سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.

 د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي.

د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه به یې سبا د جمعې په ورځ ماپښین ۲ بجې د هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په ساوتمټن ښار کې پیل شي.

ددې جام په لومړي ځای کي هند، دویم ځای کې نیوزیلینډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ انډیز، اووم ځای کي سویلي افریقا، اتم ځای کې سریلانکا او نهم ځای کې بیا بنګله دېش شتون لري.

ددې جام پایلوبه؛ ځکه د هند او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره کیږي، چې دواړې پکې مخکښي دي.

 

 

 

د هند اعلان شوې لوبډله

 

ویراټ کوهلي، روهیت شرما، شوبمېن ګېل، چیتیشوار پوجارا، اجینکا رهاني،هانوما ویحاري، ریشپ پنټ، وریدیهام ساها، رویندرا جدیجا، جسپریت بومرا، ایشانت شرما، محمد شامي، اُمېش یاداو، محمد سراج.

 

د نیوزیلینډ اعلان شوې لوبډله

 

کین ویلمسن، ټام بلینډل، ټام لټام، ډېون کنوې، راس ټېلر، ویل ینګ، کولین ډي ګرانډهوم، بي جي واټلینګ، هنري نیکولاس، ټرینټ بولټ، مټ هنري، کایل جمېسن، اعجاز پټېل، تېم سوتي او نیل واګنر.

وروستي مطالب