د افغانستان او نړۍ کرکټ لوبغالو ځانګړنې + انځورونه

 

په نړۍ کې ډېر زیات کرکټ لوبغالي وجود لري، چې له دې جملې څخه انګلستان، هندوستان او اسټرالیا ډېر مخکې دي.

په هندوستان کې د کرکټ لوبغالي زیات دي، خو د نړۍ ستر ۸ لوبغالي پکې شتون لري.

سردار پټېل یا موټېرا لوبغالی

دا لوبغالی په د ګوجرات په احمد اباد سیمه کې جوړ شوی دی، اصلا په ۱۹۸۲ کې تاسیس شوی؛ خو بیا رغاونه او ریفورم یې په ۲۰۲۰ کې وشو.

دا لوبغالی د نړۍ سترو لوبغالو کې راځي او پر یو وخت د یو سلو لس زره یا یو لک او لس زره ننداره کوونکو د ځاییدو وړتیا لري.

د رغولو انجینیر یې شاشي پرابو نومېږي او اووه سوه کروړه هندي کالدارې پرې مصرف شوي دي.

دا لوبغالی د ۲۰۲۰ د فبروري په ۲۴ مه د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په شتون کې پرانیستل شو.

مېلبورن لوبغالی

د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې موقیعت لري، په ۱۸۵۳ کال کې جوړ شوی دی او د یو لک ۲۴ زره ننداره کوونکو وړتیا د ځای پرځای کولو وړتیا لري.

اېدن ګارډېن

د هند په کلکته کې موقیعت لري، په ۱۸۶۴ کې جوړ شوی او د ۶۶ زره ۳۴۹ کسانو د ځایدو ظرفیت لري.

شهید ویر نرایان سېنګ لوبغالی

د هند د رېپور په چټېسګر سیمه کې موقیعت لري، ۲۰۰۸ کې جوړ شوی، د ۶۵ زره ننداره کوونکو وړتیا لري.

راجیف ګاندي

راجیف یا راجیو ګاندي لوبغالی د هند په حیدراباد کې وجود لري، په ۲۰۰۳ کې جوړ شو او د ۶۰ زره ننداره کوونکو لپاره څوکۍ لري.

ګرین فیلډ لوبغالی

د هند په ټرېوانډروم یا کېرالا سیمه کې دی، په ۲۰۱۴ کې جوړ شو او د ۵۵ زره ننداره کوونکو ظرفیت لري.

جواهر لال نهرو لوبغالی

د هند په کوچي سیمه کې دی، ۱۹۹۶ کې جوړ شوی د ۵۵ زره کسانو د ځایدو وړتیا لري.

ډي وای پټېل

  1. DY Patil Sports Stadium

دا لوبغالی په ممبيي کې موقیعت لري، ۲۰۰۸ کې جوړ شوی او د ۵۵ زره کسانو د ځایدو وړتیا لري.

 

اډیلایډ لوبغالی

دا لوبغالی د اسټرالیا په اډیلایډ سیمه کې دی، چې په ۱۸۷۱ کې جوړ شوی او د ۵۳ زره ۵۸۳ ننداره کوونکو لپاره څوکۍ لري.

ایکانا لوبغالی

د هند په لکناو کې دی، ۲۰۱۷ کې جوړ شوی او د ۵۰ زره ننداره کوونکو لپاره مساعد دی.

ډاکلېنډ لوبغالی

د اسټرالیا په مېلبورن کې موقیعت لري، ۲۰۰۰ کال کې جوړ شوی او د ۴۷ زره کسانو لپاره کافي دی.

د اسټرالیا سېډني لوبغالی بیا سر پوښلی دی او د باران پرمهال پرې هم لوبه کېدای شي.

په انګلستان کې کرکټ لوبغالي

په انګلستان له شلو زیات کرکټ لوبغالي وجود لري، چې د دې هېواد د کرکټ په تاریخ کې ارزښتمن دي.

کېننګټن اوول لوبغالی، چې په لندن کې موقیعت لري، ۱۸۸۰ کې پرې لومړۍ لوبه شوې وه.

اولډ ټرافورډ چې د انګلستان په مانچیسټرکې موقیعت لري، ۱۸۸۴ کې پرې له اسټرالیا سره لومړۍ ټېسټ لوبه شوې وه.

لارډز لوبغالی، چې د کرکټ د کور په نامه یادېږي او د کرکټ پیل له دې ځایه شوی دی، ۱۸۸۴ کې پرې لومړۍ لوبه شوې وه.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پایلوبه هم په دې لوبغالي د نیوزیلېنډ او انګلستان ترمنځ ترسره شوه، چې انګلستان د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله او په تېرو ۴۴ کلونو کې لومړی ځل و، چې انګلستان نړیوال پنځوس اوریزجام خپل کړ.

ټرېنټ برایج لوبغالی، هیډینګلي، اېګ باسټن، رایور سایډ، سوفیا ګارډینز، روز بول، کاونټي ګراونډ، برامال لېن، سېنټ هیلینز، نارت مرین روډ، کاونټي، نیو روډ، ګرېس روډ، کاونټي، کاونټي، نیوېل، دوه نور هم د کاونټي په نامه دي او سېنټ لاورېنس لوبغالي په انګلستان کې موجود دي.

د کاونټي په نامه لوبغالي ۶ دانې دي، چې په بېلابېلو سیمو کې موقیعت لري.

سویلي افریقا کې کرکټ لوبغالي

سویلي افریقا کې په لسګونو کرکټ لوبغالي وجود لري؛ خو نړیوال یې بیا کم دي.

سوپر سپورټ پارک لوبغالی، نیولېنډ لوبغالی، سېنټ جورج پارک، وانډررز او کېنګز میډ لوبغالی.

ویسټ انډیز کرکټ لوبغالي

په ویسټ انډیز کې نږدې دېرش کرکټ لوبغالي موجود دي، چې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره درجه بندي شوي دي.

انګوېلا، اټېګوا او باربوډا، باربادوس، برېټېش ورجن ایلېنډ، دومېنېکا، ګرېناډا، ګویانا، جمېکا، مانټ سیراټ، سېنټ کېټس او نیویس پېټرېټس، سېنټ لوشیا، سېنټ وېنسېنټ او د ګرېناډینز، سېنټ مارټین، ټرېنېډاډ او ټوباګو او ، یوُ. اېس ورجن ایلېنډ.

دا یې مشهور کرکټ لوبغالي دي.

د ټېسټ لوبو لپاره کېنسېنګټن اوول، کوینز پارک، بورډا، سبېنا پارک، انټېګوا ري کرېئشن، ارنوس وېل، نېشنل، ډېرین سمي، وارنر پارک، پراوېډېنس، سر وېویان ریچارډز او وېنډ سر پارک.

د یو ورځنیو لوبو لپاره، البیون سپورټ کمپلیکس، مېنډو فېلېپ پارک او کوینز پارک اولډ.

نیوزیلېنډ کې کرکټ لوبغالي

په نیوزیلېنډ کې هم نږدې اتیا کرکټ لوبغالي شته، خو مشهور یې د ګوتو په شمېر دي، چې اکلېنډ، بی اوول او اېډن پارک پکې ډېر مشهور دي.

د نیوزیلېند په ګاونډ اسټرالیا کې بیا لسګونه لوبغالي شته، خو مشهور یې بیا سېډني، مېلبورن، پېرت او ادیلایډ دي.

په سریلانکا کې هم لس کرکټ لوبغالي وجود لري، چې مشهور یې پالیکل، کولمبو، ګال، راجاپکسا، پرېماداسا او ډمبولا دي.

بنګله دېش کې اته کرکټ لوبغالي دي، چې شېري بنګله او ظهور احمد چودري یې مشهور دي.

پاکستان کې ۲۹ کرکټ لوبغالي دي، چې مشهور یې قدافي لوبغالی په لاهور کې دی او نېشنل لوبغالی په کراچۍ کې دی.

افغانستان او کرکټ لوبغالي

افغانستان کې په نړیوال معیار برابر لوبغالی نشته او وجه دا ده، چې دلته کرکټ نوی دی او هم د افغانستان ډېری ولایتونو امنیتي وضعیت ښه نه دی.

خو بیا هم د لوبغالو جوړولو ته کار ویل شوی دی، چې په ټولو ولایتونو کې ۳۳ سیمه ییز لوبغالي شته.

او په کابل کې هم یو لوبغالی شتون لري، چې ډېره پورې زیاتې لوبې ترسره کېږي.

خو هڅې روانې دي، چې په کابل کې په لسګونه جریبه ځمکه کې نوی لوبغالی جوړ شي، چې په ټولو معیارونو به برابر وي.

 




وروستي مطالب