وروسته له ۳ کلونو هندۍ لوبډله سريلانکا ته ځي

د هندوستان کريکټ لوبډله د ۳ يو ورځنيو او ۳ شل اووريزو لوبو لپاره سريلانکا ته ځي.

د هندوستان د کريکټ بورډ مشر سورب ګنګولې تېره اونۍ وويله چې لوبډله يې د لوبو لپاره سريلانکا ته ځي او تر هغه وروسته بيا انګلستان سره ټيسټ لوبې کوي.

دا لوبي د مينوالو په نه شتون کې د کولمبو په يوه لوبغالې کې چې د پرماداسا په نامه دی ترسره کېږي .

د سريلانکا د کريکټ بورډ د اداري کمېټې رئيس ارجونا ډيسلوا سپورټ سټار سره په مرکه کې ويلي چې موږ پلان لرو د هندوستان سره لوبې په يوه لوبغالې کې ترسره کړو،تر لوبو وړاندې به هندي لوبغاړې د ۷ ورځو لپاره قرنطين کېږي ،لومړيو دريو ورځو کې به سخت قرنطين وي او پاته څلورو ورځو کې کولای سي تمرينات وکړي.

يو ورځنۍ لوبې د جولای مياشتې په ۱۳مه پيلېږي ،همدارنګه شل اووريزي لوبې د همدې مياشتې د ۲۲مي نېټې څخه تر ۲۷مي نېټې پوري ترسره کېږي.

د هندوستان کريکټ بورډ پدې خاطر سريلانکا ته د تګ زړه ښه کړی چې کوربه هيواد په همدې کرونايي موسم کې د انګلستان او بنګلدېش لوبډلو کوربتوب په بريا سره وکړ.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ