اپریل 23, 2021

ویرات کولي: د سوریا کومار یداف لومړۍ لوبې حیران کړم

د هند کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي ویلي، چې د انګلستان پر وړاندې څلورمه شل اوریزه لوبه کې د سوریا کومار یداف توپوهنې خورا حیران کړم.

نوموړي ویلي:

«د داسې بالرانو پر وړاندې چې نړۍ کې خطرناک دي او خورا ښه توپ اچونه کوي، داسې فوق العاده او غوره توپوهنې د هندوستان ټول لوبغاړي حیران کړل».

د کولي په خبره د انګلستان د غوره بالرانو پر وړاندې په درېیم نمبر د یو لوبغاړي راتګ او بیا لومړۍ لوبه کې نیمه سلیزه وهل، بې جوړې توپوهنه ده.

هغه دا خبرې له انګلستان څخه د څلورمې شل اوریزې لوبې تر ګټلو وروسته کړي دي.

سوریا کومار یداف او لوبه یې

سوریا کومار یداف دېرش کاله عمر لري، دغه لوبغاړي په یوولس کلونو کې خپلې ملي لوبډلې ته لار وموندله او د غوره کارکرده ګۍ په لړ کې یې د غوراوي کمېټه قانع شوه، چې ملي لوبډله کې یې واخلي او خپل پیل د انګلستان پر وړاندې د مارچ په ۱۸ مه وکړي.

نوموړي په خپله لومړۍ لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه او د  انګلستان لوبډله د ده د غوره توپوهنې له امله ماته شوه.

ده چټکې ۵۷ منډې وکړې.

۲۰۱۰ کې یې فرسټ کلاس لوبې کړي او ۲۰۱۱ کې د پونه لوبډلې په ګټه په آی پي اېل کې لومړی ځل لوبېدلی و؛ خو دا لوبډله بیا ختمه شوه.

کله چې له ۲۰۱۱ څخه وروسته د ممبيي لوبډلې سره ولوبېد، د ممبيي لوبډلې لومړی توپوهونکی و، چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې ۷۳ منډې وکړې.

له دې وروسته دی دومره اغېزناک تمام شو، چې هره لوبه کې یې د یادونې وړ مهمې منډې کړي دي.

تر ۲۰۱۳ پورې له دې لوبډلې سره ولوبېد او له دې وروسته له کلکټې لوبډلې سره مل شو، خو کلکتې لوبډلې توپوهنې ته ډېر وروسته راویسته او همدا وجه وه، چې په کرکټ یې منفي تاثیر پرېوت.

سوریا کومایداف ویلي دي:

«دی تل هڅه کوي، چې لږ څه مختلف کرکټ وکړي، نوموړی زیاتوي د نوي او جذابه کرکټ په کولو سره دی خورا تږی وي، چې ښه لوبه وکړي او منډې جوړې کړي».

له ۲۰۱۴ څخه یې له ممبيي سره یو ځل بیا قرارداد وکړ او دا ځل یې ځان دومره وځلاوه، چې دې لوبډلې تر وروستیو له ځان سره وساته او د ۲۰۱۸ کال په آی پي اېل کې یې  هم ۵۱۲ منډې وکړې او د ټول ټورنمنټ د غوره توپوهونکي جایزه یې ترلاسه کړې وه.

د ۲۰۲۰ کال په آی پي اېل کې یې د ممبيي لوبډلې په ګټه خورا مثبتې لوبې وکړې او رول یې بیخي د ملا د تیر شو.

درې سختې لوبې یې له پنجاب، کلکتې او ډیلي څخه ممبيي ته وګټلې او حتی لوبډله یې تر اتلولۍ ورسوله.

د لوبغاړي د توپوهنې مقام

کله چې یو لوبغاړی په خپل وخت توپوهنې ته راونه وځي، نو په توپوهنه یې اغېز پرېوځي او ښه نشي لوبېدلی.

په لوبډله کې د هر لوبغاړي مناسب ځای وي، مثلا اوپنر، ون ډاون، ټو ډاون، مېډل ارډر او فېنشر.

سوریا کومار یداف ټاپ ارډر توپوهونکو کې راځي او زیاتره وخت په ون ډاون باثباته توپوهنه کوي.

د انګلستان پر وړاندې څلورمه لوبه کې په داسې حال کې په دویمه وېکټ راښکته شو، چې د هندوستان یو اوپنر په ۱۴ منډو او روهېټ شرما په ۱۲ منډو وسوځېدل.

سوریا کومار یداف لوبډلې ته د ملا د تیر رول ولوباوه او په خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه کې یې په ۳۱ توپونو ۵۷ منډې وکړې، چې درې یې شپږیزې او ۶ یې څلوریزې وهلې وې.

 د سوریا کومار یداف د توپوهنې سټایل

نوموړی ډېره تدابیره لوبه کوي، فلېک شاټونه یې په سکوېر لېګ او فاین لېګ خورا سټایلش دي.

دی دا شاټونه خورا ډاډه او په مهارت سره وهي، چې کله شاټ ووهي؛ نو بیا یې له پولې اړوي.

بله خوبایي داده، کله چې توپ په اف سټم او لاین کې وي، بیا زیات ځواکمن ټایمېنګ وهي، ایکسټرا کور، لانګ ان، یا د سټرېټ  پولو پر سر توپونه اړوي.

خو دایره کې یې لوبه ډېره په زړه پورې وي او که هندوستان یې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې له دې وروسته ولوبوي، نو ښه ټاپ ارډر توپوهونکی به یې موندلی وي.

 

 

وروستي مطالب