کرکټ؛ هند د ویسټ انډيز سفر په بریا پیل کړ

لیکنه: عبدالله عادل
د هند لوبډله د ویسټ انډيز په سفر تللې په کومه سفر کي چي شل اوریزي ، یو ورځنۍ او ټسټ لوبي شاملي دي ، دواړو لوبډلو پرون د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ پيل کړه .
د پرون لوبي ټاس هند وګټی او لومړی یې د توپ اچوني پرېکړه وکړه او مقابله لوبډله ویسټ انډیز یې توپ وهني ته دعوت کړه.
کوربه ویسټ انډیز لوبډلي د پيل توپ وهونکي جون کېپبیل او لیویس په صفر لاسه ورکړه وروسته پولارډ ودرېد که څه هم ورو ولوبېد خو اړیني ۴۹ منډي یې جوړي کړې ، په ټوله کي د ویسټ انډيز لوبډلي د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۵ منډي جوړي کړې او مقابلي لوبډلي هند ته یې د ۹۶ منډو هدف وټاکه.

د هند لپاره په توپ اچونه کي ځوان لوبغاړي نویدیپ سایني ۳ ، بهونېشور کمار ۲ ، سونډر ، خلیل احمد او کرونال پنډیا یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.
په شل اورونو کي د ۹۶ هدف کم هدف بلل کیږي خو ویسټ انډيز د هدف په دفاع کولو کي پوره هڅه وکړه خو بیا هم په وروستیو کي هند بریالی سو چي یاد هدف ته په اتلسم اور کي د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ځان ورسوي او د سریز لومړۍ لوبه په خپلي بریا سره پای ته ورسوي.
د هند لپاره په توپ وهنه کي روهیت شرما ۲۴ ، کوهلي ۱۹ او منېش پنډې هم ۱۹ منډي جوړي کړې .
د ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کي سونیل نارین ، کوټرېل ، کیمو پاول دریو واړو دوه دوه هندي لوبغاړي اوټ کړه.
د دواړو لوبډلو تر منځ د سریز دوهمه شل اوریزه لوبه نن یکشنبه ماښام ۷ بجې ترسره کیږي.
 

وروستي مطالب