هند کرکټ بورډ: IPL سږ کال هند کې نشي ترسره کېدلای!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د هندوستان کرکټ بورډ وایې، چې سږ کال د هندوستان کورنۍ تجارتۍ سیالۍ د کورونا ویروس له امله په هند کې نشې ترسره کېدلای.
د هند کرکټ بورډ مشر سوراب کنګولي په خپلو تازه څرګندونو کې دا رد کړه، چې ګواکي آی پي ایل دې په هندوستان کې ترسره شي.
سوراب کنګولي زیاته کړه:

«زه فکر کوم زموږ لپاره راتلونکې درې او یا هم څلور میاشتې ډېرې سختې دي، خو موږ باید دا هر څه وزغمو او د روان کال تر پایه او یا هم د راتلونکې کال په پيل کې ژوند عادي حالت ته راوګرځي. د کورونا ویروس له امله هند کې د آی پي ایل ترسره کېدل ناشونې ده، نو په همدې موخه ټاکلی پلاوی پر همدې غور کوی، چې نیوزیلینډ، متحده عربي اماراتو او یا هم سریلانکا کې ترسره شي.»
یاران uncategorized 308 scaled هند کرکټ بورډ: IPL سږ کال هند کې نشي ترسره کېدلای!

څو ورځې مخکې متحده عربې اماراتو او سریلانکا هیواد له هند څخه وغوښتل، چې د آي پي ایل کوربتوب ورکړې، خو پرون سې شنبه د دې دوو هیوادونو ترڅنګ نیوزیلینډ هم وویل، چې د آي پي ایل کوربتوب ته چمتو دی.
ټاکل شوې وه د آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو د تیري مارچ میاشتې له ۲۹مې بیا د مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې ترسره شوی وای، خو د کورونا ویروس له امله لا هم د ځنډ سره مخ دی.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.