سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د هند کرکټ بورډ د راتلونکي نړیوال جام لپاره ۸ لوبغالي غوره کړي

د هندوستان کرکټ بورډ ویلي، چې دوی د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال کرکټ جام لپاره اته لوبغالي غوره کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز کرکټ جام د اکټوبر او نومبر میاشتوکې په هندوستان کې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې نړیوال شل اوریزجام د کرونا ویروس له امله په اسټرالیا کې ترسره نشو او راتلونکی کال به هندکې ترسره شي.

د هندوستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د راتلونکي شل اوریز کرکټ جام لپاره یې ۸ کرکټ لوبغالي په نظرکې نیولي دي.

راتلونکی نړیوال شل اوریز کرکټ جام د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر او نومبر میاشت کې په پام کې دی او کوربتوب یې هندوستان کوي.

په ۲۰۲۰ کال کې نړیوال شل اوریزو جام په اسټرالیا کې ترسره کېده، خو د کرونا ویروس له امله ۲۰۲۱ کال ته وځنډېد.

Punjab Cricket Association IS Bindra Stadium - Wikipedia

دې جام کې به ۱۶ لوبډلې ګډون لري او ۴۵ لوبې به نندارې ته وړاندې کړي.

هندوستان په ۲۰۰۷ کال کې د نړیوال شل اوریز جام اتلولي ګټلې وه او دا یې لومړی پړاو و.

د نړیوالو جامونو اتلولۍ دوه ځلې ویسټ انډیز، یو ځل هندوستان، یو ځل پاکستان، یو ځل سریلانکا او یو ځل انګلستان ګټلي دي.

۲۰۲۱ کال کې به ویسټ انډیز له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې وکړي.

نړیوال شل اوریز جامونه او ګټونکي یې

۲۰۰۷ کې نړیوال شل اوریزجام سویلي افریقا کې ترسره شو، چې پایلوبه کې هندوستان، پاکستان ته ماته ورکړه او اتلولي هندوستان وګټله.

۲۰۰۹ کې دویم پړاو په انګلستان کې ترسره شوه، چې پاکستان، سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام هسک کړ.

درېیم پړاو ۲۰۱۰ کې ویسټ انډیز کې وشو او پایلوبه کې یې انګلستان، اسټرالیا ته ماته ورکړه.

ویسټ انډیز ۲۰۱۲ کې سریلانکا ته ماته ورکړه او کوربه هېواد هم سریلانکا و.

۲۰۱۴ کې نړیوال جام په بنګله دېش کې ترسره شو او سریلانکا، هندوستان ته په ماتې ورکولو سره اتلولي واخیسته.

۲۰۱۶ کې بیا ویسټ انډیز، سریلانکا ته ماته ورکړه او د دویم ځل لپاره اتلولي ویسټ انډیز وګټله.

5 Best Cricket Stadium in India to Watch IPL in 2020

له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۱ پورې دا جام د بیلابېلو علتونو له امله نه دی ترسره شوی.

د هندوستان کرکټ لوبغالي

هندوستان کې شاوخوا ۲۳ نړیوال لوبغالي شتون لري، چې عبارت دي له سردار پټېل، اېډن ګارډېن، چېډم برم، ارون جېټلي، برابورن، ګرین پارک، چېنا سوامی، وانکېډی، براباتی، پنجاب، راجاسیکارا، راجیف ګاندي، هولکر، وېډاربا، ماراشترا، ساورشترا، جی، اېس، سي، اې، هیماچل، ګرېټرنوېډا، برساپارا، ګرین فیلډ، راجیف ګاندي او بهارت رټنا.

د دې سربېره هندوستان نور زیات سیمه ییز معیاري لوبغالي لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ