ټولنیز ژوند ساینس او ټیکنالوژي له نړۍ

انټرنیټ او نوې نړۍ؛ ګټي او زیانونه

ژباړه: نوراحمد فضلي

موږ ټول په ورځني ژوند کښي د انټرنیټ له ګټو خبر یوو. خو له بلي خوا څخه دې انټرنیټ مو په شخصي او کورني ژوند، فرهنګ، اړیکو او ټولنیزو تعاملاتو کښي یو لړ منفي تاثیرات هم راوستلي دي.

مثلاً:
اړیکي:
انټرنیټ مو د دوستانو او حتا په کاري چاپېریال کښي د همکارانو سره د تعامل او اړیکو ډول بدل کړی دی. د بېلګي په ډول: مخکي به مو د خپلو احساساتو د بیان له پاره په قهقهه سره خندل خو اوس یې پر ځای د انګلېسي درې توري (Lol) کاروو او د خوشحالۍ احساسات یا خندا مو ډیجيټلي شریکوو.

له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی

چټکتیا:
اطلاعاتو او ارتباطاتو ته چټک او آسان لاسرسي مو توقعات او معیارونه لوړ کړي دي. په دې ډول چي د زیاتي چټکتیا سره په اموخته کېدو سره، کرار کرار مو په شخصیت کښي د عجلې یا تلوار فرهنګ غوړيږي، داسي چي احصایيو ښودلې ده – که چېري پر ليکه ویډیو په لومړیو ۲ ثانیو کښي ښکاره نه سي، ډېری خلک همغه صفحه پرېږدي.

همدارنګه دې آسانه لاسرسي مو د ځواب ورکولو وخت د تحمل سطحه راکمه کړې ده، داسي چي ډېری کسان که ژر ځواب ترلاسه نکړي، ناراحته کېږي یا حتا په ځینو موکو کښي د دوئ د اندېښنې او عصبانیت سبب کېږي.

دوستي:
انټرنیټ مو د دوستۍ ډول هم تغیر کړی دی. تېر یې حال ته راوړی او تېري پېښي یې داسي ثبت کړي دي چي په حال کښي هم ډېری کسان لکه څنګه چي اړتیا وي ځواب ویونکي اوسي. حقیقي او مجازي دوستان یې داسي سره تثبیت کړي دي چي له پېښو او شخصي ژونده یې لېری والی او ایسته کول تقریباً غیر ممکن سوي دي.

سيالي:
د شاوخوا کسانو عکسونو ته آسانه لاسرسی د زیاتي مقایسې او سیالۍ سبب سوی دی. سره له دې چي پوهېږو- عکسونه يوازي د ژوند خوشحاله شېبې ثبتوي او د هغوی واقعي ژوند او ربړي نه انځوروي، مګر په لاشعوري توګه ځانونه د نورو سره مقایسه کوو او د نورو پر ژوند باندي په تمرکز کولو سره د خپل ژوند له واقعیت څخه واټن نیسو او د وخت په تېرېدو سره ځانو او دوستانو ته مو ناهیلي ورکوو او خپل سکون له لاسه ورکوو.

توانايي:
انټرنيټ د خلکو افکار او ږغ ته توانايي ورکړې ده. خلک د خپلو عکسونو او ویډیوګانو په شریکولو سره توانېدلي دي چي پر خپله څېره نقاب وغوړوي؛ داسي څېره جوړه کړي چي د دوی له ذات او اصلیت سره تفاوت لري. همدارنګه د کاذبو شغلونو په رامنځ ته کېدو سره لکه پلورونکی، مشاور، بدن جوړوونکی او… ددې شاهدان پاته سوي یوو چي تر ډېره نه کوم اعتبار، مدرک، جواز او کافي تجربه لري مګر د دنیا په ګوټ ګوټ کښي ډېر ملاتړي او دوستان لري.

یو بل تعریف:
نو راځئ چي د دوستۍ تعریف هم بدل کړو چي د دوستۍ دنیاګۍ هم اوس څه بل رنګ ده، د خپل در په دېوال ګاونډي له حاله ناخبره خو د دنیا په بل کونج کښي د هغه ځای له غریبانو خبر یوو. په مجازي نړۍ کښي زموږ تفرېح او آستوګنه د حقیقي دوستانو له فزیکي حضوره پرته محدود سوي دي.

د نړۍ له حاله خبرېدل هم بدل سوي دي. نن ورځ یوازي د مشهورو کسانو له ژونده په خبرېدو پسي نه ځو، بلکي د هغو کسانو شخصي ژوند چي په هر رقم مشهوره سوي دي یا ئې د خلکو په دماغونو کښي جالبه مجازي کرېکټرونه رامنځ ته کړي دي؛ هم زموږ له پاره په زړه پوري دي او هومره په دې بې ګټو او بېهوده پېښو او جریانونو کښي ژور تللي یوو چي د خپل ژوند ستونزي او ربړي مو هېري کړي دي او د ځان او ژوند ارزښت مو د نورو له طرفه په يوه لایک یا کمینټ کښي وينو.

سفر:
سفر هم خپله معنا تغیر کړې ده. داخلي سفرونه اوس سفر نه شمېرل کېږي ولي چي د ملګرو د شریک سوو عکسونو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کښي د انسټاګرام کاروونکو په مقابل کښي، اوس له تاریخي کندهاره لیدنه یا د هیواد شمال او نورو ښارونو ته تلل نه تر سترګو کېږي.

خلک اوس ددې پر ځای چي له خپل سفره خوند واخلي، تمرکز یې پر عکسونو او بیا په مجازي نړۍ کښي د هغو په شریکولو دی. اوس د دوستانو او ملګرو سره له نزدې والي خوندونه په مجازي نړۍ کښي د دوستانو سره د عکسونو په شریکولو او ورڅخه خوند اخیستلو ته لېږدول سوي دي، هرڅو که حقیقت هم نلري.

واده:
انټرنیټ سره له دې چي خلکو ته یې لاسرسی آسانه کړی دی د افرادو ترمنځ یې د معرفي کېدو شرایط چمتو کړي دي مګر، انتخاب یې ستونزمن کړی دی او د زیاتو و ډېرو انتخابونو د شتون په وجه یې تصمیم نیول ستونزمن کړي دي.

د تُندو او چټکو احساسي اړیکو رامنځ ته کېدل، کاذبي، موقتي او سطحي میني د واده جریان او ارزښتونه متغییر کړي او د ګډ ژوند اړیکو د متزلزل کېدو سبب سوي دي. زموږ په دې نوې نړۍ کښي انسان اوسېدل، مينه، باور، درنښت، مهرباني، صبر او تېرېدنه چي د ګډ ژوند او اړیکو اصلي آرونه دي پيکه سوي دي.

حتا د متمدن کېدو سره سره چي انټرنیټ په هغه کښي زیات رول لري، غیرمتجانس ودونه له ټولنیز، فرهنګي، مالي، مذهبي او تحصیلي اړخه زیات سوي دي چي کېدلای سي د ناموفق کېدو او حتا ګډ ژوند جلا کېدو له پاره دلایل اوسي.

د ښکلا جراحي:
د NewMediaTrendWatch د راپورس پر اساس په ټوله نړۍ کښي تر یو میلیارد ډېر کسان له ټولنیزو شبکو کار اخلي چي له دوئ ځني نیمی یې په ورځ کښي تر یوه وار زیات استعمالوي. متخصصین وايي چي ددې شبکو دومره محبوبیت نه یوازي د ماشومانو روزني په ډول کښي اغېز کړی دی بلکي تر دې چي د جراحي عملیاتو د ډېرېدو سبب هم سوی دئ او تر ټولو د حیرانتیا ځای دا دی چي د ښکلا جراحۍ ډول ډول شاخصونه ئې هم رامنځ ته کړي دي.

ښه دی چي پوه سو په دې چي ولي د ښکلا جراحي عملیاتو دومره زور اخیستی دی؟
وګړي په مجازي نړۍ کښي د خپلو عکسونو او څېرو په شریکولو او ښکاره کولو او بیا له خلکو د مثبتو او منفي نظریاتو په تعقیبولو سره تصمیم نیسي او بیا ئې په خپل وجود کښي د نس، پزي، اوږو او… جراحۍ ته پام کېږي څو د ټولنیزو شبکو د معیارونو د تقاضا او میل مطابق جوړ سي – پرته له دې چي پوه سي دا کړني او تغییرات بیا نه راګرځېدونکي دي او په ځینو مواردو کښي جدی ربړي تر شا پرېږدي چي د فرد روغتیا د زیان او خطر سره مخامخ کوي.

تمرکز:
د ورځنیو چټکو اطلاعاتو جریان ددې سبب سوی دی چي د ځنډ په وړاندي ډېر حساس اوسو او همدارنګه یې زموږ د اوږدمهالي حافظې او تمرکز پر وړتیا تاثیر پرې ایښی او زموږ ذهن یې د لنډمهالو پرېکړو او تصمیمونو پر لور سوق کړی دی. همدا وجه ده چي په هره عرصه کښي د خلکو د موفقیت او موثریت کچه هم له همدې عدم تمرکزه پیکه سوې ده.

شخصي حریم:
د خلکو شخصي، کاري او خصوصي حریم ددې متمدن واله تر تاثیر لاندي راغلی دی په داسي شکل که چيري یو څوک نه غواړي چي دې مجازي نړۍ ته دي راسي، دوستان او ملګري د نورو د عکسونو یا مالوماتو په شریکولو سره د فرد خصوصي حریم ته بې احترامي کړې ده. همدارنګه دا ددې سبب سوي دي چي خلک څه بل ډول سلوک غوره کړي او د خپلو کړنو، خبرو او لیکنو سره محتاط اوسېږي چي دا زموږ پر فرهنګ باندي یو له لاملونو څخه دئ…

نتیجه:
په ځواب کښي دوو مطالبو ته نغوته کولای سو: آګاهی او مدیریت، چي البته شکل یې د هرچا له پاره په فرد پوري منحصر او متفاوت دئ او کوم ځانګړی او ګډ فورمول نلري.
په ټولییز ډول کولای سو د خپل شخصي ژوند مدیریت زموږ پر شاوخوا چټکو تغییراتو ته په پام سره، پیاوړي او تمرین کړو. دا چي یا خو کولای نه سو او یا نه غواړو چي ددې تغییراتو مخه ونیسو، باید ځانونه د نوي نړۍ سره موافق جوړ کړو او پر خپلو آرو او اصلي موخو متمرکز اوسو څو لاره مو نه وي غلطه کړې او د مکې پر ځای ترکستان ته تللي نه اوسو. دې عواملو یوازي انحراف رامنځ ته کړی چي د ژوند تېز سرعت ته په کتلو سره کولای سي ورځ تر بلي موږ له خپلو اصلي موخو لېري کړي ځکه نو په لومړي قدم کښي باید ځان پېژندني او پر خپلو کمزورو ټکو پوهېدلو ته پاملرنه وکړو او په دوهمه مرحله کښي باید له تغییراتو، رامنځ ته کوونکو لاملونو او د تغییراتو له ريښو څخه خبر اوسو او وروسته د هغه سره تر ممکنه بریده د مقابلې لاري چاري وپېژنو. په پای کښي ددې سپارښتنه هم کوو چي ځانونو مثبتو ټکو ته متمرکز کړئ څو له دې تغییراتو ګټه واخلئ.

همدارنګه د نوي نړۍ سره ژر برابرېدل او د پرله پسې پرتلني نه تمرین او د ژوند د هري دورې ( په هرځای او هررنګه شرایطو کښي) پر ښو او مثبتو څیزونو متمرکز کېدل او پر ځان باندي د منفي تاثیر تغییر هغه څه دي چي ټول ئې باید تمرین وکړو.

بله نړۍ:
په ورځني ډول انټرنیټ ته اړتیا او ورسره عادت کېدل اوس د اعتیاد تر بریده رسېدلي دي – داسي چي که هغه ته لاسرسی ونلرو، سکون او ارام مو سلبوي او که د ډېر وخت له پاره د دوستانو او ملګرو سره په مجازي نړۍ کښي اړیکي ونلرو نو دا مو د خپګان او سردرد سبب هم کېدلای سي.
• هره ورځ تر ۲۳۰ میلیونه زیات ټویټونه لېږل کېږي.
• په فېسبوک کښي تر ۸۰۰ میلیونه پوسټونه کېږي.
• په ورځني ډول په یوټیوب کښي ۴ میلیونه کسان ویډیوګاني ګوري.
• په یوازي توګه هره ورځ په ګوګل کښي تر یو میلیارد ډېر سرچ (لټون) کېږي.
• په هره دقیقه کښي یوټیوب ته تر ۶۰ ساعته زیاتي ویډیوګاني پورته کېږي.
• په ورځني ډول ۴ میلیونه کسان له یوټیوب څخه ویډیوګاني شریکوي.
په نړۍ کښي د انټرنیټ کاروونکو له لوري هغه اوسط تېر سوي ساعتونه په هره میاشت کښي ۱۶ ساعته وي چي:
• ۲۲٪ په ټولنیزو شبکو کښي،
• ۲۱٪ په پلټني یا سرچ کښي،
• ۲۰٪ د مطالبو په لوستلو کښي،
• ۱۹٪ په برېښنالیک او اړیکو نیولو کښي،
• ۱۳٪ په خبري سایټونو کښي،
• او ۵٪ په پر لیکه پېر او پلور کښي خپل وخت مصرفوي.
اوس پوښتنه کوو چي آیا زموږ نړۍ نه ده بدله سوې؟ آیا کولای سو د تېر په څېر ژوند او حتا فکر وکړو؟ یا که باید ځانونه د نوي نړۍ سره تغییر او برابر کړو؟

په لنډه توګه کولای سو ځینو نورو ضررونو ته هم نغوته وکړو:
۱.د غلطو، ناسمو او منحرفوونکو اطلاعاتو شتون.
۲. منحرفوونکو او اغواکوونکو سایټونو ته آسانه لاسرسی چي کېدلای سي د ډېرو له پاره خطرناک اوسي.
۳. له انټرنیټه د اعتیاد تر بریده استفاده چي سبب کېږي ځیني په پرله پسې توګه په ساعتونو خپل قېمتي وخت په بېلابېلو جذابو سایټونو کښي تېر کړي.
۴. په انټرنیټ تر معتاد کېدو وروسته ځیني جسماني عوارض او په ماشومانو او ځوانانو کښي وروسته پاته تګ، زیات احساساتي کېدل او له هغه څخه د سټریس ضرر پېښېدل، بې حوصله توب او په ټولنه کښي د وګړو سره د اړیکو او تعامل له کمزورتیا څخه ورپېښ ټولنیزي ګډوډۍ او…
۵. د ټولو ډیجیټالي او انټرنیټي رسنیو د پراخو تبلیغاتو په وړاندي د وګړو تمه پيداکېدل.
۶. د تقلبي لارو اسانتیا او د نورو نظریات او افکار په خپل نوم عرضه کول او یا انټرنیټي غلاوي او د تقلبي محصولاتو وړاندي کول.
۷.په کلي توګه د ډیجیټالي نړۍ تېز ګړندیتوب ددې سبب سوی دئ چي په وګړو کښي د فکر او غور تمرکز زیانمن سي.
۸.د شخصي مالوماتو او اطلاعاتو د غلا کېدو او له هغو څخه راولاړېدونکو بدو عواقبو شونتیا.
۹.د برېښنا قطع کېدو یا وایروسونو په نتیجه کښي د انټرنیټ د کار پرېښودو په پایله کښي د زیاتو اقتصادي خسارو شونتیا.
۱۰.ادبیاتو ته چي کومه شدیده ضربه رسېږي هغه د پرځای، ښکلو، باوزنه او باقافیه جملو پر ځای له کوډونو او علایمو څخه د استفادې هغه ده. حتا په انټرنیټي محاورو کښي هم.
۱۱.د تر حد زیاتي آسانۍ او زیات لاسرسي په وجه د دوستۍ ارزښت کمېدل.
۱۲.د لایکونو معتاد کېدل او د دوپامین ترشح کېدل
۱۳.د ورځني ژوند تشه
۱۴.مجازي نړۍ ته په ورننوتلو سره له خپلي حقیقي او واقعي هغې څخه واټن نیول
۱۵.له طبیعت سره د اړیکي او تعامل له لاسه ورکول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي