اپریل 19, 2021

کرکټ؛ هند او انګلستان نن د لړۍ پایلوبه ترسره کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

هند او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د پنځو شل اوریزه سیالیو وروستۍ لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې ترسره کوي، چې تر دې مخکې د یادي لړۍ دوې لوبې هند او دوې لوبې بیا انګلستان ګټلي.

که ننۍ لوبه هرې لوبډلې وګټله، نو د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ په خپل نوم کوي.

 

د لړۍ لومړۍ لوبه

 

په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې لومړی توپوهنه هند وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۴ منډې وکړې او انګلستان ته یې د ۱۲۵ منډو هدف وټاکی.

کله چي انګلستانۍ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۵،۳ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې کوربه هند ته په اتو ویکټو ماته ورکړه.

 

د لړۍ دویمه لوبه

 

د لړۍ په دویمه لوبه کې لومړی انګلستان توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۴ منډې وکړې او هند ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکی.

کله چې هندۍ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۷،۵ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په اتو ویکټو یې انګلستانۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

 

د لړۍ درېیمه لوبه

 

د یادي لړۍ په درېیمه لوبه کې لومړی هند توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۶ منډې وکړې او انګلستان ته یې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکی.

کله چې انګلستانۍ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۸،۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په درېیمه شل اوریزه لوبه کې هند ته په اتو ویکټو ماته ورکړه.

 

د لړۍ څلورمه لوبه

 

د لړۍ په څلورمه لوبه کې لومړی هند توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۵ منډې وکړې او انګلستان ته یې د ۱۸۶ منډو هدف وټاکی.

کله چې انګلستانۍ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې وکړې او د هند څخه یې په اتو ویکټو ماته ومنله.