خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان کريکټ لوبډلي تر يو ورځنيو لوبو وروسته د ټيسټ لوبي سيريز هم بايلوی.
هندوستان په ۲۰۱۲ز کال کي د اسټراليا په وړاندي ټيسټ سيريز کي هيڅ لوبه نه وه ګټلې او وايټ واش سوه.
تر هغه ورسته يې اوس د نيوزلينډ څخه هيڅ لوبه ونه ګټله او د ټيسټ د سيريز دواړي لوبي يې وبايللې.
په لومړنۍ لوبه کي هندوستان ۱۶۵ او ۱۹۱ منډي وکړې چي نيوزلينډ ته يې ۹ منډي هدف وټاکی.
نيوزلينډ يوځل ۳۶۸ منډي وکړې او د ۹ منډو هدف يې په ۱۰ ويکټو پوره کړ.
په دويمه لوبه کي هندوستان ۲۴۲ او ۱۲۴ منډي وکړې او ۱۳۲ منډي هدف يې وټاکی چي په تعقيب يې نيوزلينډ ۲۳۵ او ۱۳۲ منډي وکړې او هدف يې په ۷ ويکټو پوره کړ.
د سيريز د غوره لوبغاړي جايزه تيم صودي ته ورکړل سوه.
د نيوزلينډ په سفر کي هند د شل اووريز سيريز ۵ سره لوبي وګټلې،د يو ورځنيو لوبو ۳ واړه او د ټيسټ دواړي لوبي يې وبايللې.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي