د اپریل ۱۲ نیټه فضا ته د انسان د الوت د نړیوالې ورځې په پار
څیړنه او راټولونه: یاران ټیم
59 کاله مخکې د اپریل په 12 مه نیټه، د پخواني شوروي اتحاد روسی ستور مزلی یوري ګاګرین د لومړني انسان په توګه د مځکې له اتومو سفیر ووت او په خلا کې د مځکې پر مدار راوڅرخیده.
په 1961 میلادي کال د اپریل په 12 مه 27 کلن ګاګرین په وستوک 1 ، فضايي بیړۍ کې کې شا او خوا 108 دقیقې په فضا کې د مځکې له مداره په څرخیدو تیرې کړې.
په همدې درناوي په 2011 م کال کې ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د اپریل 12 مه نیټه فضا ته د انسان د تګ د ورځې په نوم ونوموله، او له هغې راهېسې هر کال لمانځل کیږي.
دا مهال چې د کرونا ویروس د مخنیوي او درملنې لپاره د نړۍ له یو ګوټ تر بل انسانان ناچاره دي، باور دی چې که درملنه یې هم پیدا شي، په نړۍ او په کې په انساني ژوند به یې ټولنیزې، اقتصادي او طبیعي اغیزې تر ډیرو کلونو پاتې وي او انسان ښايي تر ډیره د مځکې له چارو بې کاره نه شي څو په فضا کې نوې څیړنې او نوې لارې ومومي او یا ستورو ته د تګ خوبونه وویني.
په دې لیکنه کې به فضا ته د انسان د تګ او څیړنو لنډ تاریخ ته تم شو. او دا به هم ولولو چې د مځکې پر سر ناچارۍ سره مخ انسانان له فضايي څیړنو څه غواړي؟
انسانانو تل د شپې له ستورو ډک اسمان ته کتل او ستورو ته تګ خوبونه یې لیدل او لا یې هم ګوري.
د شلمې پیړۍ په دویمه نیمايي کې داسې توغندي جوړ شول چې دومره ځواکمن وو، څو د مځکې له جاذبې ووځي، او فضا ته د تګ لپاره انسان ته لاره پرانیزي.
په 1930 مو کلونو کې نازي جرمني، د لرې واټن ویشتونکو توغندیو ته د احتمالي وسلې په سترګه کتل.
د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې لندن په داسې توغندیو وویشتل شو چې دوه سوه میله واټن یې وهلی شو. د نازي جرمني دې توغندیو په ډیر لوړ سرعت کولی شول له انګلیس کانل چې د نورې اروپا او بریتانیا ترمنځ حایلې اوبه دي واوړي او په بریتانیا کې دننه اهداف په نښه کړي.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا متحده ایالتونو او پخواني شوروي اتحاد د توغندیو خپل جلا جلا پروګرامونه پیل کړل.
په 1957 م کال اکټوبر څلورمه، پخواني شوروي، سپوتنیک 1 په نوم لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله. له دې څلور کاله وروسته، په 1961 میلادي کال د اپریل په 12 مه، روسي بریدګی یوري ګاګرین لومړنی انسان شو چې د فضايي بیړۍ ( وستوک ۱) په وسیله د مځکې پر مدار راوڅرخیده. د نوموړې الوتنې 108 دقیقې دوام وکړ، او ګاکرین په دې الوت کې له مځکې 327 کیلومتره ارتفاع ته پورته شو.
په 2011 م کال کې ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ فضا ته ددې لومړنۍ بشري الوتنې په درناوي د اپریل 12 نیټه فضا ته د انسان د تګ د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.
د امریکا لومړنۍ فضايي سپوږمکۍ د ایکسپلورر ۱( Explorer 1) په نوم په 1958 م کال کې د جنورۍ په 31 مه فضا ته وتوغول شوه. په 1961 کې الن شیپرډ لومړنی امریکا يي شو چې فضا ته یې الوت وکړ.
په 1962 د فیبرورۍ په شلمه امریکايي جان ګیلن تر روسي ګاګرین وروسته دویم کس شو چې د مځکې پر چاپیره مدار وڅرخیده.
سپوږمۍ ته تګ
پر سپوږمۍ د انسان ښکته کول او بیرته یې مځکې ته په خوندې توګه راستنول، د یوې لسیزې هدف و چې د وخت امریکايي ولسمشر جان ایف کینډي له خوا په 1961 م کال کې ټاکل شوی و. په 1969 میلادي کال د جولای په شلمه نیټه امریکايي فضا نورد نیل ارم سټارنګ، لومړنی ستور مزلی شو چې د اپولو فضايي بیړۍ پر مټ یې پر سپوږمۍ یې پل کېښود. له دې وروسته تر 1972 م کال پورې اپولو فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته شپږ نور ماموریتونه هم ترسره کړل.
په 1960 کلونو کې بې پیلوټه فضايي بیړیو مخکې له دې چې انسان پر سپوږمۍ پل کیږي د سپوږمۍ عکاسي او څیړنه وکړه.
د 1970 م کلونو په لومړیو کې د مځکې په مدار کې مخابراتي او د لار موندنې سټلایټونو پر مځکه د انسانانو ژوند بدل کړ او ورو ورو د هرې ورځې تیریدو په کاریدونکو وسایلو وواښتل. په همدې کلونو کې د امریکا د فضايي څیړنو د ادارې یوې بې سپرلۍ فضايي بیړۍ ( مارینر) د مریخ د سطحې د نقشې پر جوړولو کار پیل کړ.
د نولس سوه اویایمې لسیزې په پای کې د وایجر په نوم بې سپرلۍ فضايي بیړۍ مځکې ته د مشتري او ذحل سیارو د سطحې ، د دوی د مدارونو، حلقو او سپوږمیو د عکسونو استول پیل کړل.
سکای لب ( Skylab) په 1970 کلونو کې د امریکا لومړنی فضايي سټیشن و چې بشر یې فضا کې د څیړنو لپاره وساته. په همدې کلونو کې د اپولو سیوز ازمایښتي پروژه (Apollo Soyuz Test Project ) لومړنۍ نړیواله فضايي پروژه وه چې په کې روسي او امریکايي ستور مزلو خپلو کې همکاري کوله.
په اتیایمو کلونو کې فضا کې د مصنوعي سپوږمکیو مخابراتي او ارتباطي وړتیاوې پراخې شوې او خلکو د همدې سپوږمکیو د زیګنالونو پر مټ وکولی شول چې، د ډیش انتونونو په وسیله په خپلو کورونو کې بیلابیل تلویزونونه ننداره کړي. همدې سټلایټونو یا مصنوعي سپوږمکیو انسان پر انترکتیکا لویه وچه د اوزن له سوري کیدو خبر کړ. اوزن د مځکې د اتوموسفیر یو سطحه ده او مځکه د لمر له مضرو وړانګو خوندي ساتي. د سټلایټونو پر مټ د نړۍ په ځنګلونو کې پراخ لګیدلي اورونه څرګند شول او همدا سټلایټونه وو چې نړیوال یې په 1986 م کال کې د اوکراین په چېرنوبل کې چې هغه مهال د پخواني شوروي برخه وه، اتومي بټۍ کې له چاودنې او ناورین خبر کړل. دې فضايي او نجومي سټلایټونو په کایناتو کې نوې ستورې او نور لمریز سیستمونه وموندل.
فضا ته د بشري تګ راتګ پیل
د 1981 په اپریل کې فضا ته د امریکايي کولمبیا بیړۍ په استولو فضا ته د ملکي او پوځي الوتنو په هدف تګ راتګ زیات شو. له دې وروستو په پنځو کلونو کې فضا ته د فضايي شټل په وسیله له امریکا شا او خوا څلور ویشت د تګ راتګ ماموریتونه ترسره شول چې تر ډیره د پوځي او ساینسي څیړنو لپاره وو.
خو په 1986 د جون په اته ویشتمه د چیلنجر په نوم فضا ته د تګ راتګ وسیله له مځکې تر پورته کیدو 73 ثانیې وروسته وچاودیده او په کې سپاره اوه تنه عمله ټول ووژل شول. په دې کې د امریکا د نیو همپشیر یوه ښوونکې کریسټا مکاولیف هم وه چې د لومړنۍ ملکي وګړې په توګه یې فضا ته د تلو نیت درلود.
د 2003 م کال د فیبرورۍ په دویمه د کولمبیا د فضايي شټل ناورین دویمه تراژیدي وه چې رامنځ ته شوه. دا فضايي شټل مځکې ته د راستنیدو پر مهال د مځکې په اتوموسفیر کې سره جلا شو او په کې سپاره اوه تنه عمله یې ووژل شوه. دا پېښه د امریکا پر ټکزاس ایالت له هغې څو دقیقې مخکې رامنځ ته شوه چې چې خلک مځکې ته ددې فضايي بیړۍ د راستنیدو په تمه وو. دا د 13 فضايي شټلونو په الوتنه کې دویمه ناکامي وه. له هرې ناکامۍ وروسته فضا ته فضايي تګ راتګ د وسیلو ( شټل) استول د دوو کلونو لپاره وځنډول شول.
له دې وروسته هم فضايي تګ راتګ دوام وکړ، خو په وروستیو دوو لسیزو کې دا سلسله د بیلابیلو دلایلو له کبله ورو شوه.
له فضايي سپوږمکیو انسانانو څه غوښتل؟
د خلیج په جګړه کې د فضايي سټالیټونو رول ډیر مهم ثابت شو ځکه امریکا او متحدینو یې د همدې سټالیټونو په مرسته د صدام حسین د ځواکونو تحرک او امکانات څارلی شول. له هغې وروسته د افغانستان په شمول د نړۍ په بیلابیلو جګړو کې امریکايي پوځ د سټلایټونو په وسیله خپل عملیات تنظیمول او په پوځي برخه کې له فضايي سپوږمکیو کار اخیستل زیات شول.
پر پوځي موخو سربیره فضايي سیستم د ګڼو ملکي اهدافو لپاره هم په نړۍ کې مهم دی. د جي پي ایس یا نقشه موندنې سیستم چې دا مهال یې ګڼ خلک په خپلو موبایل ټیلفونو او موټرو کې کاروي د همدې فضايي سپوږمکیو پر مټ چلیږي. همدارنګه په نړۍ کې د مخابراتو، ټیلفونونو، رسنیو، لار موندنې، هوا پیژندنې چارې هم د مصنوعي سپوږمکیو پر مټ چلیږي.
له ناورینونو لکه توفانونو ، په ځنګلونو کې د اورونو له لګیدو، کیماوي چاودونو، به بحرونو کې له څونامي ګانو او نورو افتونو څخه د مخنیوي او مخکې له مخکې خبریدو لپاره هم د نړۍ د پرمختللو هیوادونو فضايي پروګرامونه مهم دي.
نړیوال فضايي سټیشن
نړیوال فضايي سټیشن د مځکې په ټیټ مدار کې د فضايي څیړنو لابراتوار او مرکز دی. په دې سټیشن کې امریکا، روسیه، جاپان، اروپا، کاناډا، چین او نور شریکان له یو بل سره همکاري کوي او په شریکه په فضا کې د بشري څیړنو لپاره دا فضايي سټیشن چلوي. دې فضايي سټیشن ته، په فضا کې د هغو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د سمبول په سترګه کتل کیږي چې پر مځکه سره دښمن دي.
دا فضايي سټیشن له 2000 م کال راهېسې په کسه شوی نه دی او تل په کې د بیلابیلو هیوادونو ستور مزلي په نوبت موجودي وي. دې فضايي سټیشن ته تر اوسه د 17 هیوادونو څخه ستورپوهان، ساینسپوهان او فضايي سیلانیان ورغلي دي.
د هیوادونو تر منځ فضا کې رقابت
روسیه او امریکا د پخواني شوروي اتحاد د وخت او سړې جګړې راهېسې په فضا کې له یو بل څخه د مخکې کیدو لپاره په توده سیالۍ بوخت دي. که څه د سړې جګړې له پای ته رسیدو او د شوروي اتحاد له نړیدو وروسته دا سیالي یو څه سړه شوې ده خو لا هم روانه ده. چین هم دا مهال په فضا کې د یو مخکښ هیواد په توګه د امریکا په وړاندې څرګند شوی. پر دې هیوادنو سربیره، کاناډا، جاپان، هندوستان، جرمني، فرانسه، بریتانیا او نور هم دا مهال خپل خپل فضايي پروګرامونه لري او فضا ته د راتلونکې جبهې په سترګه ګوري.
د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ په وروستیو کې د خپل هیواد په پوځ کې د فضايي ځواک د ورزیاتولو اعلان وکړ. له دې سره دا اندېښنې زیاتې شوي چې ښايي د انسانانو ترمنځ د مځکې پر سر روانې شخړې یو وخت ارامو او امن خوښو ستورو ته لاره وکړي.
په فضا کې د انسان راتلونکې
انسان هڅه کوي چې بالاخره چټکې او خوندې ستور مزلې بیړۍ جوړې کړي، څو انسان لرې سیارو ته واستوي او بیرته یې خوندي راستون کړي. دوی همدارنګه په فضا کې د ژوند د نښو په لټه هم دي چې تر اوسه یې ساینس کوم باوري او ثابت څرک نه دی لګولی.
مریخ د انساني څیړنو په مرکز کې دی او بیلابیلو هیوادونو کې ساینس پوهان مریخ ته د انسان د استولو په هڅو بوخت دي.
د امریکا د فضايي څیړنو ادارې ( ناسا ) ځان ته هدف ټاکلی چې په 2030 مو کلونو کې مریخ ته چې ( سره سیاره ) یې هم بولي انسان واستوي او بیرته یې خوندي راستون کړي. دې سیاري ته لا دمخه څیړونکي روبوټونه استول شوي چې دا مهال پر مریخ کې ګرځي او عکسونه او معلومات ترې ناسا ته استوي.
یو شمیر خصوصي فضايي شرکتونو لکه سپیس ایکس او نورو هم پر مریخ سترګې خښې کړي او ورته د رسیدو په هڅه کې دي. دوی په جلا توګه په همدې لسیزه کې مریخ ته د انسانانو د استولو پلانونه لري.
څیړونکي دا مهال پر دې څیړنې کوي څو معلومه کړي چې په مریخ کې اوبه او یا د ژوند نښې شته او کنه. ډیر پر دې باور دي چې د اوسنۍ ټیکنالوژۍ په مټ ښايي دا ممکنه وي چې انسان د مریخ پر سطحه ژوند وکړي او یا دا چې دا سیاره چې مړه شوې سیاره بلل کیږي بیرته د ژوند کولو وړ وګرځي.
کرونا او فضا
خو د فضا په خوبونو کې ډوب انسان، د مځکې پر سر د خپل معاصر تاریخ تر ټولو لوی ازمون او ناورین سره یو واړه وایروس مخ کړی دی.
کوید 19 یا کرونا ویروس په تیرو څو پیړیو کې لومړنی داسې ناورین دی چې د 2020 م کال په پیل سره یې ټوله نړۍ په یو مخ پر سر واخیسته او د لومړي ځل لپاره یې د معاصرې ټیکنالوژۍ په ځواک مغرور انسان له ناچارۍ سره مخ کړی. ددې ویروس خپریدو او ورڅخه نړیوالې ویرې او ناچارۍ، د بشري ټیکنالوژۍ او پرمختګ په وړاندې یوه لویه سوالیه علامه کېښوده. دا پوښتنه دا ده چې پر پرمختللې ټیکنالوژۍ سنبال انسان د یو واړه وایروس په وړاندې چې تر ده په میلونونو واره کمزوری دی څومره بې وسه او ناچاره پاتې دی.
په داسې حال کې چې لا هم ددې ویروس د مخنیوي او درملنې لپاره د نړۍ له یو ګوټ تر بل انسانان ناچاره دي، باور دی چې که درملنه یې هم پیدا شي، په نړۍ او په کې په انساني ژوند به یې ټولنیزې، اقتصادي او طبیعي اغیزې تر ډیرو کلونو پاتې وي او انسان ښايي تر ډیره د مځکې له چارو بې کاره نه شي څو په فضا کې نوې څیړنې او نوې لارې ومومي او یا ستورو ته د تګ خوبونه وویني.