رسنۍ سرسکالو له نړۍ

هند او پاکستان د خبريالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په نوملړ کې

د خبريالانو نړيوال فدراسيون په یوه راپور کې د هند او پاکستان په ګډون د نړۍ پنځه هېوادونه د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناکه هېوادونه اعلان کړل.

د هندوستان ټایمز په حواله؛ د ۲۰۲۰م وروستیو شپو ورځو رارسېدلو د خبريالانو نړيوال فدراسيون یا اف جي اف په يوه راپور کې د پاکستان او هند په ګډون پنځه هېوادونه په نړۍ کې د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناکه هېوادونه وبلل.

د دغه راپور پر بنسټ، د ۱۹۹۰م له پیل څخه تر ۲۰۲٠م پورې ټولټال ۲۶۵۸ خبريالان مړه شوي دي. په دغه نوملړ کې عراق د ۳۴۰ ژورناليسټانو په مړینې په لرلو سره د خبريالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په لومړي سر کې ځای لري.

په ورته وخت کې ۱۷۸ خبریالان په مکسیکو، په فیلیپین کې ۱۷۸ خبریالان، په پاکستان کې ۱۳۸ خبریالان او په هند کې ۱۱۶ خبریالان مړه شوي دي.

د خبريالانو نړيوال فدراسيون په روان زېږدیز کال کې د نړۍ په ۱۵ هېوادونو کې په هدفي حملو، بمب ایښودنه او ډزو د ۴۲ خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو د مړینې خبرونه ثبت کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د نی بنسټ د راپورونو له مخې، د اشرف غني د ولسشمرۍ په دوره کې ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴کلونو په پرتله د خبريالانو د مړینې کچه څلور برابره لوړه شوې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ