حمیدالله قادري: ویاړ دی چې افغانی یم او د انګلستان په ۱۹ کلنه لوبډله کې لوبېږم

مرکه: محمدصابر حمیدي

د انګلستان د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې افغان لوبغاړي حمیدالله قادري له یاران سره په ځانګړې شوې مرکه کې وویل، ویاړ دی چې زه افغانی یم، خو د انګلستان په ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله کې لوبېږم.
حمیدالله قادري اصلاً د هېواد په کندهار ولایت کې زېږېدلی او ۹ کاله مخکې له کندهاره انګلستان ته یو ځای له کورنۍ سره تللی.
هغه او کورنۍ ټوله یې اوس په انګلستان کې اوسېږي.
هغه له موږ سره په کړې مرکه کې جالبې څرګندونې لري:
یاران: لومړی دا راته ووایاست څه وخت او څنګه له کندهاره انګلستان ته ولاړې؟
قادري: په ۲۰۱۱م کې انګلستان ته راغلو، زما پلار بیا تر موږ مخکې په ۲۰۰۱م کې راغلی و، زه هغه وخت ۱۰ کلن وم او ټوله کورنۍ مو اوس په انګلستان کې اوسېږي.
یاران: دلته د کندهار په کومه سیمه کې زېږېدلی یې او په څو کلنۍ کې انګلستان ته ولاړې؟
قادري: زه په لس کلنۍ کې انګلستان ته ولاړم او د کندهار په قاسم پله سیمه کې زېږېدلی یم.
یاران: کله چې انګلستان ته ولاړې، څنګه دې د انګلستان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړه؟
قادري زه چې په ۲۰۱۱م کې انګلستان ته راغلم دلته د دربي په نامه یو ښار دی، زیاتره افغانان پکې اوسېږي، نو موږ هم دلته اوسېږو. نو دلته زیاتره افغانان والیبال، فوټبال او یا هم کرکټ کوي، نو وروسته یو څو کسانو په پارک کې کرکیټ کاوه، ما هم ورسره پيل کړ، چې لومړی مې تېزه توپ اچونه ترسره کړه او په هغه لومړۍ ورځ مې ملا خوږ کړه.
نو وروسته له کرکټ سره د علاقې په موخه مې پر یوټیوب د سلو توپ اچونکو توپ اچونه وکتله او له هغه څخه مې اپ سپين بالینګ زده‌کړه وکړه، په تمرین کې مې پر هغه هڅه وکړه. بیا یو کلب ته ولاړم هلته مې تمرینونه او لوبې د  ۱۳ کلنو، ۱۴ کلنو او ۱۵ کلنو سره کولې او بیا مې سلو سلو پرمختګ کاوه.
له هغه وروسته چې موږ په کوم ښار کې اوسېدلو د هغه ښار لوبډلې ته واخیستل شوم او درې څلور کاله مې هغه ټيم ته لوبې وکړلې. له هغه وروسته فرسټ کلاس سیالیو کې مې په لومړۍ لوبه کې ښه توپ اچونه وکړه او په ۲۰۱۷م کې انګلستانۍ ۱۹ کلنې لوبډلې ته واخیستل شوم.
یاران: کندهار کې دې تر دې مخکې کرکټ کاوه؟
قادري: نه نه زموږ په وخت کې په کندهار کې چندان کرکټ نه و، یوازې فوټبال و او هغه مې کاوه.
یاران: دا چې انګلستان د کرکټ په تاریخ کې ښه نوم لري او ښه لوبغاړي هم پکې روزل شوي، څنګه یې تاسو لوبډلې ته غوره کړئ؟
قادري: د مور او پلار دعاوې وې زما زیات کوښښونه ول، چې زه یې دې ځای ته راورسولم. په لومړیو کې مې هم مکتب وایه او هم مې کرکټ کاوه او ډېر کوښښ مې کاوه.
یاران: د انګلستان لوبغاړي درسره څنګه رویه کوي؟
قادري: زه چې هر هېواد ته تللی یم هر وخت ماته حلالې غوښې راکوي، د لمانځه د وخت ډېر خیال ساتي. چې د لمونځ وخت راشي راته وايي، چې ورشه لمونځ وکړه.
یاران: تاسو چې افغانی یاست او د انګلستان ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره لوبېږئ دا څومره د ویاړه خبره ده؟
قادري: ډېر د فخر ځای دی، چې زه افغانی او بیا کندهاری یم او د انګلستان ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره لوبېږم.
یاران: د ۱۹ کلنو ترمنځ په تېر نړیوال جام کې انګلستان د افغانستان په وړاندې لوبه نه درلوده، خو په دوستانه سیالیو کې یو د بل پر وړاندې ولوبېد، چي د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې لوبېدې، څه احساس دې کاوه؟
قادري: له لوبې مخکې ډېر خوشحاله وم چې له افغانستان سره لوبه لرو، زه ډېر خوښېږم، چې له خپلو سره لوبه وکړم. ما د افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې ډېر لوبغاړي وپېژندل. د افغانستان لوبډله ښه لوبغاړي لري.
یاران: تر اوسه افغان لوبډلې ته بلنه درکړل شوې ده؟
قادري: نه تراوسه افغان لوبډلې بلنه نه ده راکړې او زه غواړم د انګلستان لپاره ولوبېږم، ځکه زه او کورنۍ مې په انګلستان کې اوسېږو.
یاران: که ستا څخه وغوښتل شي چې راشه په افغان کرکټ لوبډله کې ولوبېږه، راځې؟
قادري: اوس خو زه انګلنیډ کې اوسېږم، دا به مشکله وي، چې زه دلته و اوسم او افغانستان لپاره لوبې وکړم، دا هم یو خدمت دی، چې زه افغانی یم او د انګلستان لپاره لوبېږم.
یاران: د افغانستان د کرکټ لوبډلې لوبې ګورې؟
قادري: چې د افغانستان لوبې پيل شي، زه او کورنۍ یو ځای ټولې لوبې ګورو او هر وخت د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبې ګورم. په کینټ لوبو کې زه او محمدنبي په یوه لوبډله کې وو، خو بدبختانه دا لیګ د کورونا ویروس له امله ځنډېدلی دی.
یاران: په افغان کرکټ لوبډله کې د چا مینه‌وال یاست؟
قادري: د افغان کرکټ ملي لوبډلې هر لوبغاړی ډېر خوندور لوبغاړی دی. زما مجیب، راشد او نبي بېخي زیات خوښېږي او زیات وخت د مجیب او نبي عسی خېل لوبې ګورم، ځکه د توپ اچوني بڼه یې ماته ورته ده.
یاران: تا یادونه وکړه چې په افغان لوبډله کې د دې لوبغاړو مینه‌وال یم، آیا د دې افغان لوبغاړو څخه دې د خپلې توپ اچونې په اړه څه پوښتلي او څه دې ترې زده کړي؟
قادري: تر اوسه مې اړیکه نه ده ورسره نیولې، خو د دوی ټولې لوبې او ویډیوګانې ګورم او توپ اچونه یې هر وخت ګورم.
یاران: په انګلستان کې هم ښه سلو توپ اچونکي شته لکه معین علي او رشید ایا له هغوی سره دې د خپلې توپ اچونې په اړه لیدنه کړې ده؟
قادري: له معین علي سره مې څو ځلې لیدلي، خو د کرکټ په اړه مو دومره خبرې سره نه دي کړې. یوازې د کورنۍ او ژوند په اړه سره ږغېدلي یو.
یاران: د یوه مسلکي لوبغاړي په توګه تاسې د افغان لوبډلې په اړه وږغېږئ، چې افغان لوبډله څنګه ده او افغان لوبغاړي څنګه دي؟
قادري: زمو افغانانو هر شی ډېر ژر زده کېږي. بایلل نه منو او زموږ د هر شي سره خصوصاً کرکټ سره ډېره علاقه ده. افغان لوبډلې خورا ډېر ژر کرکټ زده کړ او ډېر ژر یې پرمختګ وکړ.
یاران: په انګلستان کې د کرکټ ترڅنګ بله کومه دنده لرې؟
قادري: اوس یوازې کرکټ کوم، مکتب مې خلاص کړی او یوازې په کرکټ بوخت یم.
یاران: که واده کوې، نو مېرمن افغانۍ کوې او که یا هلته د یوې انګلستانۍ نجلۍ سره واده کوې؟
قادري: نه نه، زه له افغانۍ سره واده کوم.
یاران: په وروستیو کې افغانانو ته څه پيغام لرې؟
قادري: دا پیغام لرم، چې د افغان ملي لوبډلې ملاتړ وکړي او په بریا او ماتې دواړو کې د افغان لوبډلې ملاتړ وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ