سپورټ نړیوال کرکټ

د پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام ۵ ګټونکي لوبډلې

اعلان

لیکنه: فضل الله فضلي

پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال جام په هرو څلورو کلنو کي ترسره کیږي.

د کرکیټ نړیوال جام د کرکیټ نړیوالي شورا یا ICC په رهبرۍ پیل او پای ته رسیږي.

نیوزلینډ، جنوبي افریقا، انګلینډ، بنګله دېش او افغانستان هغه هیوادونه دي چي تراوسه یې دا جام نه دی ګټلی.

د پنځوس اوریز نړیوال جام لومړۍ اتلولي په ۱۹۷۵م کال کي ویسټ انډیز وګټل.

دا جام د دوهم ځل لپاره یوځل بیا همدغه د ویسټ انډیز هیواد په ۱۹۷۹م کال کي وګټئ، چي په ټوله کي ویسټ انډیز لوبډلي دوه ځلي دا جام ګټلي دئ.

هند هم دوه ځلي پنځوس اوریز نړیوال جام ګټلی دئ.

هند لومړی په ۱۹۸۳م کال او دوهم ځلي یې په ۲۰۱۱ م کال کي د سریلانکا څخه په خپل کور ممبی کي جام خپل کړ.

تر ټولو ډېر اسټرالیا د پنځوس اوریز نړیوال جام اتلولي ګټلې ده.

اسټرالیا لومړي په ۱۹۸۷م کال، دوهم په ۱۹۹۹م کال، دریم په ۲۰۰۳م کال، څلورم په ۲۰۰۷م کال او پنځم ځلي یې د نیوزلینډ څخه په ۲۰۱۵ م کال کي ددې جام اتلولي وګټل.

سریلانکا یوځلي هغه هم په ۱۹۹۶م کال کي د اسټرالیا څخه په پاکستان کي ددې جام اتلولي خپله کړه.

همداراز پاکستان هم په ۱۹۹۲م کال کي د انګلیستان څخه د یوځل لپاره دا کپ ګټلی دئ.

سږ کال د یادو لسو هیوادونو ترمنځ په انګلیستان او وېلز کي ددې جام د ګټلو هڅي کیږي.

ددې جام لپاره افغان لوبډلي د لوبغاړو خورا ښه نوملړ اعلان کړی دئ.

دا چي د یادو دوو هیوادونو د لوبغالو ویشتنځایونه تېز توپ اچوني ته جوړ دي، نو مشکله به وي، چي د افغان سلو توپ اچوني جادو دي تاثیر وکړي.

ټاکل سوې، چي د ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریز نړیوال جام د څلورم ځل لپاره په هند او د ۲۰۲۷م کال کال نړیوال جام د دوهم ځل لپاره په عربي متحده اماراتو کي ترسره سي.

د کرکیټ نړیواله شورا د نړیوال جام لپاره د کوربه هیواد د معلومولو لپاره ځانته کمېټه لري، چي هغه کمېټه د نړیوال جام لپاره د کوربه هیواد د معلومولو لپاره څو هیوادونه، د هغه هیواد د امکاناتو، حالاتو او لوبغالو ته په کتو انتخاب کوي، چي وروسته بیا هغه هیوادونو ته رایه ورکول کیږي، هر هغه هیواد چي رایه ډېره وګټله، هغه به یې کوربه توب کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې