اپریل 19, 2021

هندۍ کورنۍ خپله ۱۲ کلنه لور د زوی درملنې لپاره پلورلې

هندو مور او پلار خپله ۱۲ کلنه لور په یوه سړي د دې لپاره پلورلې تر څو په لاسته راغلو پیسو د خپل مشر زوی درملنه وکړي.

له The Times Of India د راپور پر بنسټ، په هند کې يوې کورنۍ خپله ۱۲ کلنه لور د خپل مشر زوی د درملنې د لګښت نه درلودو له امله په یوه بالغ سړي پلورلې ده.

د دغه راپور له مخې، یادې کورنۍ خپله ۱۲ کلنه لور په خپل ۴۶ کلن ګاونډي، د ۱۰ زره هندي روپیو په بدل کې پلورلې ده.

له واده وروسته دغه سړي، ياده شوې نجلۍ د هغې له کورنۍ څخه بېولې ده. د دغه سړي ګاونډيانو ډېر ژر له امنیتي ځواکونو سره اړیکه ټینګه کړه ځکه هغوی د ماشوم د پر له پسې ژړا او چغو غږونه اورېدل.

د هند پولیسو د دغه سړي پر وړاندې دوسیه پرانیستې ده او له یاد سړي نه یې څېړنې پیل کړې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي