ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

ولې انسان خولې کوي؟ لاملونه او مخنیوی یې

man sniffing himself
لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري

په طبیعي ډول د هر انسان بدن خوله Sweatingکوي، له بدن څخه د خولو وتل د بدن په یخوالي کې مرسته کوي، خو د ټولو انسانانو له بدن څخه د خولو وتل يو ډول نه وي، ځینې خلک په نورمال ډول خولې کوي چې دا خولې طبیعي خولې بلل کېږي او هېڅ ستونزه نه لري خو ځینې خلک بیا له حد څخه ډېرې خولې تویوي چې دا ډول خولې انسان له ځینو ستونزو سره مخ کوي. کله چې د انسان وجود د نورو انسانانو په پرتله څو برابره ډېرې خولې کوي، نو خولې شوی انسان، د خپل وجود دغه ستونزه د شرم لامل ګڼي او په دغه حالت کې انسان نه یوازې د شرمنده‌گۍ احساس کوي بلکې د بدن له بد بوی څخه هم وېره لري.

FB_IMG_1597917285671.jpg

روغتیاپالانو د ډېرو خولو د لاملونو په اړه ځینو ټکو ته اشاره کړې ده او خولو ستونزو د له منځه وړلو لپاره یې ځينې حل لارې موندلي دي چې په نننۍ لیکنه کې یې له تاسو سره شریکوو:
د ډېرو خولو لاملونه:
لومړی: د ښځو په پرتله نارینه ډېرې خولې کوي.
دوم: هغه کسان چې ورزش نه کوي او د ورځې په لړ کې فزیکي کړنې نه ترسره کوي ډېره خوله کوي.
درېيم: هغه کسان چې ډېر وزن لري د هغو کسانو په پرتله چې لږ وزن لري ډېره خوله کوي.
دا یادونه هم اړینه ده چې تر کچې ډېره خوله د ځینو خطرناکو ناروغیو نښه هم ده، چې دلته ترې یادونه کوو:

FB_IMG_1597917318446.jpg

لومړی: د زړه ناروغي

د هغو کسانو وجود چې ډېره خوله کوي، کېدای شي د زړه په ناروغۍ اخته وي، ځکه د ډېرو خولو راتللو یو لامل د زړه ناروغي وي، نو که چېرې ډېره خوله کوئ او په دې شکمن یاست چې د زړه ناروغي درته پیدا شوې نو ارومرو ډاکټر ته ورشئ.

دویم: ذهني فشار

ډېری وخت هغه کسان چې ذهني فشارونو سره مخ وي، ډېرې خولې کوي، ذهني فشار او یا هم ذهني ستومانتیا یوازې پر بدن ناوړه اغېزه نه کوي بلکې د ډېرو خولو کولو پر مهال هم د انسان وجود له ستونزو سره مخ کوي، نو هڅه وکړئ چې ځان له ذهني کړکېچونو څخه لرې وساتئ تر څو ډېرې خولې ونه کړئ.

FB_IMG_1597917326388.jpg

درېيم: د وینې فشار

هغه مهال چې د وینې د فشار کچه ښکته راشي نو انسان ډېرې خولې کوي، دا ډول خولې هغه وخت رامنځته کېږي چې موسم ګرم نه وي او د بدن د خولو لامل ګرمه هوا نه بلکې د وینې ټيټ فشار وي، په دغه حالت کې انسان له کچې ډېر وږی کېږي، د ستومانتیا احساس کوي، سر یې ګرځي او د سترګو لید یې کمزوری کېږي.

څلورم: د درملو منفي اغېزې

کله چې انسان د ځینو ناروغیو له کبله درمل کاروي نو ځینې درمل د انسان په وجود کې د ډېرو خولو لامل کېږي، ډېری وخت دا ډول خولې په وجود کې کومه ستونزه نه رامنځته کوي خو د ځینو درملو انټي بایوټکس د بدن د ډېرو خولو لامل کېږي چې ځینې یې منفي اغېز پرېباسي. خو دا ستونزې عامې ستونزې دي، او روغتیاپالان ورته ډېره پاملرنه نه کوي او عامه ځانګړنه یې بولي.

FB_IMG_1597917256552.jpg

یادې ستونزې د ډېرو خولو کولو لاملونه دي، که چېرې مو دغه ستونزې نه درلودې او بیا مو هم ډېرې خولې کولې نو اندیښنه مه کوئ!
اوس تاسو ته د خولو د مخنیوي لپاره ځينې داسې لارې چارې درښیو چې په ترسره کولو سره یې ستاسو د بدن خولې له منځه ځي:

لومړی – د مڼې په سرکې باندې د بدن هغه ځایونه و اینځۍ چې خولې کوي.
دوم – د لیمو په شربت (د مالګې او لیمو ګډې اوبه) باندې د بدن هغه ځایونه واینځئ چې خولې کوي.

درېيم – په تور چای باندې د خپل وجود هغه برخې واینځئ چې خولې کوي.
څلورم – د خوړو سوډا سره کولای شئ د خپل بدن هغه برخې چې خولې کوي واینځئ.

پورتنۍ کړنې تاسو سره مرسته کوي چې ډېرې خولې ونه کړئ.

FB_IMG_1597917053392.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ

۱ تبصره

  • مننه حیدری خوری دیره مفیده لیکنه. زه هم دیری خولی کووم حال داچی نارمل یم انتردی چی دتمرین په وقت کی می په وجود کی هیس زای وچ نه پاتی کیژی. خو لیمو دیر مفید ده