فبروري 27, 2021

د یوې هندوې ښځې ادعا، له باد څخه اومېندواره شوې یم

يوه هندو ښځه ادعا کوي چې له باد څخه اومېندواره شوې ده او له یوې ګړۍ وروسته یې ماشوم زېږولی دی.

د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د Coconut خپرندويه نشریه لیکي چې، د اندونيزيا د چیناجور سیمې يوې اوسېدونکې ويلي دي چې له باد څخه اومېندوارۍ شوې ده او له یوه ګړۍ وروسته یې ماشوم زیږولی دی.

دغه مېرمن سيټي زاینه نومېږي او ۲۵ کاله عمر لري. نوموړې وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له عبادت وروسته پر ځمکې څملاستلې وه او په ناڅاپي ډول یې د باد څپې حس کړې.

د هغې په نظر هغه په همدې شېبې کې له باد څخه اومېندواره شوې ده او له پينځلس دقیقو وروسته یې د خېټې درد حس کړی دی او په خپلو سترګو یې ولیدل چې خېټه یې لوېږي، په ډېرې بېړه روغتون ته تللې او هلته یې خپل ماشوم له ۲.۹ کیلو ګرامه وزن سره زېږولی دی.

زاینه څلور میاشتې وړاندې له خپل خاوند څخه جلا شوې ده. د هغې په وينا وړاندې تر دې یې د اومېندوارۍ هېڅ ډول علامه نه وه حس کړې او میاشتنۍ ناروغي یې نه ده بنده شوې.

د روغتيايي مرکز په نظر، باد دلته اغېز نه لري، خو پرته له علايمو د پټې اومېندوارۍ امکان شته.

د دې لپاره چې د دغه ماشوم د عجیبه زېږون په اړه له ډېر شور څخه مخنیوی وشي، د پېښې د پلټنې لپاره یې پولیس راوغوښتل.

په ۲۰۱۸ کال کې د فلیپین د جزایر محلي اوسېدونکي له کبانو څخه اومېندواره شوي وو,معایناتو څرګنده کړه چې رښتیا د تخمدان په ناروغۍ اخته دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب