اپریل 19, 2021

هند د انګلستان څخه درې واړه سریزونه وګټل؛ موږ لنډه کتنه ورته کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

هندوستان کرکټ ملې لوبډلې په خپل کوربتوب د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې سره لومړی د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ، دویم د پنځو شل اوریزه لوبو لړۍ او درېیم ځلې یې بیا د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړه، چې درې واړه سریزونه کوربه هندوستان وګټل.

 

د ټیسټ لوبو سریز

 

هند او انګلستان د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ د فیبرورۍ میاشتې له پنځمي بیا د مارچ میاشتې تر اتمي نېټې پوري ترسره کړه، چي هند دا لړۍ درې پر یو وګټله.

 

لومړۍ ټیسټ لوبه انګلستان په ۲۲۷ منډو وګټله.

دویمه ټیسټ لوبه هندوستان په ۳۱۷ منډو وګټله.

درېیمه ټیسټ لوبه هندوستان په ۱۰ ویکټو وګټله.

څلورمه ټیسټ لوبه هندوستان په یوه انینګز او ۲۵ منډو وګټله.

 

د شل اوریزه لوبو سریز

 

هند او انګلستان د پنځو شل اوریزه لوبو لړۍ د مارچ میاشتې له ۱۲مي بیا د مارچ میاشتې تر ۲۰مي نېټې پوري ترسره کړه، چې دا لړۍ هند درې پر دوه وګټله.

 

لومړۍ شل اوریزه لوبه انګلستان په اتو ویکټو وګټله.

دویمه شل اوریزه لوبه هندوستان په اوو ویکټو وګټله.

درېیمه شل اوریزه لوبه انګلستان په اتو ویکټو وګټله.

څلورمه شل اوریزه لوبه هندوستان په اتو منډو وګټله.

پنځمه شل اوریزه لوبه هندوستان په ۳۶ منډو وګټله.

 

د یو ورځنیو لوبو لړۍ

 

هند او انګلستان د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ د مارچ میاشتې له ۲۳مي بیا د مارچ میاشتې تر ۲۸مې نېټې پوري ترسره کړه، چې هند دوه پر یو بریا خپله کړه.

 

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه هندوستان په ۶۶ منډو وګټله.

دویمه یو ورځنۍ لوبه انګلستان په شپږو ویکټو وګټله.

درېیمه یو ورځنۍ لوبه هندوستان په ۷ منډو وګټله.