اندونیزیا: الوتکه له الوتنې څو دقیقې وروسته سیند ته لویدلې او ۱۸۹ سپرلۍ يې وژل شوي

8
د اندونیزیا هیواد په پلازمینه جاکارتا کې د “لاین” په نوم د هوايي شرکت الوتکه له الوتنې څو دقیقې وروسته لویدلې، چې پکې سپرې ټولې سپرلۍ وژل شوي.
د اندونیزیا د ژغورنې او پلټنې ادارې نن دوشنبه رسنیو ته ویلي، چې دوې یواځې د ځینو انسانو د بدن “پاتې شوني” موندلي او اټکل کوي، چې هیڅوک ژوندی نه دی پاتې.
دا بوینګ ۷۳۷ ماسک الوتکه نن سهار وختي د جاکارتا هوايي ډګر څخه د پنګکال پیننګ سیاحتي ښار ته الوتنه وکړه، چې ۱۳ دقیقې وروسته له رادر څخه ورکه شوه. الوتکه د جاوا په نوم سیند کې لویدلې.
ځينې انټرنیټي سرچینې دا هم وايي، چې الوتکې د ټاکلې اندازې زیات سرعت اخیستی او خپله توازون يې بایللی دی.
د ژغورنې او پلټنې د ادارې یوه مشر بمبنګ سویو اجي وايي:
“زما وړاندوینه داده، چې په الوتکه کې هیڅوک ژوندی نه دی پاتې. د انسانو د بدن کومې برخې چې موږ موندلي، د پيژندلو نه دي. ساعتونه ووتل، او موږ ویره لرو، چې شاید ۱۸۹ سپرلې ټولې مړې شوې وي.”
د پیښې ځينې عینې شاهادانو ویلي، چې چورلکه په اوبو کې له ۳۰ تر ۴۰ مترو ژوره غوټه وخوړه او ورکه شوه. له پیښې له ځایه ځینې ویډیوي تصویرونه ښيي، چې تیل د اوبو په سر ګرځي او د الوتکې یوه نیمه ټوټه هم د اوبو سرته راپورته کیږي، چې پرې د (لاین) الوتکې لوګو یا نښې دي.
یو شمیر سرچینو دا هم ویلي، چې دا الوتکه له الوتنې وړاندې د ځینو نامعلومو تخنیکي ستونزو له امله مستري ته هم ودرول شوې وه.
د پنګکال پیننګ ښار په هوايي ډګر کې ددې مسافرو کورنۍ او منتظرین ورټول شوي، ویر کوي، چغې وهي او خدای ته ژاړي. یوه ځوانه ښځه ژاړي، او وايي، چې میړه يې په همدې الوتکه کې وه. سهار يې ورته زنګ وکړ، د خپل کوچني زوی پوښتنه يې وکړه او وعده يې وکړه، چې نن راځي.
د اندنیوزیا د ټرانسپورت ملي کمیټې چارواکې وايي، چې په دې الوتکه کې ۱۷۸ لویان، یو ماشوم، دوه د غیږې ماشومان، دوه پیلوټان او ۶ د الوتکې خدمتي کارکوونکې وه.
د اندونیزیا د ماليې وزارت په خپاره کړي بیان کې ویلي، چې ددې وزارت ۲۰ کارکوونکې هم په دې الوتکه کې سفر کاوه، چې اوس يې له مړي او ژوندي خبر نه لري.
یو کس د سوني په نوم وايي، چې د ترافیکي ستونزو له امله يې د لویدلې الوتکې پرواز ته په وخت ونه رسید، کنه اوس به د مړیو په جمع کې و. هغه ځان بختور حسابوي خو وايي، چې په لسګونه همکاران او ملګري يې په همې الوتکه کې وه.
د لاین هوايي شرکت وايي، دا چورلکه تیر اګست کرښې ته راغلې او الوتنې يې يې کولې. دوې زیاتوي، د الوتکې پیلوټان تر ۱۱ زره زیاتو ساعتونو د الوتنې تجربه لري؛ صحي معاینات يې همدا څو ورځې مخکې شوي او هیڅ ډول نشه يې توکي نه کاروي.
د شرکت اجرائیه مشر ایډوارډ سیرت وايي، چې الوتکه هم جاکارتا تر راتلو مخکې د مسلکي انجینرانو لخوا کتل شوې او کوم خاص مشکل يې نه درلود.