هغه هندي لوبډلمشران، چې په ټیسټ سیالیو کې یې زیات ټانسونه بایللې

د کرکټ ټرېکر د راپور له مخې د هند کرکټ ملې لوبډلې لپاره په ټیسټ سیالیو کې اوسني لوبډلمشر ویراټ کوهلي ترټولو زیات ټانسونه بایللې دي.

ویراټ کوهلي په ۶۲ ټیسټ سیالیو کې په خپله لوبډلمشر کې ۳۵ ځلې ټانسونه بایللې او په ټیسټ سیالیو کې ترټولو زیات ټانس بایلونکی لوبډلشمر دی.

تر ویرات کوهلي وروسته د لیست په دویم ځای کې ددې لوبډلې پخوانی لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني شتون لري.

ډوهني په ۶۰ لوبو کې لوبډلمشري کړې او ۳۴ ځلې یې ټانس بایللی دی.

 

پنځه هندي لوبډلمشران، چې په ټیسټ سیالیو کې یې زیات ټانسونه بایللې

 

۱ـ ویراټ کوهلي په ۶۲ لوبو کې ۳۵ ځلې ټانس بایللی.

۲ـ مهندرا سینګ ډوهني په ۶۰ لوبو کې ۳۴ ځلې ټانس بایللی.

۳ـ سوراب کنګولي په ۴۹ لوبو کې ۲۸ ځلې ټانس بایللی.

۴ـ سونیل ګاواسکار په ۴۷ لوبو کې ۲۵ ځلې ټانس بایللی.

۵ـ ماک پاتاودي په ۴۷ لوبو کې یې ۲۰ ځلې ټانس بایللی.

 

 

وروستي مطالب