سپورټ کرکټ وزش او تمرین

پایلوبې ته د وتلو په موخه دوې قوي لوبډلې سره لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان آی پي ایل سیالۍ تر وروستیو پړاونو رسېدلې، چې په ترڅ کې یې نن یکشنبه د دې لیګ دوې قوي لوبډلې سنرایزر حیدراباد او ډهلي کپیټلز یو د بل په وړاندي د سیالي ډګر ته کښته کیږي.

دا لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې پیلیږي، چې ګټونکې لوبډله یې پایلوبې ته لاره پیداکوي.

ممبي انډينز بیا هغه لوبډله ده، چې وار له مخې یې پایلوبې ته لاره پیداکړې ده.

آی پي ایل

د هند آی پي ایل سیالۍ د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پيل شوې، چې پکې اته لوبډلې یو د بل په وړاندې ولوبېدې.

چینای سوپر کینګز، کینګز الیون پنجاب، راجستان رویالز، ډهلي کپیټلز، رویال چلینجرز بنګلور، ممبي انډینز. کلکته نایټ رایډرز او سنرایزر حیدراباد هغه لوبډلې دي، چې د دې ټورنمنټ په لومړي پړاو کې سره ولوبېدل.

خو چینای سوپر کینګز، کینګز الیون پنجاب، راجستان رویالز او کلکته نایټ رایډرز هغه څلور لوبډلې وې، چې په لومړي پړاو کې اوټ شوې.

ممبي انډینز، ډهلي کپیټلز، سنرایزر حیدراباد او رویال چلینجرز بنګلور بیا هغه څلور لوبډلې دي، چې نورو پړاونو ته یې لاره وموندله.

د دې لیګ په لومړۍ کوالیفایر لوبه کې د پنجشنبې په ورځ ممبي ـ ډهلي ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره وموندله، خو ډهلې لا هم بل چانس له ځان سره لري.

په ایلیمنټر لوبه کې بیا د جمعې ورځ حیدراباد ـ بنګلور ته ماتې ورکړه، چې حیدراباد دویمي کوالیفایر لوبې ته لاره پیداکړه، خو بنګلور بیا د ټورنمنټ سره مخه ښه وکړه.

اوس دویمه کوالیفایر لوبه نن د ډهلي او حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د ننۍ لوبې ګټونکې لوبډله به بیا د راتلونکې سې شنبې په ورځ د هند آی پي ایل سیالیو پایلوبه د ممبي انډینز لوبدلې سره ترسره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ