سپورټ کرکټ وزش او تمرین

هندي لوبغاړو له لسو میاشتو راهیسي معاشونه ندي اخیستي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د رپوټونو په اساس د نړۍ تر ټولو شتمن کرکټ بورډ «هندوستان» لا له لسو میاشتو راهیسي خپلو لوبغاړو ته معاشونه ندي ورکړي.

د انډین اکسپریس د راپور له مخې هندي کرکټ بورډ خپلو ۲۷ قراردادي لوبغاړو ته له تېر ۲۰۱۹م له اکتوبر میاشتې نه معاشونه ندي ورکړي.

ددې ترڅنګ ددې هیواد کرکټ بورډ له تېر ۲۰۱۹م ډیسمبر میاشت څخه خپلو لوبغاړو ته د دوو ټیسټ، نهه یو ورځنیو او اته بیا شل اوریزه لوبو پيسې ندي ورکړې.

هندوستان کرکټ بورډ خپل لوبغاړي د معاش ورکولو له مخې په دریو کټګوریو «A,B,C» باندي وېشلې، چې د لومړۍ کټګورۍ لوبغاړو ته ۵ کروړه، د دوهمې کټګورۍ لوبغاړو ته درې کروړه او د درېیمې کټګورۍ لوبغاړو ته بیا یو کروړ معاش ورکوي.

په لومړۍ کټګورۍ کې ویراټ کوهلي، روهیت شرما او بومرا شامل دي.

ددې ترڅنګ دا بورډ هندي لوبغاړو ته پر ټیسټ لوبه ۱۵ لکه، پر یو ورځنۍ لوبه ۶ لکه او پر شل اوریزه لوبه بیا ۳ لکه هندۍ کالداري ورکوي.

د کرکټ اډیکټور په نوم یوې هندۍ ورزشي ویبپاڼې درې اونۍ مخکې په یوې لیکنه کې د نړۍ تر ټولو شتمن کرکټ بورډونه اعلان کړل، چې هند پکې تر ټولو شتمن پيژندل شوی.

د یادي ویبپاڼې د راپور له مخې هند کرکټ بورډ اوس ۲۵۰ میلیونه ډالره له ځان سره لري.

دا چې د دومره پيسو درلودلو سره ـ سره ولي هند تر اوسه خپلو لوبغاړو ته له تیرو لسو میاشتو راهیسي معاش ندی ورکړی تر اوسه یې په اړه معلومات نشته.

د کورونا ویروس د راتګ سره سم د یو شمېر هیوادونو کرکټ بورډونو د خپلو لوبغاړو معاشونه یا هم کم کړل او یا یې هم وځنډول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ