ټولنیز ژوند ژوند بڼه له نړۍ

د نجونو ضد تبعیض؛ د هند په ۱۳۲ کلو کې یوه نجلۍ هم نه ده زیږیدلې

لیکنه: صادق طارق

یوه څېړنه ښيي، چې په هندوستان کې د نجونو خلاف تبعیض لا هم موجود دی او خطرناک وضعیت یې رامنځته کړی.

دا څېړنه څه موده مخکې د دغه هېواد په شمال کې ترسره شوې، چې جزیات به یې دلته درسره شریک شي.

بې نجلۍ کلي

د هندوستان په شمالي ایالت «اوتارخاند» کې د نجونو خلاف د تبعیض قضیه هغه مهال برسیرنه شوه، چې د نوو زیږیدلو ماشومانو د ثبت مسولین ورته متوجه شول.

د دوی موندنو ښوده، چې په ۱۳۲ کلو کې یوه نجلۍ هم نه وه زیږیدلې.

له دغو موندنو څخه وروسته یادې ادارې له قضایي چارواکو سره خپله اندیښنه شریکه کړه، څو په دې تړاو څېړنې وشي.

د هندوستان د اینډیپینډیټ ورځپاڼې د راپور له مخې دغه کلي په اوتارکاشي سیمه کې موقعیت لري.

د څېړنو جزیات ښيي، چې د ۳ میاشتو په موده کې د دغې سیمې په ۱۳۲ کلو کې ۲۱۶ هلکان زیږیدلي، خو یوه نجلۍ هم نه ده زیږیدلې.

د جنین سقطول

څېړنو موندلې، چې دلته زیاتو خلکو په دې له پوهیدو سره، چې د مېرمنو په نس کې یې نجونې دي، هغوی سقط کړي او د زیږیدو مخه یې نیولې ده.

د آشیش چوهان په نوم یوه سیمه ییز چارواکي ویلي، چې د څېړنو دغه پایلې ورته لړزونکي وو.

د ده په وینا اټکل شوی، چې خلکو په ډله ییز ډول د نجونو د زیږولو خلاف لاسونه یو کړي.

هغه وایي: تراوسه دا وړاندوینه عملاً ثابته شوې نه ده، چې دا کار قصداً شوی او په ګډه د نجونو د زیږولو مخنیوی شوی، خو که څېړنو دا مسئله روښانه کړه، له خلکو سره به جدي چلند وشي.

د اوتارخاند ایالت یوه قانون جوړونکي گوپال راوات ویلي: دا مسئله د جدي اندیښنې وړ ده، موږ لا نورې څېړنې او جدي اقدامات غواړو.

د جنین سقط منع دی!

هندوستان په ۱۹۹۴ کې هغه قانون تصویب کړ، چې له مخې یې څوک د خپلو زیږیدونکو ماشومانو مخنیوی د جنین د سقط په وسیله نه شي کولای.

هندوستان که څه هم د قوانینو له مخې د نجونو خلاف تبیعضي چلند منع کړی، خو په عمل کې د دغه قانون د نقض راپورونه او ښځو سره د تبعیض راپورونه ترې ورکول کیږي.

د ۲۰۱۱ د ارقامو له مخې په دغه هېواد کې د هرو ۹۴۳ نجونو د زوکړې په مقاب لکې تر زرو پورې هلکان زیږول کیږي.

ویل کیږي، چې د هند په زیاتو کلیوالي سیمو کې په مختلفو دلایلو د نجونو د زیږیدو مخنیوی کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق