د هندیانو نوی سټایل؛ په پاکستان کې د خپل اسیر شوي پیلوټ غوندې بریتونه جوړوي

لیکنه: صادق طارق
هندیانو تر هغې وروسته، چې د هوایي ځواک د یوه جیټ پیلوټ یې پاکستان تر اسیرولو وروسته بیرته خوشې کړ، اوس د هغه د بریتونو په شان سټایل ته مخه کړې ده.
د وطن پالنې سمبول
د هندوستان دغه پیلوټ «ابیناندان وارتهامان» څو ورځې مخکې د هند او پاکستان د پوځي ناندرۍ پر وخت پاکستاني ځواکونو ونیوه.
د پاکستان په وینا د ده الوتکه یې نسکوره کړې وه، خو ده د فراشوت په وسیله ځان ژغورلی و، چې دوی ته په لاس ورغی.

دا پيلوټ د تصویرونو تر خپریدو وروسته یې هندیانو ته د وطن پالنې په یوه سمبول بدل او ډېرو ته د یوه اتل په توګه ومنل شو.
یاد شوی پیلوټ د افغانانو په عامه اصطلاح چنګ ـ چنګ بریتونه لري.
دی د تېرې جمعې په ورځ د پاکستاني صدراعظم عمران خان په حکم د ده په وینا د حسن نیت په بڼه هندوستان ته وسپارل شو.
دا پیلوټ هند ته تر سپارل کیدو وروسته د خپلو هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو.
نوی سټایل
د هند د یو شمېر سلمانیو کارکوونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د «ابیناندان وارتهامان» له خوشې کیدو وروسته ګڼ مراجعین یې ورنه د نوموړي په سټایل د بریتو جوړول غواړي.

د هند د یوه ورزشي مرکز مشر یاد شوي اژانس ته ویلي، چې هندیان په سټایلونو او خوشاله ژوند تېرولو کې نوم لري.
دی چې خپله یې هم د «ابیناندان وارتهامان» په شان ږیره او بریت جوړ کړي، وایي د دغه پیلوټ په شان سټایل ورته د وطن پالنې یو اصل دی او ویاړي، چې د خپل یوه اتل په څېر سټایل کوي.

وروستي مطالب