اپریل 16, 2021

د نورو په شخصي ژوند کې لاسوهنه یعنې د نورو په معنوي حقونو باندې تيرى

Advertisements

ژوند یوازې هغه وخت بريالی او انساني وي چې د نورو مادي او معنوي حقونو ته درناوی کېږي.

ليکنه:شپنه سلګۍ

د نورو په شخصي ژوند کې لاسوهنه، په حقیقت کې د نورو په معنوي حقونو باندې تېری دی.
د اسلام په مبارک دین کې هم د نورو په کارونو کې لاسوهنه رد شوې، خو مشوره یو اصل ګنل شوې هغه هم په هغه صورت کې چې مقابل لوري د مشورې ورکولو غوښتنه وکړي، که مشوره هم پرته له غوښتنې ورکړل شي د بل په شخصي ژوند کې لاسوهنه ګنل کېږي.
ډیر ځله لیدل شوي چې بې ځايو لاسوهنو د کورنیو خوږ ژوند د زهرو په څېر تریخ کړی، ډېری وخت د کورنیو مشران په دې نظر وي چې د دوی لاسوهنې د اولادونو د خیر لپاره دي، خو موږ بیا دا نه منو.
نن سبا هر څوک وایي چې د خپل خپلوانو او دوستانو بې ځایه لاسوهنو ډېر ځورولی ان تر دې چې کله خو یې له همدې امله فشار او شکر هم لوړ شي.
لاسوهنه که د کورنۍ د غړو، ‌نژدی دوستانو او ‌دفتري همکارانو تر منځ وي، که د ولسونو او هیوادونو په کچه، پایلې یی تل ترخې، بدرنګې او ډیر ځلی د کوشیر کیدو نه وي. زموږ په څیر په وروسته پاتې ټولنو کې چې ډیرې خلک د لمر پیتاوي ته وزګار ناست  وي،‌ نه یواځې د لارویانو په جامو، ویښتانو او څپلیو منفي تبصرې او ملنډې وهي، بلکې هغه ورته کمال او سړیتوب ښکاري.
لاسوهنه که په فردي ډول وي یا ټولنیزه توګه، په اصل کې هغه یوه عقلي ناروغي او کلتوري بدمرغي ده او په هر ځای کې شتون لري، خو زموږ په ټولنو کې یی ځالې او هګۍ اچولی دي. فکري انډوخر او په هر څه کې ځان غوپه کول هغه څوک کوي چې‌ یا یی د تعلیم کچه ټيټه وي،‌ په کوم محروم چاپيریال کې ستر شوی وي، پخپل ځان باور او ویسا نلري، عُقده مند وي او د نورو خوښي او ښیرازي زغملی نشي.
د نورو په چارو کې لاسوهنه یواځی د هغوئ د حقوقو تر پښو لاندی کول ندي، بلکې هغه بربنډه سرغړونه او اخلاقي سپکاوی هم دی. لاسوهنه احساس او عزت النفس زخمي کوي، د ډیرو خوږو ملګرو او ګاونډیانو تر منځ واټن پیدا کوي او د مقابل لوري سره د درناوي غښتلي مزي پریکوي. دا چې هر انسان جلا طبیعت،‌ ځانګړې غوښتنې او فطري غریضې لري، نو باید چې د عبادت او عقیدې په ګډون، د هر چا د شخصي انتخاب، شعور او ذوق درناوی وشي. ځکه بی ځایه مشورې ورکول او په هر څه کې ځان داخل او شریک ګڼل، سپین سترګي او د غرض نښه ګڼل کیږي.
ډیره جالبه ده، کوم خلک چې د نورو په ورځني ژوند، چارو او پروګرامونو کې لاسوهنه کوي، په حقیقت کی هغوئ خپلې ستونزې او ناکامۍ د نورو په لګن کې ورغورځوي او یواځې خپل بړاس باسي. لږې خبرې کول او په مجلس کې نورو ته ډیر غوږ نیول، پوهه او ځیرکي ده، خو زموږ په ټولنه کې خبرلوڅ سړي یا میرمنې ته چې د هر چا له خولې خبره اخلي، د کمال او هنر بنده ویل کیږي.
رسول علیه السلام فرمایي: د نیک مسلمان نښه او غوره کرکټر همدا دی چې د نورو په چارو کې له لاسوهنې پرهیز کوي او په هغه څه کې ځان نه ورګډوي چې په ده پورې اړه نلري. دا لنډ او مبارک حدیث د ټولنیز ژوند او خپلمنځي اړیکو بنسټ، د متقابل درناوي په درجه برابروي او خپل امت ته په ګوته کوي چې د یو مؤمن عمده صفت د نورو په چارو کې نه لاسوهنه ده. همدارنګه پدی حدیث کې د وخت اهمیت څرګندیږي چې مسلمانان باید خپل وخت او استعداد عبث نکړي. د انساني طبیعت تومنه همداسی ده که چیری په ښو او نیکو چارو کې مصروف نشي نو د بدۍ او شر خوا ته یی بیایي.
یوه ورځ یو سړی حضرت پیغمبر (ص) ته راغی او ورته یی وویل چې یا رسول الله! زه پخپل قوم کې یو عزتمند او منلی سړی یم،‌ ما ته څه حکم او پیغام دی چې خپل ولس ته یی یوسم؟ هغوئ ورته وفرمایل (دوئ ته امر وکړه چې یو په بل باندی سلام اچوي او لږې خبرې دی کوي، مګر دا چې په دوئ پوری اړه ولري) که ځینی خلک پدی خاطر ځانته د لاسوهنې حق ورکوي چې ګواکې مداخله، د مشورې، امر بالمعروف یا نهې عن المنکر په څیر ده، نو ګمان یی کړی. ځکه مشوره د خیر په نیت او د غوښتنې په صورت کې ورکول کیږي، مګر لاسوهنه له غوښتنې او موافقې پرته وي او تیری بلل کیږي. په شریعت کې، له بل هر دین او تمدن څخه زیات پدی ټینګار شوی چې مذهب، سیاسي لید لوری، کلتور، دودونه، ‌لباس، خواړه،‌ ناسته پاسته او د سفر لوری، د هر چا خپله خوښه، ذاتي انتخاب او مدني حق دی. حتې مور او پلار نشي کولای خپل بالغ اولاد چا ته په زور او د هغه یا هغې له رضا او موافقې پرته چا ته په نکاح کړي. له همدی امله‌، کوم وګړي چې د نورو په کارونو کې مداخله کوي خلک ورڅخه ځان ساتي، خوا ته یی نه ورځي او پدی ډول په ټولنه کې یواځی پاتې کیږي.
کله چې حضرت عمر بن عبدالعزیز خلیفه شو،‌ نو د لمړنۍ خطبې لپاره یی د خپل دربار او ښار مشهور خلک راټول او داسی یی ورته وویل:‌ ای زما ولسه، که څوک غواړي چې له ما سره همکاري وکړي نو دا څو ټکي به له ما سره مني، کنه نو ما ته دی نه را نژدی کیږي. د هغه چا عریضه به ما ته راوړئ چې پخپله یی نه شي راوړلای. له ما سره د خیر په کارونو کې مرسته وکړئ او هغه چارې ما ته په ګوته کړئ چې زما ورته نه فکر کیږي. زما په مجلس کې به څوک غیبت نکوي او په هغه څه کې به ګوتې نه وهۍ کوم چې په تاسو پوری اړه نلري) له بلې خوا، امام شافعي خپل دوست ربیعه ته وایی: د بل په کار کې کار مه لره او هغه څه مه وایه چې په تا پوری اړه نلري، ځکه خبره تر هغې ستا جایداد دی چې لا ستا په خوله کې وي.
په لویدیزه نړۍ کۍ د عدم مداخلت او نه لاسوهنې قوانین د فرانسې له انقلاب سره جوخت په ۱۷۸۹ م کال کې تصویب او عصري بڼه یی د ټولو اروپایي هیوادونو او لویدیزې نړۍ د قوانینو یوه مهمه برخه وګرځیده. په دغو پرمختللو ټولنو کې د فرد آزادي خوندي او سره کرښه ګڼل کیږي. د هر وګړي ځانګړی حیثیت خوندي او په هغه کې لاسوهنه له قانون څخه سرغړونه او د مجازات وړ بلل کیږي.
اوس به موږ خپل مخ، لمړی د شریعت او نبوي لارښوونو په هنداره او بیا د لویدیزوالو د وضعي قوانینو په تله کې وتلوو،‌ ترڅو وګورو چې زموږ اخلاق، دریځ او چار چلند په دین برابر دی که په سادین؟

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ