مارچ 3, 2021

د هوښیارو او با هوښه وګړو ۱۵ ځانګړنې؛ ولولئ چې تاسې یې لرئ کنه !

ژباړه: نسیمه محمدي
زمونږ شاوخوا زیات شمېر با هوشه خلک اوسي او د هغوی په څېر کېدل غواړو. دلته د دې وګړو ۱۵ ځانګړنې درپېژنو، چې په ژوند کې یې ځانته بېلګه وګرځوئ او په پوه شخص بدل شئ. هوښیار وګړي انتقاد منونکي وي ډېری یې خپلې وړتیاوې او پوهه د نورو پر مخ نه راوړي، ځکه زیاته پوهه د دوی په اند طبیعي ورکړه ده، یواځې خوښوي د نورو له پامه لرې خپل آزاد ژوند وکړي.
۱: دوی نوښتګر او ځیرک ملګري لري
یوه ځانګړنه چې پوه وګړي یې لري نوښتګر ملګري لرل دي. په بل  عبارت هغه  وګړي چې استثنايي هوش لري، د ملګرو کړۍ یې هم د پوهو، لوړ شخصیت لرونکو او نوښتګرو څخه جوړه کړي وي. هڅه وکړئ د ژوند ۸۰٪ ملګري ځیرک او هوښیار کسان وټاکئ، تر څو تاسې هم ورو ورو د هغوی په څېر شئ.
۲:د درآمد ډېره برخه نه مصرفول
هوښیار خلک خپل ټول درآمد نه مصرفوي او ښه مالي مدیریت لري. پام مو وي اصلا اړینه نده هغه څه چې په زیار یې ترلاسه کوئ په آسانۍ له لاسه ورکړئ. نه وایو چې خسیس او بخیل اوسئ، خو هڅه وکړئ په سم ډول لګښت ولرئ. هوښیار وګړي د پيسو په لګښت ډېر ښه پوهېږي.
۳: پر ځای پوښتنو پوښتل
بله ځانګړنه هم د پر ځای پوښتنو کول دي. کله چې د هوښیارو وګړو سره خبرې کوئ هغوی ستاسو د خبرو منځ ته نه دانګي او د خبرو واګي یواځې په خپل لاس کې نه نیسي. پوه خلک تل په آرامۍ سره غوږ نیسي او حتی هغه څه چې تاسې وایئ په اړه یې فکر کولو لپاره چوپتیا غوره کوي. که پوښتنه ولري په مناسب او وړ وخت یې مطرح کوي. که تاسې هم ښه ویونکي او غوږ نیوونکي اوسئ، احتمالا د پوهو وکړو له ډلې یاستئ.
۴: په ځان انتقاد کول
پوه وګړي انتقاد منونکي وي او کله کله له ځان څخه هم نقد کوي. دا ډله خلک تل په غونډو او ناستو کې د خپلو مثبتو ټکو په اړه نه غږېږي. د دوی بل خاصیت دادې د خپل ویاړ پلورلو په هڅه او د نورو کم راوستلو په لټه کې نه دي، بلکه خپل عیبونه اصلاح کوي.
۵: په ځیرکتیا پرېکړه کول
پوه او با هوښه خلک پر ځای او ځیرکانه پرېکړه کوي. فکر کوي بیړه د ستونزو د ژر حل حللاره نده. د پر ځای او په سمه توګه د پرېکړې کول، دایمي نظم او تمرکز ته اړتیا لري.
۶: د شپې بوم وي
هوښیار او ځیرک خلک زیاتره له شپې څخه ګټه اخلي. کوم خلک چې د شپې تر ناوخته ويښ پاتېږي او خپلو چارو ته رسېږي یا په بل عبارت د شپې تر ټولو ډېر کاري حجم لري او نسبت سهار وخته پاڅېدونکو وګړو په پرتله له لوړې کچې I Q لرلو  څخه برخمن دي. البته تر نیمو شپو ويښ پاتېدل له تاسې ځیرک کس نه جوړوي. د با هوښه خلکو لپاره آسانه وي د شپې ويښ پاتې شي او د نویو مطالبو پر زده کولواو مطالعې ټینګار کوي.
۷: چوپ وي
دا نشو ویلی چې چوپ خلک هوښیاران دي، خو با هوښه وګړي هڅه کوي چوپ اوسي. دوی ویل شویو خبرو ته غوږ نیسي، فکر کوي او ځواب ویلو ته چمتووالی نیسي ډېرې خبرې نکوي کمې، خو پر ځای او ارزښتناکې خبرې کوي.
۸: د هر څه په ځواب نه پوهېږي
پوه خلک د خپلې پوهې ښودلو لپاره نه وايي چې په هر څه پوهېږي، چې په بدل کې په کافي اندازه با هوشه دي، چې پوه شي په کوم څه نه پوهېږي، نو وایي او د پوهېدو لپاره یې هڅه کوي. هغوی هېڅ ادعا نکوي او په دې معتقد دي، داسې څوک نشته چې په هر څه پوه شي.
۹: د خپلو تېروتنو څخه زده کړه کوي
د دوی بله نښه دا ده چې له تېرو پېښو زده کړه کوي. ټول انسانان په ژوند کې تېروتنې لري، چې باید ترې زده کړه او تجربه تر لاسه شي. که تاسې د واقعیتونو سره نشئ مخ کېدای او منصفانه قضاوت نشئ کولای، نو پرمحتګ هم نشئ کولای. هڅه وکړئ له خپلو ماتو څه زده او بیا ځلي پورته شئ. له هرې ماتې وروسته بریا نغښتې وي.
۱۰:هوښیار خلک کار پوهان وي
په کاري چارو پوهېدل د دوی بله وړتیا او نښه ده. په دې دلیل چې د انسان پو تکاملي خاصیت لري، ځیرک خلک د خپل چاپېریال او د شاوخوا څخه د خپلو موخو رسېدلو لپاره ډېر بریالي او نوښتګر وي.
۱۱: هڅه کوي
دوی تل د ودې په حال کې دي او تل ځان لپاره د پرمختګ او کوچنیو بدلونونو په حال کې وي. هڅه کوي په غوره حالت کې واوسي او د وینا ښه فصاحت ولري. دوی تل هڅه کوي او د نن کار سبا ته نه پرېږدي.
۱۲: خوښوي تل با خبره اوسي
پوه خلک خوښوي په بېلابېلو برخو کې له تازه پېښو او معلوماتو با خبره اوسي او خپله پوهه زیاته کړي. د دوی همېشنی عادت د نویو څېزونو زده کول، د معلوماتو راټولول او د مهارتونو زده کول دي. هغوی هېڅکله وزګار نه کښېني او د ځان لپاره د بوختیاوو په لټون وي.
۱۳: د مختلفو چارو په تر سره کولو بوخت وي
د پوهو خلکو بله نښه دا ده تل په یوه وخت د څو پروژو په تر سره کولو بوخت وي. لکه د بهرنۍ ژبې پیاوړتیا لپاره هڅه کوي، د کور د ډيکور لپاره طرحه جوړوي، ورزش کلب ته ځي او خوښوي نوي ټولګي ولري او نوي څه زده کړي.
۱۴: استدلال کوي
دوی د استدلال اهل دي. ډېری سره له دې چې پوهېږي فکري تصور یې په دې اړه اشتباه دی، خو بیا هم د هغه په وړاندې مقاومت کوي. د انتقادي فکر لرلو، منطقي استدلال، علمي لامل او طریقو پرته به انسان په تیاره کې ژوند کوي او هېڅ بریا به ونه لري.
۱۵: دوی تل هم بریالي نه وي
دا ټکې هم باید ووایو، چې د کسب او کار د بریالیتوب لپاره د هوښیارتیا لرل اړین شرط دی، نه کافي. نو فکر مه کوئ هر څوک چې هوښیار وي په ټولو برخو کې به بریالي وي.