ټپي توپ اچوونکي او توپ وهونکي لپاره د کرکټ اُصول

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د کرکټ لوبه کې د توپ وهنې او توپ اچونې برخوکې ډېری وخت لوبغاړي ټپي کېږي، چې ځېنې یې له لږ ځنډ وروسته جوړېږي او ځېنې یې بیا د اوږده وخت لپاره د ناروغۍ په بستر پریوځي.
په کرکټ کې د فیلډر اصول یوڅه اسانه دي، که فیلډر یا ډګر ساتونکی ټپي شي، ستونزه نشته، بل ډګرساتونکی دمه ځای یا چمتو لوبغاړو څخه را اخېستل کېږي او ډګر ساتنه پیلوي.
خو؛ ستونزه د توپ اچوونکي او توپ وهونکي ده، کله چې یو توپ اچوونکی د لوبې په اوږدو کې ټپي کېږي او بیا د لوبېدو توان ونه لري؛ نو، د ده پرځای نوی لوبغاړی چې مېدان ته راځي، توپ اچونه نه شي کولای، که کوم بالر د بالېنګ پرمهال ټپي شي او د اور دوه، درې یا څو توپونه یې پاتې وي، له حاضرو لوبغاړو څخه یو یې ټاکل کېږي، چې د ټپي بالر پرځای توپ اچونه وکړي؛ خو نوی راغلی لوبغاړی یواځې ډګرساتنه کولای شي.
https://www.youtube.com/watch?v=mLS9ltmaat8
که یو توپوهونکی ټپي شي، نو بیا؟!
که یو توپ وهونکی د توپ وهنې پرمهال ټپي کېږي، د هغه پرځای بل توپ وهونکی نه شي راتلای، چې توپ وهنه وکړي، ژوبل لوبغاړی که له څه وخت وروسته د لوبې د پاڼۍ په جریان کې ښه شو، بېرته راتلای شي، چې توپ وهنه وکړي او که ښه نه و او لوبه یې نه شوه کولای؛ نو بیا بل نوی لوبغاړی د هغه پرځای توپ وهنه نه شي کولای او لوبغاړی سوځېدلی یا اوټ حسابېږي.
توپ وهونکي لپاره هرټ رېټایرډ یا رېټایرډ اوټ کلمې کارول کېږي، چې دواړه کلمې خپلو کې توپیرلري.
هرټ رېټایرډ لوبغاړی هغه وي، چې ټپي کېدو یا ناروغېدو له امله د ډاکټر له خوا بیرون شي، دا لوبغاړی په روانه پاڼۍ کې وروستیو کې کولای شي بیا راشي توپ وهنه وکړي.
همداسې توپ اچوونکی هم کولای شي، چې په روانه پاڼۍ کې تر ښه کېدو وروسته بیا ولوبېږي او توپ اچوونه وکړي.
دېته د هرټ رېټایرډ اصطلاح کارول کېږي.
رېټایرډ اوټ
ریټایرډ اوټ اصطلاح هغو لوبغاړو ته کارول کېږي، چې کله یو توپ وهونکی ښه توپ وهنه نشي کولای او لوبډلمشر وغواړي، چې د لوبې حالت ته په کتو یو ښه توپ وهونکی د هارډ هېټېنګ لپاره راولېږي.
دغه وخت کې رېټایرډ اوټ لوبغاړی د مقابلې لوبډلې لوبډلمشراجازې ورکولو سره کولای شي ولوبېږي او توپ وهنه وکړي او که د مقابلې لوبډلې لوبډلمشراجازه ورنه کړي؛ نو ریټایرډ اوټ لوبغاړی نه شي لوبېدلای او سوځېدلی حسابېږي.
بل ډول اوټ دا دی، چې کله یو لوبغاړی د جامو یا بېټ یا نورو توکو تر لاسه کولو لپاره له بونډري یا پولې ووځي او له لوبڅار څخه یې اجازه نه وي اخېستې؛ نو بیا اوټ حسابېږي او که له لوبڅارڅخه اجازه واخلي او ټاکلي وخت کې بېرته راستون شي، بیا کولای شي لوبې ته د لوبڅار په اجازه دوام ورکړي.
https://www.youtube.com/watch?v=us4UMJJjXm4
داسې واقعات په اسیا جام سیالیو کې ولیدل، لومړۍ لوبه کې د بنګله دېش پیلوونکی لوبغاړی تمیم اقبال د سریلانکا خلاف ژوبل شو او وروستیو کې یې په یو لاس توپ وهنه کوله.
ورپسې د اسیا جام په پنځمه لوبه کې د هندوستان ال راونډر هارډېک پانډیا د توپ اچونې پرمهال ژوبل شو او پر ځای یې یو توپ امبټي ریوډو ترسره کړ.

About ياران ټیم 3435 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.