Advertisements
سینما او موسیقي کلتور او هنر

د هند نوموتې سندرغاړې لتا منګیشکر سختې ناروغۍ له امله بستر ده

د هندۍ د موسیقۍ ملکه لتا منګیشکر د روغتیایي حالت د خرابولي له امله نږدې روغتون ته وړل شوي.

د معلوماتو له مخې به روغتون کې نوموړې سندرغاړې په عاجله خونه بستر شوې او د څارنې لاندې ده.

هندي رسنۍ وایي چې شاوخوا ۹۰ کلنه لتا منګیسکر د ساه بندۍ ستونزه لرله چې خبره ان تر روغتون ورسېده.

د دې لپاره چې په ښه ډول يې ساتنه وشي د ډاکټرانو د لارښوونې په اساس په عاجله خونه کې تر څارنې لاندې نیول شوي، خو ډاکټرانو یې روغتیایې وضعیت نازک ښودلی دی.

د لتا منګیسکر خور او مشهورې سندرغاړې اشا بهوسلی روغتون ته د خپلې خور د ناروغۍ پوښتنې ته و رغلې وه او له مینوالو یې ورته د دعاؤ غوښتنه کړې ده.

د مېرمن منګیشکر د خور د خبرو له مخې سندرغاړې لومړی د خپور  شوي غاز له امله اغیزمنه شوې چې بیا یې په کور کې حالت تداوي کېدل، خو کله چې یې وضعیت خراب شوی نو روغتون ته یې انتقال کړې ده.

په کال ۱۹۲۹ پيدا شوې لتا منګیشکر په خپل ټنګ ټکور او ښکلي غږ یې د موسیقۍ په نړۍ تر اوسه راج وکړ.

په تېر عمر او سپین سر یې په غږ کې هاغه تازه والی د تېر په څېر پاتې، دا هغه نوموتې سندرغاړې ده چې یې سندرې د هند، پاکستان، بنګله دیش او افغانستان په شمول د نړۍ په ډېرو هغه هېوادونو کې خلک اوري چې په اردو ژبه پوهیږي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی