې بښنه وغواړي، خو که له دې سره سره بیا هم بریالي نه شوو، نو ماشوم باید ارواپوه ته ور ولو چې له مسلکي لارو دا ستونزه حل او فصل شي.

پوپلزۍ: استاد که ماشوم له جګړه‌ییزو کړنو لرې کړو، ستونزه به یې حل شي؟

استاد عظیمي: هو، خو نورو لاملونو ته هم باید پام وشي، ځکه ښایي پر دې سربېره نور لاملونه هم ولري چې که پر وخت له منځه یووړل شي مثبته پایله به ورکړي.

پوپلزۍ: استاد په وروستیو کې که را ته ووایئ چې څنګه د دې چارې مخنیوی وکړو؟

استاد عظیمي: که چېرې کورنۍ د خپلو اولادونو تعلیم او تربیې ته پوره پام وکړي؛ په کور کې له جنګ جګړو لاس واخیستل شي؛ په کور او مکتب کې د ماشوم وهل بند شي؛ له ماشومانو سره د بد چلند پر ځای مینه او محبت وشي او له بېځایه فشارونو، نیوکو او پرتلو څخه ډ ډه وشي، نو تر ډېره به مو له دې ستونزې مخنیوی کړی وي.

پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مو راکړ.

استاد عظیمي: هیله کوم مننه له تاسو چې زموږ غږ تر نورو رسوئ، چې په ټولنه کې د دغو ناخوالو مخنیوی وشي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: