نړۍ

اروپا کې د چرګانو انفلونزا خپره شوې

ژباړه: عایشه حیدري

د اروپا له دوو هېوادونو بلجيم او ناروې څخه د انفلونزا د خپرېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

له NRK په حواله، د اروپا په دوو هېوادونو بلجيم او ناروې کې د چرګانو انفلونزا د خپرېدلو راپورونه ورکړل شوي دي. دغه انتان د ناروې په روگالنډ سیمه کې په یو ډول وحشي الوتونکي کې لیدل شوی دی.

د ناروې د څارويو د روغتیا او خوړو د امنيت د برخې مشر، له خلکو څخه مړو مرغانو د موندنې په صورت کې دوی ته د خبر ورکولو غوښتنه کړې.

هغه وويل چې دا کار د انتان د څېړنې لپاره ډېر اړین دی. د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د مرغانو په گرځېدلو بنديز لګول کېږي، دا په دې معنا ده چې په ناروغیو د اخته کېدلو د مخنیوی لپاره باید مرغان په کور کې وساتل شي. په ورته وخت کې په بلجيم کې هم د چرګانو د انفلونزا د خپرېدلو راپور ورکړل شوي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د منن په ښار کې چې له فرانسې سره په پوله پروت دی، نږدې ۶۰۰ الوتونکې د دغه وایروس له امله مړې شوې دي.

ويل کېږي چې د‌ دغه مېکروب سره د مبارزې لپاره ۱۵۱زره نور الوتونکي هم نابود شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ