Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د انسان قد تر څو کلنۍ لوړېږي؟

ژباړه: نسیمه محمدي

محمد رضا علایي د کوچنیانو په برخه کې د غُدو او میتابولیزم فوق تخصص وویل: تر کوم وخت پورې چې د دمویه صفحاتو وده وي د قد لوړېدل هم تر سره کېږي، نو له همدې امله د قد لوړېدو عمر ټاکل د قد جګېدو ته نه ټاکل کېږي.

 

images.jpg

نوموړي وویل: د بلوغ تر وخت پورې چې د ودې صفحات خلاص وي د قد لوړېدو شونتیا شته. د ماشومانو دې فوق تخصص د قد لوړېدو د درملو او پکېجونو په اړه وویل: دا پکېجونه چې د لیزين او آرژنین لرونکي دي، ممکن د ودې د هورمون په حرکت راوړونکي وي، مګر څنګه چې د ودې هورمون په طبیعي ډول د وګړو په بدن کې شتون لري، د دې درملو کارول ډېر ګټور نه وي.

نوموړي تاکید وکړ: باید ورځنيو خوړو ته ډېره پاملرنه وشي، ځکه د کافي او ګټورو خوړو کمبود هم د قد په لنډ پاتېدو خپل اغېز لري.

images (1).jpg

علایي سپارښتنه وکړه: بېلابېل عوامل لکه د هورمون کمښت، هغه ناروغۍ چې لامل کېږي د هېپوفیز غُده په سمه توګه کار ونکړي او همدارنګه د تایراید غُدې کم فعالیت د قد په نه وده کې مهم رول لري، نو له همدې امله هغه وګړي چې د لنډ قد ستونزه لري باید د دې عارضې د دقیق تشخیص او پېژندنې لپاره د غُدو اړوند متخصص ته مراجعه وکړي.

نوموړي یادونه وکړه: که چېرې د قد لنډ پاتې کېدل د هورمون د کمبود له امله وي، نو د دې اختلال او ستونزې د حل لپاره د ودې هورمون څخه په تزریقي ډول کار اخېستل کېږي.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.